دوشنبه, مې 6, 2024
Homeروغتیاڅنګه خوب وکړو؟! / ژباړه: صادق الله صادق

څنګه خوب وکړو؟! / ژباړه: صادق الله صادق

١. له کېمياوي شيانو څخه ځان وساته:

د ښه خوب لپاره، کافین (چاى او کافي)، نيکوټين، الکول او نور کېمياوي او نشه يېز توکي مه استعمالوه.

دا يو ښکاره او ستر حقيقت دى، چې د کافينو کارونه تا ويښ ساتي، نو د يو څو ساعتونو لپاره له خوب ته تلو څخه مخکې دا هر څه شاته واچوه.

٢. هغه وخت خوب وکړه، چې کله ستړى يې:

د دې پرځاى چې د خوب راوستلو کوښښ وکړئ، يا ووايئ: چې ولې خوب نه راځي، د خوب راتللو لپاره کوښښ کول، په کټ کې اوښتل را اوښتل هېڅ ګټه نه کوي.

دا کار په اصل کې موږ له خوب څخه ناهيلي کوي، له دې هر څه وروسته، ناڅاپه خوب راتلل د خوب ښه طريقه ده، که چېرې تر شلو دقيقو پورې خوب درنغى، نو بيا پاڅېږه! ځان يو څه ارام کړه، بيا داسې يو کار وکړه، چې ترڅو ښه ستړى شې او بيا د ماشوم په شان خوب ته پناه يوسه.

٣. سترګې دې ساعت کې مه ګنډه:

د خوب د پيل کېدو پرمهال ديوالي ساعت ته کتل هېڅ ګټه نه لري، دا کار پر تا فشار راوړي، او خوب درڅخه بیايي.

که چېرې ته دا عادت لرې، نو په داسې ځاى کې ويده شه، چېرته چې ته له ساعت سره نه مخ کېږې، نو دا به له تا سره د ښه خوب په کولو کې مرسته وکړي.

٤. په رڼا کې اوسئ:

طبيعي رڼا ستا د طبيعت او خوب لپاره ښه ده، نو په داسې خونه کې د خوب ځاى ځانته برابر کړه، چېرته چې د سهار لمرينې وړانګې لومړى ورننوځي او لمر ته اجازه ورکړه، چې ستا دنده اسانه کړي.

٥. د وخت له خوب سره ځان عادت کړه:

که ته چېرې د راويښېدو لپاره ساعت په وخت برابروې او يا دمه يې خوب کوې، نو ته د برابر شوي ساعت له خوب سره ځان عيار کړه، کوم چې له تا سره د خوب په راتللو او ورځنيو کارونو کې پوره مرسته کوي.

که ته چېرې هره ورځ په وخت سره راپاڅېږې، سره له دې که ته پوره خوب ونه کړې، دا دا مانا لري، چې تاته به ژور (ښه) خوب په اسانۍ او ارامتيا سره درځي.

٦. يوه سترګه خوب کوه:

که چېرې په خوب کې ستونزې لرې (په خوب کې داسې شيان وينې، چې هېڅ دې نه خوښېږي يا وېرېږې)؛ نو کېداى شي، چې له يوې سترګې (يوې لنډې شېبې) خوب څخه ګټه واخلې او همدا ستا ملامتيا ده، چې ته يوه سترګه خوب نه شې کولاى.

ډېرى خلکو دا له ياده ويستې، چې د يوه سترګه خوب نه مطلب ډېر لنډ، لږ او يوې شېبې خوب کولو ته وايي، چې په حقيقت کې همدا صحيح خوب دى؛ خو دوى د يوه سترګه خوب نه دا مطلب اخلي، چې د ډېر وخت لپاره ويده شې.

د دې غلطۍ د مخينوي لپاره کوښښ وکړه، چې د لنډ خوب خيالونه له ځان سره ولرې، بې فکره او سوچه وختي ويده شې؛ نو ته به ارامه خوب ولرې.

٧. سپکه خواړه خورئ:

د درنو خوړو خوراک بې خوبي رامنځ ته کوي، که چېرې غواړې په ارامه سره خوب وکړې؛ نو ياد لره، چې سپک او ښه صحت لرونکې خواړه وخورې.

او دا هم په ياد لره، چې د خوب او خوراک ترمنځ بايد څو ساعته فاصله وي او کېداى د خرابو خوړو له امله دې د هضمي سيستم ته هم زيان ورسي.

٨. برابرې اوبه څښل:

برابرې اوبه څښل ستا د صحت لپاره ډېرې ضروري دي او د برابرو اوبو په څښلو دې د خوب د دوران لپاره هم مه وارخطا کېږه!

خوب ته تر تلو مخکې دومره اوبه وڅښه، چې له خوبه دې ونه باسي.

دا راز مناسبې اوبه څښل تا له تندې څخه هم وژغوري.

٩. په وخت سره تمرين او ورزش وکړئ:

که ته چېرې په خپل وخت سره تمرين وکړې، تمرين کولاى شي، چې تاته د خوب زمينه برابره کړي، دا په ياد لره، چې خوب ته له تلو مخکې ورزش مه کوه، ځکه چې ورزش ستاسې د بدن پر هورمونو باندې فشار راوړي؛ نو د خوب او تمرين ترمنځ فاصله بايد تقريباً درې او يا هم څلور ساعته وي.

١٠. د چاپېريال خبرې:

کټ دې داسې ځاى ته يوسه، چې روڼ، پاک او ارام وي، يانې په داسې ځاى کې خوب وکړئ، چې خاموشي او ارام چاپېريال تاته د خوب زمينه برابره کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب