جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمسؤلان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا تازه ۱۸۲۲ مثبتې پېښې...

مسؤلان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا تازه ۱۸۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۰) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وبا ۱۸۲۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي.

د یاد وزارت د چارواکو په خبره په همدې موده کې پر کورونا اخته ۵۶ کسان مړه شوي او ۴۰۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۷ زره او ۷۱۶ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳۴۱۲ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي وو، چې ښایي په راتلونکو اوونیو کې کورونا وبا لا پراختیا ومومي.

هغه له هېوادوالو غوښتي وو،چې د دغه ویروس د دریېمې او خطرناکې څپې د پراخېدو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي او روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.

له همدې امله د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې دولتي او خصوصي ښوونیز مراکز تړلي دي.

د کورونا درېیمه څپه؛ ښايي په یو شمېر ولایتونو کې محدودیتونه وضع شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب