پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د ملي لوبغاړو روزنیز کمپ پيل...

د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د ملي لوبغاړو روزنیز کمپ پيل شو

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۰) د افغانستان کرکټ بورډ په پلازمېنه کابل کې د پاکستان پر وړاندې راتلونکو لوبو لپاره د ملي لوبډلې روزنیز کمپ پيل کړ.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې یاد کمپ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.

سرچینه وایي، په دې کمپ کې به د لوبغاړو د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخو به د ملي روزونکو له لورې کار وشي.

د سرچینې په خبره دغه روزنیز کمپ د کرکټ نړیوالې شورا د لیګ لوبو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو لپاره د چمتوالي په موخه په لاره اچول شوی، چې شاوخوا ۳۰ لوبغاړي په کې ګډون لري.

کرکټ بورډ وايي دغه راز یاد کمپ ته د چټکو توپ اچونکو پروسې (هنټ) څخه هم پنځه غوره توپ اچونکي اخستل شوي دي.

د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وایي، هڅه به وکړي څو د پاکستان پر وړاندې ښې لوبې ترسره کړي او خپل هېواد ته بریا ور په برخه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب