یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهجرمني په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د تازه همکاریو...

جرمني په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د تازه همکاریو ژمنه وکړه

تاند (چهارشنبه د سرطان ۹) جرمني د افغانستان له کرنیزو پروژو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې دغه خبره په کابل کې د جرمني سفیر او یو شمېر نورو جرمن چارواکو له افغان چارواکو سره د یوې مجازي ناستې پر مهال وکړه.

د جرمن چارواکو په خبره دوی د لوړو زدکړو وزارت، کرنې وزارت، اوبو او انرژۍ وزارت او نورو ادارو سره په ګډه کار کوي څو په افغانستان کې د اقلیم بدلون، کرنې د پراختیا، ملي پروګرامونو د پیاوړتیا او اقتصادي ودې په برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

د جرمن چارواکو په وینا دوی د افغانستان د کرنې په برخه کې د لا ډېرو پروژو د عملي کولو او مرستو لپاره تیار دي او په وینا یې چې په افغانستان کې د کرنې برخې پراختیا د اقتصادي پراختیا سبب ګرځي او له همدې امله دوی له دې سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې په دې ناسته کې د افغانستان د ځنګلونو د بيارغونې پروژې (FLRL) په هکله هم خبرې وشوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب