دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهامریکا: افغان ژباړونکو ته به د وېزې د ورکړې پروسه چټکه شي

امریکا: افغان ژباړونکو ته به د وېزې د ورکړې پروسه چټکه شي

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۹) د امریکا د استازو مجلس هغه طرحه تصویب کړې چې له مخې به یې د امریکا خپلو افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې پروسه کې چټک والی راځي.

د امریکا د استازو مجلس غړو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی هغه طرحه تصویب کړې چې له مخې به یې د ګڼو افغان ژباړونکو او د امریکا د افغان همکارانو ژوند وژغورل شي خو په دې برخه کې لا ډېرې هڅې روانې دي.

ددې طرحې له‌مخې د خدمت موده له دوو کلونو یوه کال ته راوستل شوې او تر څنګ یې د روغتیایي معایناتو اوږده پروسه هم لغوه شوې ده.

امریکايي استازو ویلي، دوی په دې برخه کې لا ډېر کار کوي او هڅه کوي دغه پېچلې پروسه لا ساده شي او د افغان ژباړونکو کورنۍ په اسانه توګه له افغانستان و ایستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو، هغو افغانانو چې له امریکایانو سره همکاري کړې شاته نه پرېښودل کېږي.

هغه دا خبره د هغو افغان ژباړونکو او قراردادیانو په تړاو وکړه چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی او اوس د جګړو په زیاتېدو خپل ژوند په خطر کې ګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم څو اوونۍ مخکې ویلي وو چې اوسمهال ۱۸۰۰۰ افغانانو د وېزې لپاره غوښتنلیکونه ورکړي چې د نهو زرو کار یې روان دی.

تر دې وړاندې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو له حکومت غوښتي وو چې افغان ژباړونکي دې له افغانستانه وایستل شي او په بل ځای کې دې ځای پر ځاي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب