په ژوند کې ډېرې داسې کړنې شته چې په کولو يې مدني او هغه انسانان چې خپلو خلکو، خپل هیواد ته د خدمت کولو ژمنه لري او د خدای « ج » پر لاره برابر وي، د شرم احساس کوي. ځینې یې په خطا کې کېږي او ځینې یې تر ترسره کېدو وروسته د خلکو د پښېمانۍ سبب کېږي.
کله چې موږ پنځه، شپږ لسیزې مخکې په وزیرو کې اوسېدلو، تل به مو له مشرانو څخه داسې خبرې اورېدلې چې ویل به يې:
دغه یا هغه کار مه کوئ، ځکه چې په کولو کې يې لوی شرم دی. سود خوړل يې لوی شرم ګاڼه، رشوتخور خو به د رشوت له امله د خلکو په منځ کې سترګې نه لرلې، د پلار پر ځای به يې اولادونو د شرم احساس کاوه. مشرانو به ویل، که د مېلمه قدر مو ونه کړ او یا د ډوډۍ پر وخت درڅخه وږی لاړ، مانا دا چې افغاني دود ته مو په سپکه سترګه کتلې دي. پردۍ خور او لور ته په بده سترګه کتل او د دوو دښمنو ډلو تر مځ د جګړې پر مهال د يوې خوا او بلې خوا د ښځو ځورول په قطعي توګه ناروا عمل بلل کېده او دا يې کاملاً د افغاني دود او دستور خلاف عمل باله او هېڅ وخت چمتو نه وو، چې له دې درکه دوی د خلکو د خندا شي او له دې سره ستر شرم د ځان په برخه کړي.
بزګرانو به خپل پټي په سمه توګه شودياره کول او خپل کورني مالونه به يی په سمه توګه ساتل. کار به يې خپل و، خو ویل به يې که چېرې يې سم تر سره نه کړم، د خلکو د خندا وړ به شي. مانا دا چې په سمه توګه د کار نه کولو له امله يې د شرم احساس کاوه.
دا سمه ده چې تېرې شوې کړنې تېرې شوې دي او بېرته ښې وې او که بدې وي بېرته نه راګرځي، خو موږ کولای شو، هغه کړنې چې د انسانیت پر لاره برابرې وي او د خدای «ج» رضا هم په کې وي، له ځانه سره وساتو او و يې پالو.
مېلمه پالنه ډېر ښه دود دی، په ساتلو او پالنه کې يې څه زيان دی. رشوت اخیستونکی او رشوت ورکوونکي د خلکو او خدای په نزد مسؤل ګڼل کېږي. که چېرې د رشوت نه اخیستلو او فساد نه کولو فرهنګ وساتل شي، په دې کې د ټولنې پرمختګ او نېکمرغي پراته دي.
له بده مرغه په هېواد کې د څلورو لسیزو زياتې جګړې د هېواد او خلکو تر منځ اصیل او غوره دودونه کمزوري او حتی له منځه وړي دي. فساد کول او د رشوت اخیستل شرم نه بلکې ویاړ او روا بلل کېږي. ماڼۍ، هوټلونه، باغونه او مارکېټونه به يو او بل پسې کتار لري، خو میاشتني عوايد به يې د ګوتو په شمار وي.
دا ډول کسان د دې پر ځای چې د شرم احساس وکړي، برعکس وياړ کوي، رشوت اخیستل او فساد کول دومره عام شوي دي چې هر سپېڅلی کس هم خلکو ته مفسد او رشوت خور ښکارېږي.
کله چې زه د مطبوعاتو سره مخ کېږم، ډېری وخت د هغوی پوښتنه د فساد او رشوت په هکله وي. هغوی فکر کوي چې څوک جنرال، رئیس او یا يو لوړ پوړی چارواکی تېر شوی وي، حتما به فساد او رشوت اخیستلو کې ښکېل وي. هغوی ملامته نه دي، ځکه پخوا به مفسدین د ګوتو په شمار وو، له بده مرغه اوس له فساد او رشوت پاک کسان د ګوتو په شمار او په دوربین کې هم نه ليدل کېږي.
هر کال حج او عمرې شريفې ته به په ناروا او د رشوت په پیسو له ټولې کورنۍ سره روان وي. خلک هم د دې پر ځای چې داسې کسانو ته د شرم احساس ورکړي، بلکې د يوه لمونځ ځای «جای نماز» او يوې جوړې تسبو په بدل کې د الحاج او سخي نوم ورکوي.
وايي:«تر څو چې انسانان په خپله په ځان کې بدلون را نه ولي، خدای «ج» په هغه خلکو او ملت کې بدلون نه راولي.»
همغه ده چې له هېواد سره مینه د هېواد د پرمختګ لپاره زمینه برابروي او د خدای «ج» رضا هم له هغو کارونو څخه پرهېز کول دي چې هم له اسلام، هم له مدني ژوند او هم له انسانیت سره اړخ نه لګوي. د دې په هیله چې هېوادوال مو د ناروا کارونو د کولو له امله د شرم احساس او تل تری پرهیز وکړي.