شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeمقالېاسلامفتواګانې ولې او په کومو حالاتو کې تغییر خوري؟

فتواګانې ولې او په کومو حالاتو کې تغییر خوري؟

امان الله ایمان

یخ دوکتور قرضاوي د نن مهال د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې مشر او په نړیواله کچه په اسلامي مسایلو کې له لوړ، پوره، برجسته، پاخه او سوچه اعتباره برخمن دی. د پاس عنوان په اړه د قرضاوي دا تحقیق په اوس وخت کې د ډیرو شته مسایلو د روښانولو په اړه له لوستونکو سره ډیره مرسته کولی شي، ما په دې اړه د نوموړي عالمي عالم – د تحقیق تلخیص له تاسو سره د موضوع د اهمیت له کبله شریک او راتلخیص مې کړ.

شیخ په قران، سنت او د صحابحه وو په اجماع ثابتوي چې فتواوې تغییر خوري او خوړلی یې دی. بیا په ځانګړي ډول، زمان، مکان او د خلکو دود او دستور-  د فتوا د تغییر تر ټولو مهم عوامل دي. دا پاخه او کره دلایل به د فتوا د تغییر په اړه د هغو دوستانو له معلوماتو سره مرسته وکړي چې نن هم د څو زره پخوا احکامو ته تمبه دي او په زور یې پلي کوي چې هیڅ د تطبیق ساحه نه لري ( یو وخت مې له یو دوسته واوریدل چې د نبي ص په وخت کې خو دا اوسني الوتکې او ټانګونه نه نو دا اوسنۍ جګړې او جهادونه جهاد نه دی ځکه هغه ص په دې الوتکو جهاد نه دی کړی- د دوست خبرې ته فکر یووړم- دا دوست هم کولی شي خپل ځواب په دې تحقیقي لیکنه کې واخلي. او له خپلې ساده سرتمبه ګۍ تیر شي. ) سره له دې چې یو شی کله د ظروفو او ځانګړو شرایطو له کبله حلال وي خو وروسته بیرته يې حکم حرمت شي او یا په عکس ددې.  شیخ یوسف قرضاوي د فتوا د تغییر لپاره ۱۰ مهم لاملونه ذکر کړي.

دغه نامتو عالم-  د اسلام له مهمو ځانګړتیاوو او برجسته ګیو څخه یو هم د فتوا تغییر، هغه وايي: (( د اسلام د تلپاتي والي یوه ځانګړنه د عرف، رسومو، مکان او زمان له کبله د فتوا تغییر دی، په دې خبره باندې ستر اسلامي پوهان او په ځانګړې توګه ابن قیم رح په خپل یوه کتاب کې د ( اعلام الموقعین) تر سرلیک لاندې یو خوندور بحث کړی دی، چې دلایل یې دلچسپه او ډاډ ورکوونکي دي. مجله الاحکام هم – چې د اسلامي نړۍ د مدني قانون په توګه تر ډیره پاتې شوی، په دې موضوع بحث کړی او ۳۹مه ماده يې داسې وايي: (د اسلامي شریعت احکام د زمان په تغییر سره منتفی نه دي) یعنې تغییر خوړلی شي. ))

شیخ قرضاوي په سکولارنو(اتاترک او ملګرو یې) په تونده لهجه غږ کوي چې دا ادعا یې ناسمه ده چې اسلام راکد او ثابت احکام لري نو اسلام سړی په خپل ژوند کې څنګه عملی کړی شي؟ هغه وايي: دا ادعا بې بنسټه، شرموونکې او غلوونکې ده. ځکه د ژوند کمه برخه تغییر خوري – او د اسلام حکمونه هیڅ کله راکد نه دي.

دی د بحث په دوام کې دا خبره هم مردوده ګڼي چې ګنې پخوانیو دیني مشرانو هرڅه او ټول مسایل حل کړي او اوس د اجتهاد لپاره څه نه دي پاتې (( ما ترک الاول للاخر شیا)) ترجمه: پخوانیو فقهاوو د وروستنیو لپاره د ویلو لپاره څه نه دي پريښودي او هر څه یې حل کړي دي- هغه وايي چې اجتهاد خیر او برکت دی او د قیامت تر ورځې به ادامه لري او ډیر څه شته چې له پخوانیو نه وروستنیو ته پاتې دي- د فتوا تغییر په دې مانا نه دی چې د پخوانیو فقهاوو له زحماتو دې ګټه وانخلو یادې احترام ورته ونه کړو، بلکې باید د دوی له دستوراتو ملاتړ او پیروي وکړو اما موږ هم باید د خپل عصر لپاره کوښښ او اجتهادات وکړو او په یوازې توګه پخواني کتابونه د اوسنیو مشکلاتو حلال نه شي کیدی. قرضاوي وایي: د فتوا تغییر یوازې یوه اجتهادي او د فقهاوو خبره نه ده بلکې دا په قران هم ثابته او د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یادونه او استدلال کوي:

ځینې دوستان ځينې ایاتونه ناسخ او منسوخ بولي، خو ډاډه یم که دغو ایاتونو ته ځیر شي، نو هر یو ایت په خپلو شرایطو کې پلی کیدای شي. قرضاوي دوه ایتونه د بیلګې په توګه راوړي چې په مختلفو حالاتو کې یې د ظروفو او شرایطو له کبله حکم تغییر خوړلی او ناسخ او منسوخ نه دي، اول: (( یا ایها النبی حرض المومنین علی القتال ان یکن منکم عشرون صابرون یغلبوا مائتین و این یکن مائه یغلبوا الفا….)) دوهم: ((الان خفف عنکم و علم ان فیکم ضعفا فان یکن منکم مائه صابره یغلبوا مائتین)) ځینې وايی چې دوهم ایت د لومړي ناسخ دی، خو قرضاوي وایی چې نه د لومړي ایت د تطبیق ظروف بیل وو او کله چې هغه حالت رفع شو او ضعیف کسان د مومنانو په لیکو کې ننوتل،  نو د لومړي ایت د تطبیق علت مرفوع او دوهم ایت حکم تطبیق شو. په همدغه او نورو ورته مثالونو سره نوموړی د قران له نظره د فتوا د تغییر ته اشاره کوي.

قرضاوي په سنتو باندې د فتوا د تغییر لپاره د سند په توګه یوه یادونه کوي: نبي ص ته یو کس راغی او په روژه کې د خپلې میرمنې د مچولو په اړه یې ورڅخه وپوښتل نو هغه ته یې رخصت ورکړ(اجازه یې د مچولو ورکړه) ورپسې یو بل کس ورته راغی او هغه یې د خپلې میرمنې له مچولو منع کړ، صحابه وو پوښتنه وکړه چې ولې مو هغه یوه ته اجازه او بل ته مو اجازه ورنه کړه. هغه چې منع یې کړ ځوان او هغه بل چې اجازه يې ورکړه هغه زوړ وو. ګورو چې د زاړه حالت کمزوری نو دده له حالت سره سم يې د مچي اخستو جواز ورکړی او د ځوان حالت قوت وي نو په روژه کې د خپلې میرمنې له مچي اخستو یې منع کړی، سره له دې چې مچي یو مچي اخستل دي، خو په یو ځای کې منع په بل ځای کې جواز په خپله د فتوا په تغییر تر ټولو خوندور ثبوت دی.

دغه شان د زکات فطر او د اسونو د زکات په اړه د نبي کریم ص او د صحابه کرامو په احکامو کې تفاوت هغه موارد قرضاوي یاد کړي چې اجماع هم پردې دلالت کوي چې د حالاتو او ظروفو سره سم- فتوا هم تغییر کړی. په ټوله کې شیخ قرضاوي په نن مهال کې د فتوا د تغییر لاملونه په لسو مهمو لاملونو کې خلاصه کوي او د هر یوه لپاره په زړه پورې بیلګې وړاندې کوي چې د هر عاقل انسان او عالم لپاره د قناعت وړ او په زړه پورې دي، دا لس موارد په ګډه سره لولو:

  1. د مکان تغیر: جوته ده چې د ځای تغییر د فتوا د بدلون لامل دی، اسلام له دارالحرب، ښار له اطراف، غرب له شرق او اسلامي سیمې له غیراسلامي هغو سره توپیر لري او یو فقیه عالم ته نه ښايي چې د ټولو لپاره یو حکم بیان کړي. دا تفاوتونه باید په نظر کې ونیول شي او شرعي عدالت په خپله پاکه معنا سره پلی شي. قرضاوي د بیلګې په توګه وايي: هغه سیمې چې ډیر ورښت پکې وي او خلک د شدید باران له کبله بهر ته نه شي راوتلی، دا ورته جایزه ده چې لمونځ په جماعت ونه کړي، ځکه په اسلام کې سختي نشته. الله تعالی فرمايي: ولاتقتلوا انفسکم ان الله کان بکم رحیما. ترجمه: یو بل مه وژنئ البته چې الله تعالی په تاسو مهربان دی. یا بل مثال، که ډیره یخني وي، جایزه ده چې لمونځ کوونکی تیمم ووهي او له اوداسه تیر شي، چې صحت ته یې ګواښ وي. دلته ده چې د مکان له کبله فتوا تغییر وخوړ او د جماعت او اوداسه په حکم کې ورته علماوو د مکان له کبله د سهولت حکم ورکړی.

 

  1. د زمان تغییر: زمان هم د فتوا د تغییر لامل کیدی شي، البته له زمان نه هدف دا نه دی چې په یو شي باندې د وخت د تیریدو له کبله دې فتوا تغییر وکړي، بلکې هدف دادی چې اوسمهال چې موږ پکې ژوند کوو، له هغه زمانې سره چې زموږ پخوانیو پکې ژوند کاوه، ډیر تفاوت لري او اوس ډیر داسې نوي مسایل شته چې هغه مهال یې وجود نه درلود. په دغه شان حالاتو کې باید مفتي دا حالات په نظر کې ولري. قرضاوي د ثبوت لپاره د شراب خور د حد مثال د زمان د تغییر لپاره تر ټولو ښه مثال راوړي وايي: له دې کبله چې په لومړیو کې د نبي کریم ص په وخت کې شراب نوي منع شوي وو او خلک له دغه منعیت سره ډیر اشنا نه وو نو د  تنبه او تعزیر (ګواښ او خبرداري) تر حده به یې شراب خور منع کاوه – یعنې معین حد نه و- کله څلویښت دورې کله هم تر هغه کمې – خو ګورو چې د ابوبکر صدیق رض په وخت کې دا حد ۴۰ دورې تعیین کیږي، علت دا وو چې خلک نور له دغه شرعي حکم سره بلد شوي وو-  وخت ډیر پرې تیر شوی و. خو د عمر رض په وخت کې له ۴۰ نه ۶۰ ته او له هغه هم ۸۰ دورو ته لوړیږي، له حالاتو سره سم. شیخ قرضاوي په اوس وخت کې د املاکو او اسنادو او د ودونو د ثبت پروسه هم د نن عصر له ضروریاتو بولي او د هغه په عملي کیدو باندې د ځینو مشکلاتو د مخنیوي لپاره ټینګار کوي. دغه شان د مخدره موادو سوداګر هم د قصاص په حد کې راولي چې باید ووژل شي ځکه هغوی ملتونه نابودوي او د خدای په ځمکه کې د فساد پراخولو ته لاره هواروي چې دا هم د نن عصر مسله ده او په انما جزا الذین یحاربون الله…. ایت په حکم کې یې راولي.

 

  1. د حالاتو تغییر: د خلکو د حالاتو تغییر هم د فتوا د تغییر یو لامل دی. د شتمن سړي حال له غریب، روغ له مریض، مسافر له ساکن، د جګړې حالت له سولې سره، ویره له امنیتي حالت سره، قوت له ضعف سره، ځوان له زوړبودۍ سره، سواد له بې سوادۍ سره توپیرونه لري. او ښه مفتي هغه دی چې دا ټول حالات په خپلو فتواوو کې مراعت کړي. تر ټولو ښه مثال يې بیا هم هماغه په روژه کې د خپلې میرمنې د مچولو مثال دی چې ځوان یې ترې منع او زاړه ته یې اجازه ورکړه. یا لکه ابن عباس رض ته یو سړي وویل چې: د قاتل توبه منل کیږي، هغه رض ورڅخه مخ واړولو او د نه ځواب یې ورکړ، صحابه وو ورته وویل چې تا خو مخکې بل رقم ځواب ورکړی و- ابن عباس رض وفرمایل: د سړي په څيره کې  قهر او عضب معلومیده داسې نیت یې درلود چې یو مومن سړی ووژني نو ځکه مې نه ورته وویل.

 

  1. د عرف او عاداتو تغییر: دا هم د فتوا د تغیر لامل علماوو بللی دی ځکه هغه عادت چې له اسلام سره ټکر ونه لري، خلک د مجبوریت له کبله ورباندې روږدي وي او باید مفتي یې په نظر کې ولري.  دا ډول مثالونه په شریعت کې زیات دی. احناف په دې برخه کې ډیر احکام لري. یو له دې: کله چې ایرانیانو نوی اسلام راوړ، دا چې له اسلام سره یې اشنایي په نوې مرحله کې وه، او عربي ژبه یې نشو تلفظ کولی، نو په فارسي باندې د ځینو ایاتونو د لوستلو اجازه یې ورته وکړه. وروسته چې کله چې له عربي لهجې سره اشنا شول، دا حکم بیرته مرفوع شو. له همدې کبله ( العاده محکمته) یعنې په عادت باندې حکم کیږي- د احنافو یو له مهمو قواعدو څخه دی، چې په عادت او عرف باندې هم د حکم کولو جواز ورکوي. دغه شان په نن عصر کې په تجاري امورو کې د چک له لارې راکړه ورکړه که د خلکو عادت په نظر کې ونه نیسو نو باید له دې لارې راکړه ورکړه حرامه وبولو ځکه راکړه ورکړه باید لاس په لاس وي- سره له دې چې د نن ورځې ضرورت دی او نه یوازې حرام نه دی بلکې د معاملاتو د ژر تر سره کیدو لپاره تر ټولو غوره، شرعي او اسانه لاره ده. دیته ورته مثال په لارو باندې د ډوډۍ خوړل هم راځي، چې پخوا دا کار منع و خو نن عصر د زیات مصروفیتونو عصر دی او خلک زیات مصروفه دي کله چې کار ته ځي یا بیرته راځي په لارو یو څه خوري او کوم باک نه لري.

 

  1. د خلکو د پوهاوي تغییر:  دلته هدف دادی چې د شریعت او ژوند په اړه د مفتي پوهه او برداشتونه تغییر کوي چې ورسره جوخت فتوا هم تغیر کوي، یو وخت یوه حکم کوي چې وروسته ورته څرګندیږي چې د حکم مبنی یې ضعیف حدیث دی او یا برعکس ددې نو حکم ته هم تغییر ورکوي. یا یو حکم کوی چې په دې اړه حدیث نشته خو وروسته متصل احادیت په هغه اړه پیدا کوي او حکم هم تغییر کوي، د امام ابویوسف په اړه ویل کیږي چې د خپل مذهب یو ثلث مسایل یې له همدې کبله تغییر کړي دي. قرضاوي په دې اړه خپله شخصي تجربه وايي: یو مهال مې فتوا ورکړې وه چې که یوه ښځه مسلمانه شي او میړه یې لا هم په خپل دین باقي پاتې وي، نو واجب داده چې باید ښځه ترینه جدا شي، وروسته مې په دې اړه مطاله وکړه، په دې اړه مې ۹ نظرونه وموندل چې یو له هغو حضرت عمر رض ښځې ته واک ورکړی چې جدا کیږي او که له خپل میړه سره پاتې کیږي، علي رض هم وايي چې ښه به دا وي چې ښځه له خپل میړه سره پاتې شي، وروسته مې هغه نظریه غوره کړه چې د خلکو په ګټه او شریعت ته نږدې وي- هغه دا چې: که محکمې د دوی دواړو ترمنځ د بیلوالي حکم نه وي کړی، غوره خبره داده چې میرمن له خپل میړه سره پاتې شي، دا یو له هغو مثالونو دی چې د پوهاوي په تغییر سره ما په خپله فتوا کې تغییر راووست. نوموړی له کفارو څخه د میراث د وړلو په اړه هم مثال ورکوي: لومړی مې د څلورګونو مذاهبو په څیر له کافر څخه د مسلمان میراث اخستل ناروا بلل، خو وروسته، مې وموندله چې له دې نظريې سره معاذبن جبل، محمدبن حنیفه او محمدبن علي او نورو مخالفت کړی دی، دوی ټولو اجازه ورکړې چې له کافر څخه میراث باید یوړل شي، واقعیت دادی چې په دا وروستي نظریه کې برکت او خیر دی او ما هم خپله فتوا تغییر کړله.

 

  1. د خلکو د اړتیاوو تغییر: د خلکو د اړتیاوو تغییر هم د فتوا د تغییر له لاملونو څخه دی. اوسمهال په مسلسله توګه ورځ تر بلې د خلکو اړتیاوې بدلون مومی. د مثال په توګه: د امام ابن ابوزید قیرواني پوښتنې ته یو ډله خلک ورغلل، قیرواني د مالکي مذهب ملاتړی و، خلکو دده د کور په برنډه یو سپی ولید، خلکو ورته وویل چې امام مالک رح د سپي له ساتلو سره مخالف دی، قیرواني په ځواب کې ورته وویل: که هغه زما په زمانه کې ژوند کولی نو د سپي په ځای به یې یو لوی وحشي زمری ساتلی وای. نو له همدې کبله هغه وخت او د امام قیروان زمانې ترمنځ توپير و، د قیرواني په وخت کې خلکو د غلو او لاروهونکو څخه د خوندیتوب په موخه په کورونو کې سپي ساتل. قرضاوي مثال ورکوی: یو وخت رانه چا وپوښتل چې ایا دا کار جواز لري چې یوه پیغله د نکاح پر مهال په خپل میړه شرط ولګوي چې د پوهنتون له واده پس به ېې له زده کړو سره مخالفت نه کوي؟؟ ایا میړه ته واجب ده چې په دغه شرط وفا وکړي؟؟ ما ورته په ځواب کې وویل چې بلې میرمن حق لري دا شرط په میړه کیښیږدي او په میړه واجب ده چې وفا ورباندې وکړي بیا بخصوص چې یوه عاقله او ځیرکه میرمن وي، ځکه چې په حدیث شریف کې وايي: (( المسلمون عند شروطهم)) یعنې مسلمانان باید په شرط باندې وفا وکړی. یا دیته ورته دا شرط چې کار به کوي که یې ورسره ومنلو باید میړه ورباندې وفا وکړي.
  2. د خلکو د ژوند د امکاناتو او وسایلو تغییر: د خلکو د ژوند د امکاناتو او وسایلو تغیر هم په فتوا باندې اغیز لري. د اوسمهال خلک نسبت پخوا زمانو ته، زیاتو وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري، او په شته نړۍ کې، ۷ انقلاباتو د خلکو ژوند ته تغییر ورکړی، د تکنالوژي، بیالوژي، فضا، هسته يي، الکترونیکي، اکتشافي او د اړیکواو ارتباطاتو انقلابونه. د مثال په توګه: پخوا دا مساله وه چې د یو مریض معالجه مستحب او غیرضروري کار و، هغه مهال طب دومره پراختیا نه وه کړې اوسمهال سره له دې چې طب دومره پرمختګ کړی چې د هر مرض لپاره درمل شته نو نه یوازې چې په معالجه کې به سهل انګاري نه کوي بلکې واجب ده چې ژر تر ژره یو مریض طبیب ته یوړل شي، او مریض په تکلیف نه کړي ځکه هغه وخت معالجه تخمیني وه او نن مهال یقیني ده نو د شته امکاناتو او سهولتونو له کبله حکم هم ورسره توپير پیدا کړی دی. یا د حدیث په اساس منع دی چې یو مسافر په شپه کې کور ته راشي، تر سهار به صبر کوي او کور ته به نه ورځی ځکه ښايي د جاوسوس په نوم تورن شي او یا میرمن یې نه وي خبره نو سینګار به یې ورته نه وي کړی نو ښه دا وه چې تر سهاره صبر وکړي خو اوس مهال دا فتوا تغییر کړی او د وسیعو ارتباطاتو په مټ کولی شي له رارسیدو مخکې خپلې کورنۍ ته خبر ورکړي او اوس مهال دا حکم مرفوع دی او هر مهال کولی شي کور ته راشي.

 

  1. د اقتصادي، سیاسي او اجتماعي اوضاع تغییر:  په اوس نړۍ کې شته انقلاباتو او پرمختګونو نړۍ ته د یو کلي حیثت ورکړی دی او ډیری سیاسي، اقتصادي او نورو مسایلو هم ورسره تغییر خوړلی دی، لکه: په اسلامي ټولنو کې د نامسلمانانو اوسیدل، چې نن ورځ ورته دیني لږه کي ویل کیږي یا برعکس په نااسلامي ټولنو کې د مسلمانانو اوسیدل، ښه خبره داده چې دوی ته اهل الذمه ونه ویل شي بخصوص په هغه وخت کې چې له دې نوم اخستو بد وړي، باید دوی ته (هیوادوال) وویل شي، په ځای ددې چې نفرت پکې ایجاد شي. دا کار حضرت عمر رض د بني تغلیب د قبیلي په وړاندې هم کړی چې هغوی ورته راغلل چې د جزیې په نوم يې رانه مه اخله اما که لس چنده یې اخلې هم خو د صدقې په نوم یې واخله او عمر رض هم ومنله یعنې د جزیې له نوم څخه یې بد راتلل. قرضاوي بله بیلکه هم یادوي په دې اړه: مسیحیانو ته د دوی د عید مبارکي ویل هم په دې مسایلو کې راځي. شیخ الاسلام ابن تیمیه رض دا کار حرام بللی دی، خو ما له دې نظر سره مخالفت وکړ بیا په ځانګړې توګه هغه مهال چې یو مسلمان له یو مسیحي سره قرابت، دوستي یا ګاونډیتوب ولري او په یو سوله ییز چاپيریال کې ژوند ورسره کوي، باید ورته تبریکې ورکړل شي، دا یو نیک کار دی چې اسلام مو نه یوازې ترې منع کوي نه بلکه ددې کار سفارش کوي. الله تعالی فرمايي: ان الله یحب المقسطین- الله تعالی د عدل خاوندان خوښوي – بیا په ځانګړې توګه هغه مهال چې مسیحیان مسلمانانو ته مبارکي ورکوي نو مسلمان هم باید دا کار وکړي. الله تعالی فرمايي: و اذا حییتم بتحیته فحیوا باحسن منها او ردوها- که دوی تاسو ته تحیت او سلام در کړ نو تاسو تر هغه ښه سلام او تحیت ورواستوی.

 

  1. د رایې او فکر تغییر: په اوس عصر کې د پوهاویو تغیر چې څنګه د فتوا د تغییر لامل کیده دغه شان د رایې او فکر تغییر هم په فتوا باندې اغیز لري، په دې مانا چې یو مهال یو مفتی یو رنګ فتوی ورکوي خو وروسته ورته د تجربې او علم په اساس په خپله نظریه او دیدګاه کې تغییر راولي. کله حکم له سختګیرۍ نه اساني او تساهل ته راولي یا برعکس، دا کار یا د تجربې یا د کبرسن له کبله یا نورو عواملو له کبله ترسره کیږي. د مثال په توګه: د حضرت عمر رض یوه مشهوره میراثي مسله ده چې د حجریې په نوم شهرت لري، په دې مسله کې له مړي څخه یوه میرمن، مور، دوه مورني وروڼه، او یو یا تر هغه زیات سکنی ورور پاتې دي. عمر رض د ارث نصف میرمنې ته، سدس یې مور ته او ثلث يې په مشترکه توګه ناسکه وروڼو ته په میراث ورکړ، همدغه مسله بل وخت هم پیښه شوه، او همدغه فتوای يې صادره کړه، د مړي وروڼو اعتراض وکړ چې اې امیرالمومنینه! که مو پلار یو نه دی خو مور خو مو یوه ده. د اعتراض په پایله کې عمر رض خپله فتوا تغییر کړه او سکني وروڼه یې له مورنیو وروڼو سره په یوه ثلث کې ټول شریک کړل. قرضاوي وايي، ما خپله هم په ځینو مسایلو کې دا ډول تغییر راوستی دی او وايي: مخکې به مې په نااسلامي ټولنو کې د مسلمانانو لږه کیو له خوا د ربوي بانکونو په مرسته د کور اخستل حرام باله، خو وروسته مې فکر او فتوا ته تغییر ورکړ، او خاصو شرایطو ته په کتو، مې دا کار جایز وباله چې وروسته د اروپا د فتواوو مجلس هم زما دا فتوا د رایو په اکثریت سره تصویب کړله.

 

  1. عام کیدل او عموم بلوی: په ځینو شیانو باندې د ټولو خلکو روږدي کیدل هم د فتوا د تغییر لامل کیدی شي، ځکه عمومی بلوی په خپله ددې ښکارندوي دی چې خلک دې کار ته اړتیا لري، نو شریعت هم د خلکو غوښتنې او اړتیاوې په نظر کې نیسي او د هغه سره سمه فتواي او حکم کوي. قرضاوي مثال راوړي وايي: فقها باید له هغو مسایلو سره چې ټول خلک ورباندې روږدي وي، په تخفیف برخورد وکړي، لکه پخوا به د سرتور کس شاهدي نه منل کیده، خو په اندلس کې یې د داشان کسانو شاهدي ومنله، ځکه هلته اکثره خلک سرتور سر ګرځیدل او یو عمومي عادت او بلوی ګرځیدلې وه. یا لکه بل مثال: په اوسنیو او پخوانیو دیدګاوو کې د ږیرې خرییل. ځینو عالمانو د ږیرې خریيل حرام او پريښودل یې واجب بللي دي، ځینو بیا خرییل مکروه او پریښودل مستحب بللي خو په نن عصر کې باید په دې اړه په یو تخفیف قایل شو. ځکه په ډیری اسلامي ټولنو کې خلک ږیره ټوله نه پریږدي او خريي یې. نو ایا دا امکان شته چې د ټولو شاهدي دې ونه منل شي؟؟ یا بل مثال: لکه د تلویزیون انتشاراو کتل. ځینو کسانو د تلویزون کتل حرام بللي دي، ځکه دوی یې د تصویر د حرمت په اساس حرام بولي، خو قرضاوي ورته ځواب وايي: ایا دا به عاقلانه وي چې تلویزیون ونه ګورو او د نړۍ او مسلمانانو په اړه خبرونه وانه ورو او له حاله یې ځان خبر نه کړو؟

نتیجه: 

 پاس لس واړه د فتوا د تغییر دلایل د اوس مهال په مسایلو کې له مفتیانو او اهل علم سره د نویو رابرسره شویو مسایلو په اړه د دین د دریځ د روښانولو په حل کې ډیره مزبوطه مرسته کولی شي، ډیر داسې مسایل نن شته چې پخوانۍ بڼه يې د ځینو ضرورتونو او ملحوظاتو له کبله بدله شوې او د عصر له ایجاباتو سره سم باید حکم هم تغییر وخوري. د مثال په توګه، اوسني بانکي سیستمونه چې اکثره یې سودي دي، او د یو عموم بلوی په توګه دا جواز علماوو له حالاتو او ضروریاتو سره سم ورکړی، چې سړی پکې راکړه ورکړه وکړي او جاري حسابونه پرانیزي سره له دې چې په هر حالت کې له دغو پیسو څخه په سودي کارونو کې کار اخستل کیږي اما د عموم بلوی له کبله بله لاره نشته او ورځنۍ چارې له سقوط سره مخ کیږي نو مسلمانان مجبوره دي چې دا کار وکړي. تر ټولو دلچسپه مسله مې د دوکتور قرضاوي دا واوریدله چې په اروپايي ممالکو کې به مسلمانانو د خپلو پیسو سود بیرته بانکونو ته ورکاوه او د حرمت له کبله به یې نه اخست. د کفري نړۍ لپاره دا تر ټولو د نغدو پیسو ښه سرچینه وه چې دده د فتوا په اساس دا کار تغییر وخوړ او د اروپا مسلمانانو ته یې فتوا صادره کړه، چې دا پیسې د بانکونو مالکانو ته مه پریږدئ رایې وړی او په اسلامي ممالکو کې یې په غریبو کورنیو وویشئ-  دا خبره هم باید پټه نه وي چې د همدغه شانته باریکو موضوعاتو عدم درک ځینو ښاغلو ځینې مسایل له استحبابه تر فرضیت هم اړولي او ددې ولس بیخ یې ورباندې وایست، د اسلام روڼ انځور یې نن د خپلو تورو برداشتونو او فرضیو له کبله په دغه شان بې شرمانه اعمالو تت کړی، او بل پلو په ځینې جدي ممنوعه مسایلو باندې داسې سطحي او سرسري تیریږي چې نږدې د اسلام او کفر ترمنځ حتی سرحد ونړوي، خلک يې دغو اعمالو هیښ کړي چې ښه اوس اسلام کوم دی او کفر کوم؟؟ د هرې خبرې لپاره بیل ځای وي، ددغه ځای په سمه درک کول د مفتي تر خاص ظرفیت او درایت پورې اړه لري، که خدای مه کړه دا ظرفیت پکې نه وي نو حال د ملا او مقتدیانو به داسې خراب وي لکه چې د افغانستان د ولس چې نن په دوه لارې کې ګیر پاتې او د لارې اصلي لارښود یې  تر ډیره ورک دی – ددې شان ټولنې حال به څه وي چې د ږیرې د خریلو (چې د مذاهبو پکې اختلاف دی او اختلافي مسله ده) باندې یو کس د کفر تر سرحده رسول کیږي خو د یو مسلمان ورور غیبت (چې مطلق حرام دی) هغه داسې کوي لکه د ژرندې اوړه!!! په لمانځه کې که خولۍ په سر نکړې نو د کفر په دایره کې به دې راولي خو په خپله به په دې ولس کې د یو بې رحمه قاتل په توګه د لسو تنو ژوند ده اخستی وی او هغه وژنو او لوټ تالان ته به بیا شرعي صبغه هم پسې ورکوي!!! په کلیو کې به د یوې مباحې مسلې په پلیتابه لګیا وي او ټول به یې د فرضیت تر حده پرې ازورده کړي وي، په ماشومانو پسې به منډې وهي چې چارمغز مه ګټی حرام دی او عبث دي خو د همدغه مسلمانې او مظلومې ټولنې دا اولیت او ضرورت یې له پامه غورځولی وي چې د همدغه بې کفایتيو او بې درایتیو له کبله نن له ۲۵ملیونه نفوسه مو ۱۰ میلیونه خلک مطلق بې سواده پاتې دي!!!! دا رقم په نړۍ کې د شرم دی. ایا ددې بې سوادیو او ددې تاریخي ظلمونو مسوول به د خدای په وړاندې څوک وي؟؟؟ ایا هغوی به یې مسوول نه وي چې له چارمغزو به یې منع کول چې دا کار عبث دی خو ددوی د اینده او سواد په اړه یې فکر نه کاوه چې د ژوند د سیاهۍ او روڼتوب ورپورې تړلی دی، څو ددغه نسل د  ژوند راتلونکی مسوولیت رفع او د ټولنې د اوږو بار نه شي، نن چې د ټولنې اکثره بې سواده او د ټولې نړۍ لپاره د سردرد یو، علت او مسوولین به یې همدغه زده کړي او ځان ته په اصطلاح پوهان او شرعا مسووله طبقه وي چې هر څه یې په خپل ځای کې درک نه کړل او ولس یې د خپل علم په مټ خپلو اساسي مسوولیتونو ته متوجه نشو کړلی او واړه مسایل یې داسې وپړسول چې ټولنه یې ورباندې ټوټې ټوټې کړې چې یو ځای کول یې قرنونه وخت غواړي او دا کار په ټوله کې د مسوول قشر د غلطو او نفسي اداراکاتو او په هغه باندې د عمل کولو پایله بللی شو او دوی به یې د خدای په وړاندې مسوول وي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی