سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهپه خوست کې د دهشکې زرګونه مرمۍ نیول شوي

په خوست کې د دهشکې زرګونه مرمۍ نیول شوي

تاند (سه شنبه د سرطان ۸) تیره شپه د خوست ملي امنیت منسوبینو د دې ولایت په یوه سرحدي سیمه کې عملیات کړي او د دهشکې زرګونه مرمۍ يې نیولي دي.

د خوست والي مهمند کټوازي نن سه شنبه خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې مخالفینو غوښتل دا مرمۍ صبریو ولسوالۍ ته ولیږدوي چې د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شوې.

ښاغلي کټوازي د عملیاتو د سیمې په هکله معلومات ورنه کړل خو ویې ویل چې دا مرمۍ د خوست په یوه سرحدي سیمه کې نیول شوي.

نوموړي زیاته کړه، «زموږ د ملي امنیت ځواکونو دا مرمۍ چې تاسو وینئ، د دهشکې مرمۍ دي، د پاکستان څخه راغلي او مخالفینو غوښتل چې دا صبریو ولسوالۍ ته ورسوي او هلته خپل عملیات ورباندې پیل کړي، له ښه مرغه ستاسو زړورو سرتیرو د ورانۍ مخه ونیوله، دا هغه مرمۍ دي چې د خوستوالو په زړونو به ور فیر کیدې، خو خوشبختانه نن زموږ او ستاسو په لاس کې دي.»

د چارواکو په وینا تراوسه د مرمیو د انتقال په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو وايي چې کشفي ادارو څېړنې پیل کړي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له چاودیدونکو توکو او بمونو ډک یو هینو موټر او لیږدونکی يې هم نیول شوي.

تر اوسه د دولت ضد هېڅ کومې وسله والې ډلې په دې هکله تبصره نه ده کړې.

1 COMMENT

  1. zendah baad afghan national security force.
    government must control border and logistic way of talibs.
    we will overhand on talibs.
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب