Homeخبرونهنوی کابل کمپ د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شو

نوی کابل کمپ د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شو

تاند — له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو سره هممهاله په کابل کې د نړیوالو ځواکونو، نوی کابل کمپ د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شو.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن جمعه/ د جوزا ۷مه/ پر خپل ټویټر لیکلي، د دغه پوځي کمپ د سپارلو په مراسمو کې د دفاع وزارت مرستیال او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون درلود.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د غوڅ ملاتړ ماموریت له ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د انتقال او د اډو سپارلو بهیر په بریالۍ توګه د عملي کېدو په حال کې دی.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم بهرنیو پوځیانو په یو شمیر ولایتونو کې خپلې پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سپټمبر ۱۱ له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

خو یو شمېر امریکایي چارواکو ویلي چې د ځواکونو او قراردادیانو د وتلو بهیر په چټکۍ سره مخته روان دی، نو له همدې امله ښايي دغه بهیر تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...