شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+د ژوند هیلې تر کومه ځایه؟| جنرال دولت وزیري

د ژوند هیلې تر کومه ځایه؟| جنرال دولت وزیري

نړۍ ته راتګ د مور او پلار هيله وي. لویېدل او ځوانۍ ته رسېدل هم تر ډېره پورې د مور او پلار په هیلو پورې تړلې وي، ځکه چې د لویېدلو په ټوله موده کې هغه کافي د عقل پوخوالی او د ژوند تجربه نه وي چې یو نوی زلمکی یا پیغلګوټې په مستقله توګه د ژوند د هیلو په هکله پرېکړې وکړي.

په هر صورت، که زلمی ګوټی او پیغلګوټې په مستقله توګه پرېکړې هم نه شي کولای، خو په یو ډول نه یو ډول، د ژوند لپاره خپلې هیلې لري او د پوره کولو په فکر کې يې وي.

تل فکر کوي چې ځوان شي، پېغله شي. درس ووايي، انجنیر شي، ډاکټر شي، بزګر، کارګر، پیلوټ شي، استاد او یا زما په څېر ضابط دادا شي، واده وکړي او په دې ډول پر مخ لاړ شي.

دا د یوه زلمي ګوټي او یا یوې پېغلګوټې هیلې وي. کېدای شي تر سره شي او یا همدلته هر څه له هیلو سره یو ځای پای ته ورسېږي. خو که ژوند دوام وکړي هیلې هم ورسره یو ځای موجودې او دوام کوي.

له اتلس کلنۍ سره سم د هیلو باران راپیل شي. دوولسم ټولګی پای ته ورسوي، د پوهنتون او د مینې پر خوا منډې پیل شي. واده کول غواړي، د ښې دندې پیلول غواړي. ماستری او بیا بهر ته د تګ او د یوه یا څو کورونو هیلې پیل شي. اولادونه راکتار شي، بیا د اولادونو د ښه تعلیم او ودونو په فکر کې ډوب شي. کوم یو لا په کې د دکتورا، وزارت، ریاست او جنرالۍ خوبونه هم ګوري، په حقیقت کې دا خوبونه نه بلکې هیلې دي، چې شپه او ورځ يې د پوره کولو لپاره هڅې کوي. اوه! که هیلې نه وای، ژوند به څومره له خاموشۍ او بدخوندۍ ډک و.

تعلیم په بشپړه توګه پای ته ورسېږي، د واده، اولادونو، لمسیانو، کورونو، موټرونو، اعتبار، ښه یا بد نوم او د هر څه خاوند شي، خو ستړی شي، کمزوری شي، دمې ته اړتیا پیدا کړي، اوس نو د تقاعد، عمرې او حج په فکر کې شي او وايي شکر چې په خیر سره تقاعد او حاجي شوم.

ښه سمه ده، چې ژوند خو هیلې او امیدونه دي. راځو دې ته هغه څه چې په ژوند کې يې هیلې وي تر لاسه شوي، عمر هم له اویا کلونو پورته شو.

د کوم څه د بشپړولو لپاره که تعلیم و، واده، کورونه، اولادونه، لمسیان، مقام، څوکۍ، اعتبار، حج او هر څه تر لاسه شول. اوس پوښتنه دلته ده چې نور ژوند بې له کومو هیلو د څه لپاره؟

که خبره د عبادت وي، خو د بې دینه اولادونه که هم په کوچنیوالي کې مړه شي دوزخ ته نه ځي. دا خو ښکاره خبره ده چې هر څومره یو څوک دینداره وي بيا هم له اشتباه او خطا څخه خالي نه وي.

که څوک نطر لیکي، دې دوه پوښتنو ته دې ځواب ووايي؛

لومړی، آیا بې له هیلو ژوند ته اړتیا لیدل کېږي؟

دویم، که نورې هیلې وي هغه به کومې وي؟

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ښاغلی ورور جنرال صاحب وزيري! ښې چارې…
    د ژوند هيلو په باب دې ښه لیکنه کړې ده. راځم د ۱. او ۲. پوښتنو ځوابونو ته ، البته زما په نظر :
    ۱- ژوند د الله ج. تر ټولو لوی نعمت دی چې ونو بوټو ،حیواناتو او انسانانو ،جنیاتو او ملایکو … لڼډه دا چې ټولو موجوداتو ته ېې ارزاني کړی دی .البته هيلې ورسره ضميمه دي ؛ د چا هيلې پوره کېږي او “د چا په زړه کې ارمانونه په سلګو پراته دي”!! نو زه فکر کوم چې د انسان هيلې لایتناهي دي ؛هغه دچا خبره که نیمه دنیا ولري دا نیمه نوره به هم وايي کاشکې زما وای!!
    بل داچې زما په فکر، خدای تعالا خپل بنده ګان له دوی نه ښه پیېژني او له آدم نه تر دې دمه ېې چې ارواحې او بیا په نوبت بدنونه پیدا کړل ؛ د جنتونو او جهنمونو وعدې ېې هم د انبیاءو په خوله بیان کړي ،مانا داچې ټولې هيلې دې دنیا کې نه پوره کېږي …
    ۲-پرته له هغو هيلو چې تاسو پورته یادې کړي ،زه فکر کوم “هر کله او بِر خیال”! هر څوک چې یوه-یوه هیله ېې پوره شوې وي د لا ډېرو او ښو په هیله وي .یو مثال ېې تاسو د کورونو ورکړی! همداسې د موټرنو،پیسو، جامو، ښځو!!!!، کتابونو!!! … درواخلئ.
    لاکن ، ځينې انسانشموله ټولنيزې او پوهنيزې هیلې دي چی فکر کوم تر څو بریالیتوب ته ونه رسيږي؛ ټول انسانان به ترینه تر قیامته ځورېږي : لکه انقلابونه، د شته منو او غریبانو تر مينځ انډول او عدالت قایمول؛ د طبیعي آفاتو ،ناروغیو ، وباګانو مخنیوی او درملنې
    ؛؛ حتی که همدې تاند کښې مو د نواح هراري د کتاب (هومو دیوس !)= د بشریت راتلونکی تاریخ ژباړه څې محترم ډ. ساب م.عيسی ستانکزي کړې ده او تر ۲۷مې برخې ېې رارسولې؛لوستې وي ، هلته بالکل راتلونکې دنیا د ارتیفییل انټلجنس (مصنوعي ذکاوتونو) د تکنالوجۍ بحث کوي او حتی توبه نعوذ بالله انسان به غواړي خپل خدای شي!. نو دا دې هم نورې هيلې.
    له توجه نه مو مڼنه. خدای وکړي جنرال ظابط صاحب دادا!! یو څه مې پر موضوع رڼا اچولې وي. درنښت: ډ. زړور صاپی/ بروسل

  2. جنرال ساب چاري موښي،
    ستاسو ليکني ډير په مينه لولمه موضوعګاني مو په زړه پوري دي
    رابه شم موضوع په ډير لنډ شکل سره:
    په ژوند کي دري شيان د چه ټول ژوي يي شپه او ورځ په هڅه کي وي، د انسان تو پير د نورو ژويو په پرتله داده چه انسان يي شعوري په هڅه کي وي.
    اول ژوند ده چه انسان غواړي ژوندی پاتي شي
    دوهم خيټه ده چه سړی موړ و اوسي
    دريم دځان دنطفي ډيرول دي
    په د دريو بر خو کي زما په فکر د انسان ټولي هيلي را نغښتي دي.
    روغ او رمټ اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب