سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د نیول شویو پاکستاني ښځو په اړه د دغه...

په افغانستان کې د نیول شویو پاکستاني ښځو په اړه د دغه هیواد پټ سند

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۲۰) د پاکستان د حکومت په یوه داخلي سند کې څرګنده شوې چې لږترلږه ۲۴ پاکستانۍ ښځې په افغانستان کې له داعش ډلې سره د همکارۍ په جرم نیول شوي دي.

د (South Asia Press) د راپور له مخې، په افغانستان کې د پاکستان سفارت د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې په افغانستان کې د پاکستاني ښځو د نیول کېدو د څرنګوالي او له داعش سختدریځې دلې سره د هغو د اړیکو په اړه معلومات کښلي دي.

د پاکستان د حکومت په دې داخلي سند کې لیکل شوي چې تېره میاشت، پاکستاني مامورین په کابل کې پلچرخي محبس ته لاړل آو هلته یې پاکستانۍ بندیانې او د هغو ماشومان ولیدل.

په سند کې دا هم راغلي«دا ټولې ښځې او ماشومان یې په داعش پورې تړلي زندانیانې دي.»

د (سوت ایشیا پریس) پر اساس، په سند کې د ټولو نومونه، په پاکستان کې ادرسونه او ورسره د شویو مرکو متن لیدل کېږي.

سوت ایشیا پریس، چې مرکز یې په پاریس کې دی، دا هم وايي چې دا شواهد د هغه څه خلاف دي چې د پاکستان حکومت ادعا کوي چې ګنې په دغه هیواد کې داعش فعالیت نه لري.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د دغو ښځو نیول کېدا ښيي چې په پاکستان کې له وروستیو څو کلونو راهیسې داعش ته لېوالتیا زیاته شوې او ګڼې نورې پاکستانۍ ښځې هم داعش ته اوښتې دي.

راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي، دا احتمال شته چې ډېر شمېر پاکستاني سختدریځي له افغان طالبانو سره یوځای شي.

تر دې مخکې دویچې ویلې په یوه مفصل راپور کې ویلي و، سره له دې چې ظاهراً پاکستان وايي چې د طالبانو ملاتړ نه کوي خو په دغه هیواد کې یو شمېر ملایان او اسلامي ډلې په ښکاره د طالبانو لپاره د جګړه مارو جلب و جذب کوي.

دویچې ویلې د بلوچستان ایالت د یوه پخواني سناتور په قول ویلي چې د افغانستان د حکومت پر ضد د جګړې لپاره په دغه ایالت کې جنګي کسان جذبېږي.

هغه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شی، وايي«بلوچستان ته راشئ، زه به هغه کلي دروښیم چې هلته ملایان په ښکاره د هغو پاکستانیانو جنازې کوي چې په افغانستان کې د طالبانو لپاره په جګړه کې وژل کېږي.»

د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز (د ایریا سټډي سنتر) پخواني رييس محمد سرفرازخان دویچې ویلې ته وویل، په پاکستان کې له شمالي او جنوبي وزیرستانونو رانیولې تر کورمې او خیبر پورې ملایان خلک هڅوي چې له طالبانو سره په جګړه کې ملګري شي خو چارواکو پرې ځان ناګاره کړی دی.

په پاکستان کې په ښکاره د طالبانو لپاره چندې او د جګړه مارو جلب و جذب پیل شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب