Homeخبرونهوسله والو کسانو لغمان کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې

وسله والو کسانو لغمان کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې

تاند (جمعه، د ثور ۳) وسلوالو کسان نن ماسښتن د لغمان مرکز اړوند علي خیلو سیمه کې د تراویح د لمانځه پرمهال په لمونځ کوونکو ډزې کړې، چې ۴ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې په یاد برید کې یو قومي مشر حاجي لعل اغا وژل شوی او د هغه د زوی په ګډون پکې درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د دولتزي په خبره، برید کوونکي له سیمې څخه تښتېدلي دي.

د برید مسؤولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...