سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهټول آلماني سرتېري له افغانستان څخه وتلي دي

ټول آلماني سرتېري له افغانستان څخه وتلي دي

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۹مه) آلماني چارواکو ویلي چې خپل وروستی سرتېری یې هم له افغانستان ایستلی دی.

د آلمان دفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان یې د سرتېرو د ایستلو پروسه بشپړه شوې ده او وروستی سرتېری یې له افغانستان وتلی دی.

د هغه هېواد د دفاع وزارت د چارواکو په خبره چې د ناټو په چوکاټ کې د دوی دا شل کلن پوځي ماموریت له سختیو ډک خو ډیر بریالی و.

د مالوماتو له‌مخې دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د آلمان لپاره لومړنی اوږد نظامي ماموریت و.

آلماني ځواکونو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د هېواد په شمال کې پوځي حضور درلود چې تر وروستۍ ورځې یې شاوخوا ۵۹ عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو په اساس چې له ۸۰۰ څخه په ډېرو کانټينرونو کې یې خپل پوځي تجهیزات او وسایل بېرته آلمان ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه تېره ورځ له اې‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې چې امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي خو دوی مجبور دي له دغه هېواده ووځي.

د میلر په خبره، افغانستان د افغانانو کور او د دغه کور ساتنه د افغان ځواکونو مسوولیت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب