یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاد بدن اوبه څنګه پوره کړو! / اسدالله خان امرخېل

د بدن اوبه څنګه پوره کړو! / اسدالله خان امرخېل

په ګرميو کې د انسان له بدن څخه خولې په ډېرې چټکۍ سره روانې وي، له همدې وجې نه انسان بدن د ما لګې له کمښت سره مخ کيږي. که چېرې دغه مالګه له خپل مقدار نه کمه شي، نو د انسان روغتیا له ګواښ سره مخ کوي او کمزوری کيږي د اوبو له کمښت ښکار شي. په داسې حالاتو کې انسان جسم ته د اوبو د پوره کولو لپاره ګلوکس او نورو مشروباتو څښلوته اړتیا وي . ایا له مشروباتو پرته نور داسې څه شته چې د انسان د بدن اوبه پوره کړي.

1۔ کریله
په سبزيو کې يوه داسې سپينه سبزي ده چې په دې کې داوبو کچه خوره لوړه ده، د دې دکارولو طریقه د سلاد په ډول ده. که تاسې غواړئ چې دبدن اوبه مو پرته له نورو مشروباتو پوره شي نو کريله ډېره خورئ او چکنۍ سره يې هم وکاروئ. دا د پسرلي ځانګړې ‌ډالۍ ده او له دې سره د بدن ټولې زهرجنې مادې له منځه وړلو کې ډېره مرسته کوي.

2۔د کوپرۍ یا ناریال اوبه

د ورزش په دوران کې د خولې له لارې مالګه او اليکټرولائټس له بدن نه په تيزي سره خاريجيږ دغه مالګه په وينه کې شتون لري له دې نه په بدن کې د اوبو يوه ځانګړې کچه فعاله وي. د ناريل اوبه هم د طبعي شيانو څخه کڼل کيږي، په دې کې د طبعي له لحاظه د مالګې يوه خاصه کچه شامله ده، د ده خوند دومره ښه نه وي، خو له لاسه ورکړل شوی ځواک بېرته راوستلو کې د ناريل اوبه يو ګټوره څښاک دی

3۔مېوه:

مېوه هم د ملګې يوه طبعي زېرمه ده، الله (ج) هره مېوه له ځانګړي ځواک او له اوبه نه برخمنه کړې ده. همدا رنګه د بازي مېوو جوس په ډېر شوق سره څښکل کيږي. له دې سره سره په مېوو کې په پرخه کې کچه وټامينونه هم شتون لري. په خټکی او هندواڼه هم له اوبه نه ډکې مېوې دي، د دوی له کارولو سره په بدن کې اوبه پوره کیږي

الله (ج) ګولپي د اوبو له زېرمې برخمن کړی دی، خو ډېری خلک ګولپي پرې کوي او لمر ته يې وچوي، چې د تلې مياشت له ختمېدو نه وروسته یې وچ پاخه کړي . خو له دې لارې د ګولپي طبعي ټولې اوبه وچېږي اوخپل خوند هم له لاسه ورکوي، د ګولپي له خوړلوسره يوازې د بدن اوبه نه پوره کوي بلکې د وینې کوليسټرول هم کموي او د سرطا ن لپاره هم کار کوي.په امريکه کې ۲۰۱۲ کال کې يوه څېړنه ښيي. ګولپی د سرطان په له منځه وړلو کې هم مرسته کولی شي نو پردې اساس موږ ته هغه خواړه چې زموږ د بدن ته ګټه روسي باید خوړل یې هیر نه کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب