شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+د ډاډمن سنګر اهمیت| جنرال دولت وزیري

د ډاډمن سنګر اهمیت| جنرال دولت وزیري

مدافعه هم د یرغل (تعرض) په څېر د جګړې اصلي شکل دی. څرنګه چې په جګړه کې یرغل (تعرض) ته تېرېدل او يا د یرغل لپاره زره ښه کول په پوځي دکتورينو کې ځان­ته اصول او قواعد لري، په همدې توګه مدافعې ته تېرېدل او يا د مدافعې تاسیسول هم په پوځي دکتورينو کې ځان­ته جلا اصول او قواعد لري.

يو قوماندان هغه مهال تعرض ته زړه ښه کوي، کله چې د دښمن په پرتله ډېر غښتلی وي او يا هغه وخت تعرض ته تېرېږي چې بې له تعرض څخه بله چاره ونه لري.

که چېرې قوماندان د تعرص لپاره کافي ځواک ونه لري او یا د دښمن په پرتله ډېر کمزوری وي جبرا مدافعه تاسیسوي. له دې سره کله چې قوماندان وغواړي د تعرض لپاره ځان چمتو کړي، د لنډ وخت لپاره مدافعې ته تېرېږي. پر دې سربېره د جګړې پر مهال او یا په سوله کې د یوه مهم هدف د ساتلو په موخه هم مدافعه تاسیسېږي.

له دغو ټولو توضيحاتو څخه موخه په مدافعه او یا د یوه هدف تر نیولو وروسته د ډاډمنې مدافعې او سنګر جوړول دي.

په یرغل یا تعرض کې ځواکونه باید د اسماني تندر او یا د برېښنا په څېر پر دښمن را نازل شي. د دښمن په مدافعه کې کمزورې نقطه پیدا او شق اجرا کړي، تر څو د دښمن مدافعه ګډه وډه، اړیکې يې پرې او پر دښمن د محشر ورځ جوړه کړي.

دلته موخه له ډاډمن سنګر څخه ده او ډاډمن سنګر په ډاډمنه مدافعه کې جوړېږي.

سون تزو به ویل:

«په ډاډمنه مدافعه او یا په نه ماتېدونکي سنګر کې په پوځي هنر پوه قوماندان خپل ځواکونه د ځمکې په اوومه طبقه کې ځای پر ځای کوي. د دښمن د تعرض پر مهال د پيريانو او یا د پسرلي د مرخېړیو په څېر یو ناڅاپه سر راپورته کوي، په خپلو کمو ځواکونو او لږو امکاناتو د غښتلي دښمن ځواکونه ګډوډ او د نيستۍ کندې ته لېږي.»

په مدافعه کې د ډاډمن سنګر جوړول د ډاډمنې مدافعې ضمانت ورکوي او دا کار هغه قوماندان تر سره کولای شي چې ډېر احتياط کار او په پوځي هنر پوه وي.

سون تزو وايي:

«زړور کسان يرغل ته ولېږئ، ډارن او احتياط کار ته د مدافعې دنده وسپارئ او ډېر هوښیار کسان پوهنتونونو ته موظف کړئ.»

په مدافعه کې به ډارن او احتياط کاره د وېرې او ډير احتياط له مخې ډاډمن سنګرونه جوړ کړي، د ارتباط خندقونه به رامنځته کړي، نه شلېدونکې اړيکې به تاسیس کړي، نه ماتېدونکي بلنداژونه به چمتو کړي، هر چا ته به د وړتيا له مخې دنده وسپاري، درنې وسلې به د اړتیا له مخې ځای پر ځای کړي، د انداخت لپاره به استقامتونه معلوم کړي، دوامدار ترصد، پهرې/پیرې او ګزمې به توظیف کړي، د دښمن د احتمالي راتګ په استقامت به کمينونه تاسیس کړي، د همجوارو او پورته قدمې سره به په دوامداره توګه اړیکې وساتي، په دوامداره توګه به محاربوي کشف اجرا کړي او په دايمي او ښه توګه به خپل ځواکونه اکتيف وساتي.

لنډه دا چې ډارن او احتياط کاره به د وېرې او احتياط له مخې پر خپل کار او هلو ځلو بسنه نه کوي او تل به په مدافعه کې نو پیاوړي او ډاډمن سنګرونه رامنځ ته کوي. همدغې ته داډمنه مدافعه يا ډاډمن سنګر وايي.

له بده مرغه نږدې نيمه پېړۍ په ځانګړې توګه دا شل کاله په افغانستان کې تپل شوې د خرپ او ترپ او يا ګوریلايې جګړه ده. تل مو دولتي نهادونه د وسلوالو مخالفينو تر بريد لاندې دي. په داسې حالاتو کې زموږ ځواکونه د دولتي نهادونو که ولسوالۍ دي، که لويې لارې دي، که بندونه، ښارونه او نور مهم هدفونه دي، د ساتلو په موخه ډاډمنې مدافعې ته اړتيا لري.

دا هم ښکاره ده چې د يرغل لپاره درې یا پنځه چنده ځواک په کار دی. وسله او نور پوځي تجهيزات هم باید د مدافعوي ځواک په پرتله مدرن او زيات وي. که چېرې په يوه ولسوالۍ، ګارنیزیون او يا یوه پوسته کې پنځوس تنه وسله وال وي. د دښمن لپاره په کار ده چې د يرغل لپاره کم تر کمه دوه سوه په ډيرو مدرنو وسلو سمبال کسان ولري. حال دا چې د خرپ او ترپ په جګړو کې د دوه سوو او پنځه سوو کسانو ځواک استعمال له امکان څخه لیرې خبره ده.

دلته خبره د دښمن د قوت نه ده، خبره د کمزورې مدافعې او د نه ډاډمن سنګر ده. په يوه ګارنیزیون يا په يوه ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو تر څنګ ملکي مامورين او اربکي ځواکونه له  وسلو او دولتي امکاناتو سره موجود دي، خو بيا هم د کمزوري دښمن په مقابل کی مقاومت نه شي کولای او یا نه غواړي چې مقاومت وکړي. خبره ښکاره ده او هغه د بې تفاوتۍ او «زما یې پرې څه» ده.

 سنګر نه جوړوي، د ارتباط خندق نه جوړوي، بلنداژ وجود نه لري، پيره، ګزمه، ترصد نه وي، د کشف او استخباراتو په مانا نه پوهېږي، ټول ستړي او ویده وي، د پرسونل په منځ کې د دښمن د نفوذ مخه نه نیول کېږي، انګېزه کمزورې او تل د دښمن د روانې جګړې ښکار وي. ارتباطات کمزوري وي. فساد په لوړه کچه جريان لري. په داسې حالاتو او شرایطو کې د دښمن په مقابل کې د ډاډمنې مدافعې او نه ماتېدونکي سنګر هیله کول بېځایه او له عقل څخه لیرې خبره ده.

که د يوې ډاډمنې مدافعې لپاره پورته شرایط په نظر کې وساتل شي، له يوې خوا به مو خپل ژوند ساتلی وي او له بلې خوا به د دښمن په خوله ټينګ ګوزار وي.

له ليکنې څخه موخه نیوکه نه بلکې د يوې ډاډمنې مدافعې جوړول دي. که اصلاحات او بدلونونه رانه شي دا ډول تېروتنې او ضایعات به بیا- بیا تکرارېږي.

ډاډمنه مدافعه هغه قوماندان جوړولای شي چې لوړه انګیزه ولري او په پوځي هنر پوه وي.

خوشحال بابا به ویل:

       لکه خوله هسې نمړۍ، لکه قد هسې جامه

       که کمېږي یا زياتېږي، ناپوهي ده دا همه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب