تاند (چهارشنبه د سرطان ۹مه) واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپاڼې، په یوه مقاله کې لیکلي، په پاکستان کې د ترهګرو ډلو مرکزونه، خوندي پټنځایونه او روزنځایونه هغه څه دي چې پر موجودیت یې سترګې نه شي پټېدلی.
د واشګټن پوست په خبره پاکستاني چارواکي یوازې د دروغو ژمنې کوي او نړیوالو ته ځان داسې ښيي چې ګواکي افغان سولې ته ژمن دي.
په مطلب کې راځي چې پاکستان په افغانستان کې ستراتيژيکې او اوږدمهاله ګټې لري نو ددغه ګټو د ترلاسه کولو لپاره له وسله والو ډلو ملاتړ کوي او د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې یې ددې خبرو ښه ثبوت دی.
سرچینه وړاندې لیکي، پاکستان دې نور له دوه مخي چلند تېر شي او د افغانستان د سولې په پروسه کې دې رښتینې همکاري وکړي، څو سیمې ته دایمي سوله او ثبات راشي.
ورځپاڼه کې راځي، چې که پاکستان د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري و نه کړي نو ددې احتمال شته چې روانه جګړه د پاکستان لمنې ته هم ورسېږي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د ازبکستان هېواد چارواکو هم پاکستان، چین او ایران ته په اشارې ویلي وو چې د سیمې هېوادونه دې د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري وکړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په خپله تازه مرکه کې ویلي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او طالبانو ته په کار ده چې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.
د هغه په وینا د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري وکړي او د روانې جګړې د ختمولو لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړې وه، دوی له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې افغانستان سولې ته نږدې کوي او په خبره یې د افغانستان په اړه په دوحه، استانبول او یا بل هېواد کې د جوړېدونکي کنفرانس هرکلی کوي.
کاملوف همدا راز ویلي چې له طالبانو غواړي څو د سولې خبرو ته حاضر شي او په خبره یې په دې برخه کې کوربه توب ته هم تیار دي.
ټالبان هفه حیوان صفته ډله ده چې یوازې د پاکستان خبرو ته غوږ نیسي
پاکستاني مشران له خپلې مور سره هم دو مخه سیاست کوي. څوک چې په خپلې مور رحم نه کوي په نورو به څه ترحم او مهرباني لري. یوه ورځ خپله مور په عربو، بله ورځ په روس، او بله ورځ په چین پلوري، دوی دې ته کمال وايې. په هر کسب کې چې پېسې لاس ته راځې دوی پرې فخر کوي که هغه ددوی د مور د پرتوګ خرڅول هم وي. د شیطان له اولاده ګله په کار نه ده