پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاترا: روان کال تر دې دمه د جګړو له امله ۵۱ مخابراتي...

اترا: روان کال تر دې دمه د جګړو له امله ۵۱ مخابراتي ټاورونه زیانمن شوي

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۰) د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ملي اداره وایي، د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې په ټول هېواد کې د جګړو له امله ۵۱ مخابراتي ټاورونه په زیانمن شوي دي.

اترا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کې یو شمېر یې هغه مخابراتي سایټونه دي، چې د اترا ادارې په مالي لګښت جوړ شوي او سلګونه زره هېوادوالو ته ترې ګټه اخیسته.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په تېر (۱۳۹۹) مالي کال کې د هېواد په کچه ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په بشپړ یا نسبي ډول له منځه تللي وو او  له ۱۵ څخه تر ۱۷ میلیونه ډالرو مالي زیان یې اړولی و.

اترا پر افغان ولس غږ کړی، چې د مخابراتي پایو په ساتنه کې له دوی سره مرسته وکړي.

اترا داسې مهال له ولسونو د مخابراتي ټاورنو د ساتنې غوښتنه کوي، چې اوسمهال دهېواد په ګڼو ولایتونو کې جګړه په شدت سره روانه ده او هره اوونۍ د ولسوالیو د سقوط راپورونه خپرېږي.

په هغو سیمو کې چې د جګړو له امله مخابراتي پایې زیانمنې شوي اوسېدونکي یې هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب