سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېاسلامانسان څومره ستر دی، انسان څومره کوچنی دی

انسان څومره ستر دی، انسان څومره کوچنی دی

د انسان لپاره تر دې بل ستر ویاړ او شرافت څه کېدالای شي چې خالق تعالی ملایکو ته امر کوي چې ادم (ع) ته سجده وکړي او ادم (ع) په ځمکه باندې خپل خلیفه ټاکي.
سلیمان (ع) ته یې هغه پاچاهۍ ورکړه چې چا په خوب او خیال کې هم نه ده لیدلې او نه به یې وویني.
عسي (ع) مړي ژوندي کول.
او ستر لارښود حضرت محمد (ص) د سترګو په رپ کې معراج ته بیايي.
له ادم تر دې دمه دا لرۍ روانه ده، د انسان له ټولې نافرمانۍ او بغاوت سره، سره بیا هم الله تعالی ورته عزت او وقار ورکړی دی او ورکوي یې.
وايي : کله چې د یوسف (ع) ورونو خپل پلار ته درواغ وویل چې یوسف (ع) دښته کې لېوانو خوړلی دی نو حضرت یعقوب (ع) د کنعان دښتې ته ورځي.
 که سړی داسې تصویر کړي چې (!) چې یو دنګ، نوراني، د سپینې اوږدې ګڼې ږیرې، اوږدو سپینو څنو خاوند، لویه امسا په لاس د یوې لوړې غونډې په سر ودرېږي، یوه شېبه غلی وي، شاوخوا سیمه له نظره تېروي، بیا په لوړاو دردېدلي غږ چیغه کوي…
ـ ای د کنعان لېوانو! تاسو ته وایم! زما غږ اورې؟ یوسف تاسو داړلی….؟
یوه شېبه چوپه پوتیا خپره شي، نا څاپه له ګڼو بوټو لاندې ترهېدلي لېوان راوځي او د حضرت یعقوب (ع) په لور روانېږي او هغه پوهوي چې دا کار دوی نه دی کړی.
انسان څومره ستر!
دلته د انسان ستروالی او شرافت څومره لوړ څرګندېږي
ـ شاید افغانستان یو له هغو هېوادونو وي چې تر نورو ډیر پکې د انسان غرور تر پښو لاندې کېږي خو بیا هم ځینې انسانان له یو عالم غرور سره دې نړۍ ته راځي او خپل ژوند ته دوام ورکوي، دا ژوند له غرور او شرافته ډک وي. ځینې ژوند تېروي خو شرافت او غرور پکې نه وي.
 د ښو او بدو تر منځ دغه باریکه تار دی چې څوک یې وینې او څوک یې نه ویني. چې ویې ویني اشرف شي او چې ویې نه ویني….
 آرش ننګیال
کابل/ ۲۴/۶/۲۰۱۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب