شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاترا: په هېواد کې جګړو سلګونه مخابراتي ټاورونه زیانمن کړي

اترا: په هېواد کې جګړو سلګونه مخابراتي ټاورونه زیانمن کړي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۹ ) د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي، چې په هېواد کې د جګړو او نا امنیو له امله سلګونه  مخابراتي ټاورونو ته زیان رسېدلی دی.

د یادې ادارې ویاند سعیدشینواري تاند وېب پاڼې ته وویل، چې له همدې امله دغې ادارې ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

شینواری وایي، د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې د ټول هېواد په کچه د جګړو له امله ۵۱ مخابراتي ټاورونه په بشپړ او یا نسبي ډول تخریب شوي دي.

د نوموړي په خبره  دغه راز په تېر ۱۳۹۹ مالي کال کې هم د هېواد په کچه ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په بشپړ یا نسبي ډول له منځه تللي وو، چې په ټوله کې له دې امله سکټور ته له ۱۵ څخه تر ۱۷ میلیونه ډالرو زیان اوښتی دی.

د اترا ادارې د احصایې او سټندرډونو ریاست د ارقامو له مخې په دې کې یو شمېر یې هغه مخابراتي سایټونه وو، چې د اترا ادارې په مالي لګښت جوړ شوي وو او سلګونه زره هېوادوالو ته ترې مخابراتي خدمتونه وړاندې کېدل.

سرچینه دغه راز پر خلکو غږ کوي چې د دغو مخابراتي زېربناوو خوندیتوب کې مرسته وکړې او پرې نږدي چې وسله والو بریدونو کې دغه زېربناوې تخریب او یا له منځه ولاړې شي.

د سرچینې په خبره  دامهال انټرنټ او مخابراتي خدمتونه د بشریت په لومړنیو ضرورتونو کې حسابیږي او په کار ده چې عام خلک هم د دې په ساتنه کې خپله مرسته ونه سپموي.

اترا: روان کال تر دې دمه د جګړو له امله ۵۱ مخابراتي ټاورونه زیانمن شوي

2 COMMENTS

  1. ټالبان(دبشراو پوهې دښمنان)، کوم شی یې چوړ پرېښي دي؟ چې مخابراتي ټاورونه به سم ترې پاتې شي، دغه ټالبان غواړي چې افغانان همداسې بدبخته او ذلیل وساتي، دوی ته ټول عام المنفعه تاسیسات هدف دي او له منځه یې وړي، دوی ټالبان نه بلکې د الله یو عذاب دی چې افغانان ور سره مخ دي!!!

  2. هر څه چې دا شرمېدلی کوی خپل د مېړونو یعنې پنجاب او ای اس ای په امر یې کوي. دوی غواړې افغانان په لومړۍ پېړې کې ژوند وکړي. د ينجاب وزیران خو اوس په فخر دلال طالب خپل نوکران بولې.
    والله که پوهېږم چې دا ملا برادر او دا نورو طالب مشرانو کې د افغانیت په نامه څه پاتي دي که نه، افغان خو والله که دمره بې غېرته وي او تر مرګه والله که د چلو پنجابیانو غلامي وکړي. طالب مشران دې ږېرې او برېتونه پاک وخریي او که د نر زامن دې اعلان دې وکړې چې د پنجاب په ګټه جنګږېږي چې افغانان یې ورسره معلومه کړي. دوی نامردان د افغان په نامه بل افغان وژني. شرم پر تاسو او تف لعنت مو په مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب