جمعه, مې 3, 2024
Homeمقالېاسلامروژه/ عبدالباري حميدي

روژه/ عبدالباري حميدي

روژه په لغت کې مطلق بندوالی ته وایی،دهرشي څخه چې وی او هروخت چې وی.په قرانکریم کې دبی بی مریم خبری نه کولو تعبیر هم په صوم سره شوی دي.

فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا ۖ فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَٰنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنسِيًّا [١٩:٢٦]

(سوره مریم ایت۲۶)

ژباړه:(نووایه په تحقیق سره مانذرکړی ده درحمن(الله.ج.)لپاره روژه(خبری نه کول)وروسته له دی به خبری ونکړم زه نن ورځ له هیڅ یو انسان سره)

اوشریعت کی دنیت په بنادټاکل شوی شیان څخه په ټاکلی وخت کې دیو مکلف شخص لخوا په خپل نفس باندی بندیز لګول دی.

مکلف شخص عبارت دی له عاقل اوبالغ مسلمان څخه،هغه که نروی اوکه ښځه وی دحیض اونف��س څخه باید پاکه وی.

ټاکل شوی شیان لکه(خوراک،څښاک اوجماع)یوځایوالي)څخه.

اوټاکل شوی وخت عبارت ده له صبح صادق څخه ترلمرلویدوپوری(دشپی ترراختلوپوری).

دروژي فرضیعت:

درمضان په مبارکه میاشت کې روژه فرض ده اودفرضیت دلیل یی په قرانکریم کې پدی ایت کریمه سره شوی دي.

ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ

(سوره البقره ايت ۱۸۴)

ژباړه:څوک چې حاضرشول له تاسوڅخه میاشت دروژی ته ،نوروژه دی ونیسي.

اودایت مبارک دروژی په فرضیت باندی دلالت کوی.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ [٢:١٨٣]

ژباړه:فرض کړل شوی ده په تاسو روژه لکه فرض کړل شوي چې وه په هغوکسانوچې ستاسوترمخه وه(لکه پخوانی امتونه اوپیغمبران ترادم(ع)پوری).

دروژی فضلیتونه:

روژه ډیرفضلیتونه لری اوداهغه میاشت ده چې الله تعالی قرانکریم پکښي نازل کړی دي(یعنی له لوح محفوظ څخه ددنیا اسمان ته)

اوهمدارنګه په داحدیث شریف کې راځي:

ژباړه:له ابوهریره(رض)څخه روایت ده چې رسول الله فرمایلي دي:(چاچې دروژی په میاشت کې روژه ونیوله په کامله ټوکه اودثواب په نیت،وه به بخښل شی دده ټول مخکني ګناهونه).

دروژی داجراوثواب په اړه الله تعالی فرمایی:(چې روژه زما لپاره ده اواجرثواب یی زه ورکوم)داچې الله تعالی یی ثواب ورکولونسبت ځانته کوی معلومه ده چې داډیره لوی اجردي.

اوپه یوه بل حدیث کې خدای پاک داسی فرمایی:(دروژه دار دخولی بوی ماته له مشکوبهتردي).

الله تعالی دي موږاوتاسوته داجررانسیب کړی اولله مودي دیوه ښه روژه نیونکې په څیرکړي،دلته به راسو دروژی دمیاشت هغو احکاموته چې په هغه باندی روژه باطلیږی.

د روژی باطلونکې احکام:

هغه شيان چی روژه باطلوی:

لس شی روژه باطلوی:

لومړی: خوړل.

دوهم: څښل.

دريم: جماع.

څلورم: استمناء او استمناء هغه دی چی انسان د ځان سره داسی کار وکړی چی منی د هغه څه راووځی.

پنځم: درواغ تړل په خدای (ج) او پيغمبر (ص) او د پيغمبر (ص) جانشينان.

شپږم: غليظ دوړی حلق ته رسول.

اووم: ټول سر ننه ايستل په اوبو.

اتم: د سهار تر اذان پر جنابت، حيض او نفاس پاتيدل.

نهم: اماله کول په مايع شيان.

لسم: قی کول (راګرځول) او ددغو احکام په راتلونکی مسائلو ويل کيږی.

1-     2: خوړل او څښل:

۱:که روژه دار (لرونکی) عمداً يو شی وخوری يا وڅښی روژه ئی باطل کيږی څه د هغه شی خوړل او څښل معمول وی لکه ډوډی او اوبه، څه معمول نه وی لکه خاوره او د ونی شيره او څه لږ وی يا ډير، حتی که څوک يو تار د خولی په اوبه لوند کړی او بيا خولی ته يوسی او د هغه رطوبت تير کړی روژه ئی باطل کيږی او همدا ډول د مسواک رطوبت، مګر داچی د هغو رطوبت داسی د خولی په اوبه د منځه ولاړسی چی د باندی رطوبت هغه ته ونه ويل سی، او همدا ډول د هغه ډوډی پاته برخه چی د غاښو د منځ څه راوځی تيرول روژه باطل کيږی.

۲:روژه دار بايد د هغه پيچکاری څه چی د ډوډی په ځای په کار ځی مخ نيوی وکړی، ليکن هغه پيچکاری چی غړی بی حس کوی او يا د دوا په ځای استعمال کيږی اشکال نلری.

۳:که روژه لرونکی دومره تږی سی چی وبيريږی د تږی توب څه ومری، کولای سی په هغه اندازه چی د مړی څه وژغوری اوبه وڅښی، ليکن روژه ئی باطل کيږی او که د رمضان مياشت وی د ورځی په پاته برخه د هغه کار په ځای راوړل چی روژه باطلوی ځان وساتی او قضا د هغه هم ونيسی.

۴:څوک چی غواړی روژه ونيسی لازم نه دی د مخه تر اذان خپل غاښونه خلال (خاښه وهل) کړی ليکن که وپوهيږی هغه ډوډی چی د غاښو په منځ پاته سويدی په ورځی تيريږی که خلال ونکړی روژه ئی باطل کيږی، او فرق نه کوی چی يو څه د هغه تير سی يا تير نسی.

۵:د ډوډی ژويدل د ماشوم او چوغکو د پاره، او د ډوډی د خوند د پاره چی حلق(ستونی) ته ونه رسيږی، که ناڅاپه هم حلق ته ورسيږی روژه نه باطلوی ليکن که انسان د مخه وپوهيږی چی حلق ته رسيږی که تير سی روژه ئی باطل کيږی او بايد دهغه قضا ونيسی، او کفاره هم پر هغه واجب دی.

3- جماع:

۱:جماع څه د مخه وی څه د شا، صغير وی يا کبير، د جماع کوونکی او جماع سوی روژه باطلوی که څه هم د سنت سوی په مقدار ننوځی او منی هم رانوځی، او که د سنت سوی تر مقدار لږ ننوځی او منی هم رانوځی روژه نه باطل کيږی.

۲:که هير کړی چی روژه لری او جماع وکړی يا بيده وی، يا هغه په جماع مجبور کړی داسی چی اختيار ونلری روژه ئی نه باطل کيږی ليکن که د جماع په منځ ياد ئی راسی يا نور مجبور نه وی بايد سمدستی دجماع د حال څه خارج سی، او که خارج نسی روژه ئی باطل کيږی.

4- استمناء:

۱:که روژه لرونکی استمناء وکړی يعنی د ځانه سره يو کار وکړی چی منی د هغه څه راووځی روژه ئی باطل کيږی، ليکن که بی اختيار منی د هغه څه راووځی روژه ئی نه دی باطل، او که يو کار وکړی چی بی اختيار د هغه څه منی راووځی روژه ئی باطل کيږی.

۲:هر وخت روژه لرونکی وپوهيږی چی که په ورځ بيده سی محتلم کيږی، يعنی په خوب منی د هغه څه راوځی کولای سی بيده سی، او که بيده سی او محتلم سی روژه ئی صحيح دی مخصوصاً که د خوب نه کول د سختی سبب وی.

5- درواغ تړل په خدای (ج) او پيغمبر (ص(

۱:که روژه لرونکی په ويل يا ليکل يا په اشاره او لکه ددغو په خدای او پيغمبر او د آنحضرت جانښينان عمداً د درواغ نسبت ورکړی که څه هم سمدستی ووائی درواغ ويلی دی يا توبه وکړی، روژه ئی باطل دی او احتياط واجب هغه دی چی نور پيغمبران او جانښينان د هغو، او حضرت زهرا (سلام الله عليها) هم په دی حکم توپير نلری.

۲:که وغواړی يوه خبره چی نه پوهيږی رښتيا ده يا درواغ نقل وکړی، نبايد پخپله هغه په حتمی ډول ووائی او ليکن که پخپله هم په حتمی ډول خبر ورکړی روژه ئی نه باطل کيږی که څه هم د خبر په درواغ ګمان يا د خبر په درواغ احتمال ورکړی.

۳:که يو شی په دی عقيده چی رښتيا دی د خدای (ج) او پيغمبر (ص) په قول نقل وکړی، او وروسته وپوهيږی درواغ وه روژه ئی نه باطل کيږی.

۴:که وپوهيږی درواغ تړل په خدای او پيغمبر روژه باطلوی او هغه شی چی پوهيږی درواغ دی په هغو نسبت ورکړی او وروسته وپوهيږی هغه څه چی ويلی دی رښتيا وه روژه ئی صحيح دی.

۵:که د روژه لرونکی څه پوښتنه وکړی چی آيا پيغمبر (ص) داسی مطلب فرمايلی دی او هغه هلته چی په ځواب بايد ووائی يه، عمداً ووائی بله، يا هلته چی بايد ووائی بله عمداً ووائی يه، روژه باطل کيږی.

۶:که د خدای (ج) يا پيغمبر (ص) په قول يوه رښتيا خبره ووائی وروسته ووائی درواغ می وويل، يا په شپه يو درواغ په هغو نسبت ورکړی، او سهارئی چی روژه وه ووائی هغه څه برائی می وويل رښتيا ده روژه ئی باطل کيږی.

غليظ دوړی رسول وحلق ته:

۱:غليظ دوړی رسول و حلق ته روژه باطلوی، څه د يو شی دوړی وی چی خوړل د هغه حلال دی لکه وړه، يا د يو شی دوړی وی چی د هغه خوړل حرام دی، لکه خاوره.

۲:که پام ونکړی او دوړی، بخار، دود او لکه ددغو حلق ته ننوځی که اطمينان درلود چی حلق ته نه رسيږی روژ ئی صحيح دی، او که هير کړی چی روژه لری او پام ونکړی يا بی اختيار دوړی او لکه هغه د هغه وحلق ته ورسيږی اشکال نلری.

۷سر ننه ايستل په اوبو:

۱:که روژه لرونکی عمداً ټول سر په اوبو ننباسی، که څه پاته بدن ئی د اوبو د باندی وی، بناپر احتياط واجب روژه ئی باطل کيږی ليکن که ټول بدن اوبه ونيسی او د سر يو مقدار د باندی وی روژه نه باطل کيږی.

۲:که شک وکړی چی ټول سر د اوبو لاندی تللی دی روژه ئی صحيح دی.

۳:که هير کړی چی روژه لری او د غسل په نيت سر په اوبو ننباسی، روژه او غسل ئی صحيح دی.

۴:که وپوهيږی چی روژه لری، او عمداً د غسل د پاره سر په اوبو ننباسی، که روژه ئی لکه د رمضان روژه ټاکلی واجب وی، بناپر احتياط واجب بايد دوباره غسل وکړی، او روژه هم بايد بناپر احتياط واجب قضا کړی، او که مستحب روژه  يا يوه واجبه روژه وی چی لکه د کفاری روژه ټاکلی وخت نلری، غسل صحيح او روژه بناپر احتياط واجب باطل دی.

۸د سهار تر اذان پر جنابت او حيض او نفاس پاتيدل:

۱:څوک چی وغواړی د رمضان مبارکه مياشت روژه يا د هغه قضا ونيسی نبايد د سهار تر اذان عمداً جنب پاته سی بناپر دی که عمداً غسل ونکړی او په آخر وخت تيمم هم ونکړی روژه ئی باطل دی. عمداً جنب پاتيدل په نور روژی څه واجب وی يا مستحب د روژی د پاره تاوان نلری.

۲:که د رمضان د مياشتی په روژه او د هغه قضا د سهار تر اذان غسل ونکړی، او تيمم هم ونکړی ليکن عمدی نه وی لکه داچی بل څوک پری نږدی غسل او تيمم وکړی، روژه ئی صحيح دی.

۳:څوک چی د رمضان د مياشتی په شپه د غسل او تيمم د پاره وخت نلری که ځان جنب کړی روژه ئی باطل دی، او قضا او کفاره پر هغه واجب کيږی، ليکن که د تيمم د پاره وخت لری، که ځان جنب کړی په تيمم د هغه روژه صحيح دی، ګناهکار هم نه شميرل کيږی.

۴:که ښځه د سهار د اذان د مخه د حيض يا نفاس څه پاکه سی او د غسل د پاره وخت ونلری، که وغواړی د رمضان روژه ونيسی په تيمم د هغه روژه صحيح ده، او لازم نه دی چی تر سهار ويښ پاته سی او که د تيمم د پاره هم وخت نه وی په هغه ډول روژه ئی صحيح ده.

۵:که ښځه د حيض يا نفاس غسل هير کړی او پسله يوه ورځ يا څو ورځی يادئی راسی هغه روژی چی نيولی ده صحيح ده، او بناپر احتياط مستحب د هغه قضا هم ونيسی.

۶:څوک چی مس ميت کړيدی يعنی د خپل بدن يو ځای د ميت په بدن رسولی دی کولای سی بيله د مس ميت غسل روژه ونيسی، او که د روژی په حال هم ميت مس کړی روژه ئی نه باطل کيږی.

۹اماله کول:

۱:اماله کول په روان شيان که څه د ناچاری له مخه وی او د معالجی د پاره وی روژه باطلوی، ليکن د بيله روان شافو استعمال چی د معالجی د پاره دی اشکال نلری، او احتياط مستحب دی چی د هغو د استعمال څه هم پرهيز وکړی او احتياط مستحب هغه دی چی د هغه شی چی جامد او مايع ئی مشکوک دی پرهيز وکړی يعنی استعمال ونکړی.

۱۰په قصده قی کول (راګرځول)

۱:هر وخت روژه لرونکی په قصده قی وکړی که څه د ناروغی او لکه هغه په واسطه ناچاروی، روژه ئی باطل کيږی، ليکن که سهواً يا بی اختيار قی وکړی اشکال نلری.

۲:که سهواً يو شی تير کړی او نس ته رسيدل د مخه يادئی راسی چی روژه لری، که دومره کښته تللی وی چی که هغه نس ته داخل کړی خوړل نه وائی لازم نه دی هغه راوباسی او روژه ئی صحيح دی او که د حلق په منځ يا اوله رسيدلی وی بايد هغه راوباسی، او په دی ځای قی کول صدق نه کوی يعنی دغه عمل ته قی کول نه وائی.

۳:که ټيغ ووهی او بی اختيار يو شی په حلق يا خوله ئی راسی بايد هغه د باندی راوباسی، او که بی اختيار تير سی اشکال نلری او احتياط مستحب هغه دی چی د هغه قضا هم په ځای کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب