جمعه, فبروري 6, 2026
Home+پر سترګو د سګرېټ د لوګي ناوړه اغېز

پر سترګو د سګرېټ د لوګي ناوړه اغېز

تاند – په امریکا کې په شویو څېړنو کې څرګنده شوې ده چې سګریټ د مشرانو پر سترګو خورا ناوړه اغېز کوي. په تیره بیا د سګریټ لوګی د هغو کسانو سترګې ډیرې خرابوي چې عمرونه یې تر شپیتو اوښتې دي.

د امریکا په کلیفورنیا پوهنتون کې د شویو څیړنو له مخې د سترګو پر کسي د سګریټ دود دومره منفي تاثیر کوي چې سترګې ړندوي او په امریکا کې تر ۶۵ کلن د لوړ سن د څښتنانو د ړندوالې یو اصلي علت همدغه د سګریټو لوګی دی.

د کلیفورنیا د طب پوهنځي استادې ( این کولمن) وایي، له څیړنو موږ ته څرګنده شوه چې هغه ډیر بوډاګان چې د سترګو تکلیف ورته پیدا شوی دی که چیرته د سګریټو له څکولو لاس واخلي په همدغه زاړه عمر کې یې د سترګو دید ښه کیږي.

له څیړنې معلومه شوې ده چې د سګریټو تاثیر د ښځو پر سترګو د نارینه و تر سترګو ډیر بد دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...