Homeخبرونههلمند کې پر یو کور د راکټ لګېدو نهه ملکیانو ته مرګ...

هلمند کې پر یو کور د راکټ لګېدو نهه ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند — د ملي دفاع وزارت وايي د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر کور د طالبانو د راکټ لګېدو له امله نهو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې درې ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن جمعه/ د جوزا ۷مه/ پر خپل ټویټر لیکلي، د پېښې ټپيان د امنیتي سرتیرو له خوا روغتون ته انتقال شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

د افغان چارواکو په خبره وړمه ورځ د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې هم پر یوه کور او بازار کې د طالبانو د هاوانونو لګېدو له امله اووه ملکي وګړي ووژل شول او ۹ تنه نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...