سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېاسلامد شخصيت په لوړوالي او د روغتیا په وقايه کې د روژې...

د شخصيت په لوړوالي او د روغتیا په وقايه کې د روژې اغېزې

 ل: ډاکټر فیض الله کاکړ/ ژ: داود سلیم –

د قرآن کريم هره لارښوونه د انسان د دنیوي او اخروي نیکمرغۍ لپاره نازله شوې ده او ګڼ اړخونه او ابعاد لري. روژه چې د اسلام له پنځو بناوو څخه يوه ده، هم ګڼې دنيوي او اخروي ګټې لري. د جسمي، رواني او ټولنيزې روغتیا ښه والی او بهبود د روژې د دنيوي ګټو له جملې څخه دي. بشپړه روغتيا هغه مهال شونې ده چې د انسان مادي او معنوي طبيعتونه په خپلو کې سره انډول ولري. له همدې امله د روژې رازونه او ګټې د بدنونو د علومو (طب) او د اديانو تر ژورې څېړنې او بحث لاندې وو. لنډه دا چې سمه روژه د نفس د غوښتنو په کنټرولو کې د انسان اراده پياوړې کوي، په انسان کې د صبر او استقامت اخلاق روزي، د نورو خلکو د ستونزو په اړه د انسان درک ژورتر کوي او د انسان جسمي او رواني روغتيا ښه کوي او بهبود په کې راولي.

د نورو څلورو اسلامي بناوو له رښتينې ادا سره يو ځای رښتينې روژه د انسانیت د هغې لوړې مرتبې په لور د انسان د ارتقاء او تکامل لامل کیږي چې سعدي عليه رحمة ورته “مقام آدمیت” يعنې د انسانيت مقام ويلي. يو روژه دار چې له حلال او مباح شهوت څخه په پرله پسې توګه د يوې مياشتې په موده کې ډډه کوي، هرومرو يې له ناروا شهوت څخه د پرهيز اراده او همت پياوړي کېږي او هم يې د طمعِ بلا کمزورې کېږي. د طمعِ کمزورې کول د روژې د مهمو لاسته راوړنو څخه يوه هغه ده چې د “مقام آدمیت” پر لور د انسان په تکامل کې ډېره اړينه ده. ��ولانای روم څه ښه وايي:

حــق ترا باطـل نماید از طمــــع     در تو صد کوری فزاید از طمع

از طمع بیزار شو چون راستان تا نهی پابر ســــر آن آستـــــان

د رواني طب له نظره، طمع په انسان کې اضطراب (Anxiety) پيدا کوي او پرله پسې اضطراب د کورتیزون (Cortisone) هورمون د لوړېدو لامل ګرځي او په مکرر ډول د اضطراب حالت پيښيدنه او د کوتیزون پرله پسې لوړوالی روغتیا له خطر سره مخامخ کوي.

رښتينې روژه د جسمي او رواني رغتيا ترمنځ دانډول په رامنځته کولو سره د انسان په دنيوي او اخروي نېکمرغۍ کې د پام وړ رول لري. سمه روژه د لوّامه نفس په پیاوړي کولو او د امّاره نفس په کمزوري کولو سره د احساس او فکر (Feeling and Intellect) ترمنځ انډول رامنځته کوي او د نفس پر غوښتنو د انسان اراده او کنټرول ډېر پياوړي کوي. د نفس پر غوښتنو د انسان د کنټرول او ارادې پياوړتيا د انسان د شخصیت د محتوياتو په هغه برخه کې بدلونونه رامنځته کوي چې ارواپوهان يې Ego (أمّاره نفس) بولي. د ایګو مهارول د خاکسارۍ، زغم او زړه سواندۍ په څير اخلاقو، د حقایقو د غوره درک، د عادلانه قضاوت او همدا راز د عاطفي ذکاوت د پياوړتيا لامل کیږي.

د عاطفي ذکاوت په لوړولو کې د روژې رول

عاطفي ذکاوت يا (Emotional Intelligence) د انسان له هغې ټولنيزې وړتيا څخه عبارت ده چې هغه د خپلې عاطفې او احساس په واسطه د نورو احساسات درک کوي او د پېښو ژورو ته کېوځي. هغه څوک چې له دې الهي ورکړې څخه برخمن وي، زيات درک او ډېره پوهه لري چې څنګه د ده احساسات او کړنې پر نورو خلکو اغېز پرېباسي او چې څنګه بايد خپل مثبت* او منفي** احساسات تعديل کړي او سمون په کې راولي. د نړۍ وتلي او بريالي مشران د الله تعالی له دغې ورکړې څخه چې د مثبتو(نیک) احساساتو رانغاړونکې ده، برخمن پاتې شوي دي.

عاطفه او مثبت احساس له انسان سره د نورو د حالاتو په درک کولو کې ډېره مرسته کوي. د نورو د حالاتو او اړوندو قضيو سم او په خپل وخت درک، د سمې او پر ځای پرېکړې نيونې لپاره د انسان يوه ډېره قیمتي وړتيا ده.

قرآن کريم د احساساتو او غوسې اداره (والکاظمین الغیظ……. 134:3) له ښو کارونو څخه يادوي او پيغمبر صلی الله عليه وسلم هغه د انسان د معنوي ځواک تله فرمايلې ده.

عاطفي ذکاوت د ځان پیژندنې يوه مهمه برخه هم ده. هغه څوک چې کولای شي له غبرګون وړاندې خپل احساسات ښه تحليل کړي او د غوسې او ډېرې خوښۍ په حالت کې پرېکړه نه کوي، په حقیقت کې ډېر پوه او بيدار خلک دي او په غوره توګه خپل ځانونه پېژني. د طب علم له مخې، غوسه او قهر په انسان کې د يو ناوړه داخلي فکر پر وړاندې د هغه یو جسمي غبرګون دی. د دې ترڅنګ، يو شخص چې پر خپل احساس او فکر کنټرول ولري، هغه پر خپل بدني غبرګون (وينا او کړنه) هم برلاسی وي.

عاطفي ذکاوت د خدای تعالی ورکړه ده او د روزني، ودې او پياوړتيا وړ ده. د روژې د اغېزورښتينې شننه ښيي چې د اسلام دغه رکن، په ځانګړې توګه د انسان د عاطفي ذکاوت په پياوړتيا کې د پام وړ رول لري او د لوّامه نفس په پياوړي کولو او د امّاره نفس په کمزوري کولو سره د احساس او فکر ترمنځ انډول رامنځته کوي. د احساس او فکر ترمنځ انډول د انسان د رواني او ټولنيزې روغتيا يوه ډېره مهمه او فوق العاده برخه ده.

* مثبت احساسات: مینه، رحم، باور، امنيت او داسې نور

** منفي احساسات:وېره، کرکه، غوسه، کينه او داسې نور

نوربيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۰) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۳\ ۱۳۹۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب