یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاڅنګه د ګرمۍ له امله انسان مري؟ ډاکټر نجيب ننګيال

څنګه د ګرمۍ له امله انسان مري؟ ډاکټر نجيب ننګيال

تېره ورځ په کراچۍ ښار کې د ګرمۍ له امله 1100 تنه مړه شول. څنګه د ګرمۍ له امله انسان مري؟
دغه حالت ته مونږ په ورځنۍ اصطلاح جل وهلی او يا ګرمۍ وهلی وايو. په طبي اصطلاح کې يې هيټ سټروک Heat Stroke بولي. هر کله چې د هوا تودوخه د F105 څخه زياته شي نو په اعصابو کې موجود د تودوخې د کنټرول سستم Temperature Control System فعاليت ټکنی شي او نور نشي کولای چې د بدن تودوخه نورماله يعنې 98.6 F وساتي. دغه حالت ته هيټ سټروک وايي. د هيټ سټروک خطر هغوی ته ډېر متوجه وي چې په ګرمۍ کې اوبه کمې څښي او يا يې هم عمر له 4 کالو کم يا تر 50 اوښتی وي.

علامې:

ډاکټر نجيب ننګيال
ډاکټر نجيب ننګيال

شديد سر درد
سر ګرځېدل
دخولې Sweatingبندېدل
پوستکی سور، ګرم او خشک شي
عضلات کمزوري شي
خوابدي او کانګې
د زړه ټکان زياتېدل
ساه لنډي
ګنګستيا
بې هوشي

بېړنۍ مرسته:

ناروغ ته پکی ووهئ او لمده ټوټه يې په بدن واچوئ.
په څټ، ملا او تخرګونو کې يې د واورې ټوټې کېږدئ.
که ممکنه وي په يخو اوبو کې يې ودروئ.
ژر تر ژره يې روغتون ته ورسوئ

په ياد ولرئ چې بې هوشه ناروغ اوبه نشي څښلای. که تاسې په خوله کې اوبه ور اچوئ امکان شته چې اوبه يې سږو ته لاړې شي. شديده نفس تنګي او د مرګ له خطر سره مخ شي.

3 COMMENTS

  1. وارخطا نه شی دا د اف 105 درجی یعنی د فارنهایت 105 درجی دومره زیاتی نه دی هغه له 40.6 د سانتی ګیراد له درجو سره برابری دی. فارن هایت زوړ او پخوانی سیستم دی چی د هغه په واسطه د تودوخی درجه معلومیږی . اوس یواځی د امریکا په متحده ایالاتو ، کانادا ، بیلیز او کایمان په جزایرو کی رسمی دای اود نړۍ پاتی نورو هیوادونو کی د سانتی ګراد درجه معموله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب