جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهلغمان کې د طالبانو یو مشهور قومندان له درې ملګرو سره وژل...

لغمان کې د طالبانو یو مشهور قومندان له درې ملګرو سره وژل شوی

تاند (پنجشنبه د جوزا ۲۰) افغان ځواکونو په لغمان ولایت کې د طالبانو مشهور قومندان بدرالدین له خپلو درې نورو ملګرو سره په مخامخ جګړه کې وژلی دی.

د یاد ولایت له امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړی لغمان ولایت لپاره د طالبانو د نظامي چارو مرستیال و چې نن ماښام د الینګار ولسوالي په استقامت د دادو کلا په سیمه کې له خپلو ملګرو سره ووژل شو.

په خپرو شوو مالوماتو کې ویل شوي، نوموړی د افغان ځواکونو په موخیزو عملیاتو کې وژل شوی چې څو نور ملګري یې ټپیان شوي هم دي.

سرچینې خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.
لغمان کې تېره ورځ هم په درې جلا ـ جلا نښتو کې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...