جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې په ښکاره د طالبانو لپاره چندې او د جګړه...

په پاکستان کې په ښکاره د طالبانو لپاره چندې او د جګړه مارو جلب و جذب پیل شوی

تاند(جمعه، د ثور۶) په داسې حال کې چې د امریکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، راپورونه وايي چې په پاکستان کې له طالبانو سره خواخوږو اسلامي ډلو او ګوندونو د طالبانو د ملاتړ لپاره د چندو او نورو مرستو ټولولو ته زور ورکړی دی.

د دویچې ویلې د راپور له مخې، شنونکي خبرداری ورکوي چې افغانستان د نوي یمې لسیزې په شان خطر سره مخامخ دی چې طالبان رامنځته شول او زرګونه پاکستانیان یې په لیکو کې شامل شول.

دویچې ویلې وايي، په وروستیو کې د پاکستانیانو په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویدیوګانې خپرې شوې چې په زغرده د افغان طالبانو لپاره د ملاتړ غږ کوي او له هغو سره د چندې غوښتنه کوي.

د دې رسنۍ پر اساس، سره له دې چې ظاهراً پاکستان وايي چې د طالبانو ملاتړ نه کوي خو په دغه هیواد کې یو شمېر ملایان او اسلامي ډلې په ښکاره د طالبانو لپاره د جګړه مارو جلب و جذب کوي.

دویچې ویلې د بلوچستان ایالت د یوه پخواني سناتور په قول ویلي چې د افغانستان د حکومت پر ضد د جګړې لپاره په دغه ایالت کې جنګي کسان جذبېږي.

هغه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شی، وايي«بلوچستان ته راشئ، زه به هغه کلي دروښیم چې هلته ملایان په ښکاره د هغو پاکستانیانو جنازې کوي چې په افغانستان کې د طالبانو لپاره په جګړه کې وژل کېږي.»

د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز (د ایریا سټډي سنتر) پخواني رييس محمد سرفرازخان دویچې ویلې ته وویل، په پاکستان کې له شمالي او جنوبي وزیرستانونو رانیولې تر کورمې او خیبر پورې ملایان خلک هڅوي چې له طالبانو سره په جګړه کې ملګري شي خو چارواکو پرې ځان ناګاره کړی دی.

ده زیاته کړه، دوی په ښکاره چندې ټولوي او هرکله چې بهرني پوځیان له افغانستانه ووتل سخت ناوړه اغېز به یې پر شمال لوېدیځو او لوېدیځو ایالتونو پریوځي ځکه چې په دغو ایالتونو کې د طالبانو لسګونه زره پلویان اوسي.

خو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ته نژدې خبریال رحیم الله یوسفزی وايي، فکر نه کوي چې ډېر شمېر پاکستانیان به په جګړه کې له طالبانو سره لاس یو کړي. یوسفزی پر افغانستان د شوروي اتحاد پر ضد د مجاهدینو د جهاد موده د مثال په توګه یادوي چې پاکستانیانو په هغې جګړې کې برخه وانخیسته.

په وروستیو ورځو کې افغان چارواکو د هلمند، لوګر او لغمان په جګړو کې د پنجابیانو او نورو بهرنیو د وژل کېدو ادعاوې وکړې. د لوګر چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ګڼ شمېر پنجابیان، ایغوران او نور بهرني سختدریځي د طالبانو په لیکو کې د افغانستان د حکومت پر ضد په جګړه کې برخه لري.

1 COMMENT

  1. لعنت دی پر هغه انسان وي چې د خپلو ګاوینډیو د وژلو لپاره چندې ټولوي او لعنت دې پر هغه دولت وي چې چې دې کار ته اجازه ورکوي. نه پوهېږم چې د طالب حرمونۍ په سر به کله عقل راشي. رښتا چې پنجاب ډېره پلیده طایفه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب