شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهمحقق: که طالبان سوله یا جګړه کوي انتخاب یې خپل دی

محقق: که طالبان سوله یا جګړه کوي انتخاب یې خپل دی

تاند — په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار محمد محقق وايي، طالبان سولې ته لېوالتیا نه لري او په خبره یې هغه سولې او جګړې ته تیاری نیولی دی.

ښاغلي محقق نن جمعه/ د جوزا ۷مه/ په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې دوی د جګړې شعار نه ورکوي، سولې ته تیاري لري او دده په ټکو چې طالبان سولې ته لېوالتیا نه لري.

نوموړي وویل، “د نړیوالو محاسبه باید داوي چې افغانستان د تروریزم په ځاله بدل نشي، موږ هم ولاړ یو. هم سولې ته هم جګړې ته…، توکل په الله د دولت په څنګ، د اردو په څنګ او د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د اسلامي جمهوري نظام په خط کې ولاړ یو.نو موږ هم ورو ورو ځان برابر او سمبالوو.خدای ج دي وکړي چې د بلې جګړې لامل نشي.”

که څه هم هغه له طالبانو سره جګړې ته د خپل چمتووالي په هکله معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د جمهوریت لپاره د افغان سرتېرو ترڅنګ ولاړ دی.

محمد محقق دا مهال د افغانستان وضعیت خراب وباله خو تمه یې وښوده چې افغانستان بلې جګړې ته لاړ نه شي.

په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي وضعیت په هکله اندېښنې پر داسې مهال ښودل کیږي چې روانه مۍ میاشت له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوه. که څه هم امریکايي چارواکو خبر ورکړی چې له ټاکل شوې مودې وروسته به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه شي، خو د ولسمشر بایډن د پرېکړې له مخې ټاکل شوې د ځواکونو د وتلو لړۍ د سپټمبر تر ۱۱مې بشپړه شي.

ولسمشر غني ډاډ څرګند کړی چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان د اړیکو نوی فصل پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب