ویکتور هوګو وايي:« په هر ځای کی چی د ارادې خبره ده بې وسې مانا نه لري.»
وايي، کله چې لوګری ستړی شي او زړه يې نه غواړي چې لو وکړي, نو بیا لور په لوټه تيره کوي. ټول ژوند همداسې دی، کله چی ځینې کسان کلکه اراده ونه لري، لت وي او هر څه د پوچو سوچونو له مخې هوايې ګزوي. دغه ډول انسانان ځان بې وسه ګڼي او وايې چې د بې وسۍ له امله په بد حالت کې دی. که ښه ورته ځیر شو، ژوي د ژوندی پاتې کیدو په موخه په وښو کې څري او د خړوبولو لپاره ځان اوبو ته رسوي. انسانان هم همدغه کار کوي، خو په لږ تفاوت سره.
د ژوند کولو څخه هم ډول ډول مانا ګاني اخیستل شوي دي. هر چا د خپل ذهن او سوچ له مخې ور ته تعریف ويستلي دي. څوک يې یواځې د عبادت کولو په مفهوم کاروي، څوک يې بیا یو تصادفی پیښه ګڼي او ځينې بيا ورته د ازمایښت او امتحان په سترګه ګوري. هر څه چی وي، خو ژوند د هڅو او هاند سره ملګری دی.
ځکه د انسانانو د هڅو او هاند په پايله کې ژوند روان دی او د ژوند هره ورځ په بدلون کې ده. کله چې انسان د حرکت څخه لویدلی دی، ژوند يې هم پای ته رسيدلاي دی. خدای ج هم انسانان کار کولو ته رابللي دي او د حلالې روزي پيدا کول يې ور باندې فرض کړي دي. که چيرې د ژوند کولو مرحلي په دری برخو وویشو، یوه به يی ماضي، بله به يې حال او دريمه به يې راتلونکي وي.
انسان که هر څومره کوښښ وکړي، چې تير شوي بيرته را وګرځوي، دا له امکان څخه لري خبره ده. تیر بیرته نه راګرځي، له تير څخه يواځې زده کړه کولای شو او د يوې غټې تحریې په څير ترې ګټه پورته کولاي شو.
ځکه چې:
تر ورخ تيری اوبله بیرته نه جار وځي
نه جار وځي تیر ساعت په بيرته بيا
راتلونکي هم د تيرې زمانې په څير په بشپړه توګه زموږ په واک کې نه ده، ځکه کيدلای شي چې کوم پلانونه موږ د ځان سره د راتلونکي لپاره سنجولي وي، کيدای شي د عملي کولو لپاره يې زمینه برابره نه شي.
که پلانونه او پروګرامونه د واقعیت سره سم سنجول شوي وي بیا هم د پلي کولو چانس يې یو څه وجود لري او که د هوايې او پوچو سوچونو له مخې سنجول شوي وي بیا خو يې مخکې له مخکې باد وړي وشمیره.
د انسانانو له پاره د عمل او کار ډګر حال دی، ځکه حال دی چې انسانانو ته د عمل کولو چانس او واک ورکوي او هر څه چی وغواړي، په خپل هوډ او کلکې ارادی سره يې تر سره کولای شي.
ځینې انسانان د خپلې لټۍ له امله د تیر ارمان کوي او په دې خپل وخت عبث تيروي او وايي پخوانی ښه وختونه وه. هر څه سم وه او هر څه د ده د میل سره سم تر سره کیدل. خو واقعیت بيا داسې نه دي په تير کې هم دغسې کسان د لا تير ارمان کوي او د راتلونکي لپاره د ښه فرصت په تمه وي.
که انسانان وغواړي په خپل ژوند کې بدلون په خپله راوستلای شي، ځکه څه پرمختګونه چی اوس يې موږ شاهد يو دا د انسانانو د هلو ځلو او کار پایله ده. د دې پرمختګونو لارویانو هيڅکله ځانونه بې وسه نه دي ګڼلي، په هوايی او پوچو سوچونو يې ځانونه نه دي بوخت کړي، د خپلو هڅو او کلکې ارادی په پايله کې د ژوند لوړو پوړيو ته رسيدلي دي.
[ ] د افغانستان خلک یا د تیرو وختونو د سولې په ارمان شپی او ورځی تيروي او يا د راتلونکي لپاره د سولې خوبونه ګوري. اوس چې هر څه د دوی په لاس کې دي، دوي ځانونه بې وسه ګڼي او ځانونه يې تقدیر ته سپارلي دي. حال دا چی د خلکو زور ته د خدای ج زور وايې، خو دوی د دې په تمه دي چې اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي. خدای تعالی هغه چا ته د بدلون وسه ورکوي او له بی وسۍ يې ژغوري چې په خپله د بدلون لپاره هلې ځلې وکړي او په ځان کې بدلون راولي.
[ ] جګړې په خپله کوو, یو او بل په خپله وژنو، خیر او خيرات ته مو په خپله لاس اوږد کړی دي، نفرت او دښمنۍ ته په خپله پکه وهو، د سولې سره په خپله دښمنی کوو او بيا وايو چې بی وسه یو. په رښتیا سره چې بې وسه یو, ځکه چې خپله ټوله وړتیا مو د شیطانانو په څير بدیو ته ورکړي ده. که چیرې د بدیو پر ځاي مو خپله وړتيا او قوت نیکیو ته ورکړی وای، په هغه صورت کې به مو د بې وسۍ پر ځاي پر خپله وړتيا او وس باور پيدا کړای وای. د ویکټو هوګو خبره، چيرې چې اراده وي هلته يې وسي مانا نه لري.