جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان شپږيزه کرکټ لیګ د کورونا له امله وځنډېده

د افغانستان شپږيزه کرکټ لیګ د کورونا له امله وځنډېده

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۰) د افغانستان کرکټ بورډ وايي، شپږیزه کرکټ لیګ یې د کورونا ویروس له امله تر نامعلومې نېټې ځنډولی دی.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک تاند سره په خبرو کې وویل، ټاکل شوې وه، چې د دې سیالیو اتم پړاو د روان میلادي کال په جون او جولای میاشتو کې ترسره شي، خو د کورونا د درېیمې څپې او د عامې روغتیا وزارت د ځینو لارښوونو او محدودیتونو په اساس یې یاد لیګ د اوس لپاره وځنډوه.

په ورته وخت کې کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره میاشت دوی په دې سیالیو کې د لوبېدونکو لوبډلو د امتیاز د ترلاسه کولو په هدف د سوداګرو لپاره اعلان کړی وو، چې اوس دا موده هم غځول شوې ده.

شپږیزه کرکټ لیګ د افغانستان د کورنۍ کرکټ تر ټولو سترې سیالۍ بلل کیږي چې هر کال په پلازمینه کابل کې ترسره کیږي او ګڼ مینه وال لري.

شپږیزه کرکټ لیګ داسې مهال ځنډول کېږي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د کورونا ناروغي په ډېرې چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.

اوسمهال په هېواد کې د ودونو د تالارونو سربېره ښوونيز مراکز هم له همدې امله رخصت شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب