Homeخبرونهافغان امنیتي ځواکونو ۳ ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیولې

افغان امنیتي ځواکونو ۳ ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیولې

تاند(سې شنبه، د سرطان ۸) افغان امنیتي ځواکونه وايي چې په بلخ او فاریاب ولایتونو کې یې درې ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو پاکې کړي دي.

په کابل او د غه راز په فاریاب او بلخ ولایتونو کې دولتي چارواکو نن وویل چې د بلخ کلدار او د فاریاب پښتونکوټ او چارباغ ولسوالۍ یې د دولت له وسله والو مخالفانو بېرته نیولې دي.

خو له بلې خوا طالبان وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کندهار خاکرېز او د لوګر برک برک ولسوالۍ نیولې دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي.

 تر ټولو د شدیدو جګړو راپورونه له غزني، کندوز، تخار، بغلان او میدان وردک ولایتونو څخه ورکړل شوي دي.

په همدې منځ کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د ولایتونو له والیانو او امنیه قوماندانانو سره په ویدیو کنفرانس کې د طالبانو بریدونه د بشري حقونو خلاف جرمونه وبلل، ویې ویل چې ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه باید بشري حقونه او قوانین رعایت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...