چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+په شينجيانګ کې د قزاقانو کلتور او سيلاني

په شينجيانګ کې د قزاقانو کلتور او سيلاني

جان روان ځاځی

فولکلور د کلتور پراخه برخه او د يوه ملت د پېژندنې رېښتينې هنداره ده او د يوه ژوندي ملت د موجوديت او دوام روحيه بلل کيږي.

پوهان وايي، که څوک غواړي، يو ملت يا قوم ښه وپېژني، نو تر ټولو اسانه او ښه لاره يې دا ده، چې د همغه ملت يا قوم کلتور او فولکور ته مخ ور واړوي او ښه يې مطالعه کړي، ځکه د يوه ملت په کلتور او فولکور کې د همغه ملت ژوندۍ څېره ليدلی او له ښو او بدو سره یې اشنا کيدلی شي.

کلتور د يوې ټولنې له پوهې سره سم رامنځته کيږي، یعنې کلتور په ټولنې کې ايجاديږي او د همغې ټولنې د پېژندنې استازيتوب کوي، نو ځکه له ټولنې سره نه شليدونکې اړيکې او د نوک او اورۍ حيثيت لري.

ژوندي ملتونه خپل کلتور ژوندی ساتي او ښه پالنه يې کوي، ځکه د يو ملت او هيواد بڼې پکې انعکاس شوې وي.

چين ټول ۵۶ مليتونه لري او د دې هيواد په شينجيانګ کورواکې سيمې کې ۴۷ مليتونه ګډ ژوند کوي، چې هر مليت يې جدا رواجونه او دودونه لري او هر وخت په دغې سيمې کې کلتوري رنګينې خورې وي.

زه د شينجيانګ د ييلي د قزاق کورواکې سيمې نالاتي درې ته تللی وم، هلته په واده کې د ګډون بلنه راکړل شوې وه. د ييلي نالاتي ورشو ډېره پراخه او سرسبزه او د لوړو غرونو په لمن کې پراته ده او پر سېنې يې د رڼو اوبو رود تېر شوی دی.  

د دې ورشو پاس لوړ غرونه سرسبز او سرونه يې پر سپينو واورو پوښل شوي او لاندې ترې هره خوا د سيلانۍ څپې خورې وې. 

د نالاتي ورشو په پراخې سېنې يوازې د قزاقيانو ګردې خيمې او د سيلانيانو څپې ښکارېدې، نورې ټولې سيمې د زمردو شنه چپن پر تن کړې وه. 

ځايي قزاقي وګړي مونږ ته انتظار وو، چې د واده مراسم ترسره کړي. زمونږ په ورسيدو سره له لويو لاوډسپيکرونو د ټنګ ټکور اوازونه پورته شول او د واده مراسم يې پيل کړل.

 قزاقي وګړو خپلې قومي جامې پر تن کړې وې او پر اسونو ناست کسان ناوې پسې روان شول او له مخامخ  کلي يې پر اس سواره کور ته راوړه. سندرغاړو خپلې دوديزې سندرې ويلې او نڅاوې يې کولې.  دوی د واده مراسم په نوې عصري زمانه کې په پخوانيو رواجونو سره ولمانځل او ډېر خوند مو ترې واخيسته.

نالاتي ورشو ته ډېر سيلانيان ورځي، له سړې هوا او ښکلو منظرو خوند اخلي، ځايي خلک نه يوازې خپل کوچيانی ژوند پرمخ وړي، بلکې هلته يې په خپلو ګردو سپينو خيمو کې رسټورانټونه هم پرانيستلي او د سيلانيانو خدمت کوي او له دې لارې ګټې ترلاسه کوي. د ځايي خلکو چارې ښې وې او سمسورې وې او د روزګار لپاره يې د چين نورو سيمو ته د تګ اړتيا نه درلوده. 

سيلانيانو به د ځايي خلکو اسونه کرايه کول او ساتيری به يې کاوه، د يو سات لپاره به يې اتيا یوان( شاوخوا اته سوه افغانۍ) ورکول.

په لانتي ورشو کې هره خوا د قزاقيانو د کلتور پلوشې خورې وې، دوی خپل کلتور او رسم او رواج ډېر ښه ساتلي او ګردو سپينو خيمو يې بيا زمونږ ډېره پاملرنه راجلب کړې وه. 

د دوی رسم رواجونه ډېر په زړه پورې وو، زه د همدې سيمې تياټر ته هم ورغلم او هلته د ئيلي د هنر یا د سندرو او نڅا ګروپ خپل هنرونه ننداره کړل.

د ييلي د هنر ډله په ۱۹۵۴م کال کې جوړه شوې او د قزاق، اويغور او هان په شمول د لسو قومونو څه باندې يو سل او دېرش مسلکي لوبغاړي او هنرمندان لري. د دغې ډلې لوبغاړو د خپل هيواد په استازيتوب د روسيې، فرانسې، سويس، پولنډ، المان، قزاقيستان او ترکيې په شمول له څه باندې شلو هېوادونو او سيمو څخه ليدنې کړي او د دغو هېوادونو او سيمو خلکو ته يې خپل قومي کلتورونه او هنرونه ننداره کړې دي.

د دغې سيمې د موسیقۍ الې له هغو الو سره، چې په افغاني موسیقۍ کې کارول کیږي، بيخي یو شان وې. د ساري په توګه دوی په خپلې سيمه ييزې موسیقۍ کې تبله، رباب، دوتار، غيچک او دنبوره او ځينې نورې الې کارولې، چې دا په افغاني موسیقۍ کې هم ډېرې کارول کيږي.

ئيلي د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې يو مهم تمځای پاتې شوی او اوس لوېديځ ته د چين د ورخلاصون مهمه دروازه بلل کيږي، په تاريخي لحاظ دغه سيمه د ختيځ او لوېديځ د کولتورونو د تبادلې مرکز پاتې شوی او بل دا چې په دغې سيمې کې له لرغونې زمانې راهيسې، د قزاق، اويغور، مغول، هان او هوې په شمول د بېلا بېلو قومونو خلک ژوند کوي، نو ځکه د دې سيمې کولتورونه او هنرونه هم ډېر غني او سمسور دي.

د هنرونو يادې ډلې په تېرو اووه شپيتو کلونو کې د قزاق قوم د دوديزو نغمو او د موسيقۍ الو په شمول د غيرمادي کولتوري ميراثونو د راغونډولو، ساتلو، څيړلو او پياوړتيا لپاره ډېر کوښښونه کړي دي.

په دې جمله کې د قزاق دوه شپيته قونر په نوم دوديز هنر په ۲۰۰۸م کال کې د چين د غيرمادي کولتوري ميراثونو په ملي لېست کې شامل شوی دی.

دغه هنر د ئيلي لرغونی او دوديز هنر دی او د ځايي اوسيدونکو ډېر خوښېږي، په دغه هنر کې د موسيقۍ الو غږول، سندرې، نڅاوې او د شعرونو دکلمې او زمزمې شاملې دي. ځايي خلکو له سلګونو کالونو راهيسې دغه هنر او تاریخ ژوندی ساتلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب