پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت: د کابل قوای مرکز له هټۍ والو باج اخیستونکی...

کورنیو چارو وزارت: د کابل قوای مرکز له هټۍ والو باج اخیستونکی به ژر ونیول شي

تاند ( پنجشنبه، د جوزا ۲۱ مه)  د افغانستان کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي چې هغه کسان به ژر ونیسي چې د کابل دویمې حوزې اړوند قوای مرکز سیمه کې له هټۍ والو باج غواړي.

د کابل ښار قوای مرکز سیمې اوسېدونکي وایي چې له څو ورځو راهیسې د دې سیمې هټۍ او مارکېټونه له دې امله تړل شوي چې د «حسیب قوای مرکز» په نوم کوم کس له هرې هټۍ ۳۰ زره امریکایي ډالره باج غوښتنه کړې.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې اړه پولیسو ته کوم شکایت نه دی رسېدلی او کوم چا چې هټۍ بندې کړي، حوزې ته یې مراجعه نه ده کړې.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، دغو هټۍ والو ته ډاډ ورکوي چې هېڅوک به ترې باج وا نه خلي.

نوموړی وایي: «نن ورځ د هټۍ والو له استازو سره لیدل شوي او ډاډ ورکړل شو، چې څوک ترې د اخاذیو حق نه لري او موږ به ورسره په اړیکه کې یو.»

ارین همدا راز زیاتوي چې د اړوندې حوزې امر دنده اخیستی چې له هټۍ والو سره هره شېبه اړیکه کې واوسي او ترې وغوښتل شول هرې پېښې سره چې مخ کیږي، پولیس دې په جریان کې کړي.

کورنیو چارو وزارت وایی، څوک چې د باج اخیستو نیت لري، هغوی به ژر وپېژندل شي او په وینا یې چې وبه ځپل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب