دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د افغانستان د سیاسي بې ثباتۍ لاملونه

د افغانستان د سیاسي بې ثباتۍ لاملونه

شمس الدین شمس || 

 ولي افغانان د تاریخ په اوږدو کې د پرمختګ او ښې حکومتولۍ په وړاندي درېدلي؟ هر حکومت چې شعار یې پرمحتګ، ابادي او سوکالي وو، له کم وخت ورسته نسکور شوی، ولي؟! زمونږ په هېواد کې هر حکومت چې د پرمختګ په کارونو کې لږ څه وړاندي تللی په بیلابیلو دلایلو نسکور شوي، یا که پوښتنه دا ډول مطرح شي چې ولي افغانستان سیاسي ثبات ته نه دی رسیدلی؟ لږ تر لږه په تیرو سلو کلونو کې موږ د دا ډول حکومتونو دوه بېلګې لرو، غازي

شمس الدین شمس

امان الله خان چې په تاریخ کې په ترقي غوښتونکي پاچا مشهوردی، د انګریزانو له ایستلو وروسته یې حکومت تشکیل کړ، په هیواد کې یې د پرمختګ کارونه پیل کړل، خو له لږ وخت وروسته ورته د کافر خطاب وشو او له هیواده پسې واخیستل شو. دوهمه بیلګه یې سردار محمد داود خان دی، کله چې يې واک تر لاسه کړ د هیواد د پرمختګ لپاره یې یو پراخ پرمختیایی پلان جوړ کړ، د یاد پلان له عملي کولو لږ وروسته د نوموړي حکومت نسکور او د ده په ګډون یې د کورنۍ ټول غړی ووژل شول! چې له هغه وروسته تر نن ورځې پورې په هیواد کې سیاسي ثبات نه دی رامینځ ته شوی!

تر ټولو د افسوس خبره دا ده چې هغو خواوو چې د اسلام یا اصلاحاتو په نوم یې حکومتونه نړولي وروسته چې کله قدرت ته رسیدلي تر ټولو زیات فساد او سرغړونه همدوي کړې، د بیلګې په توګه د داوود خان له کودتا وروسته نورمحمد ترکي او ملګرو یې د کودتا موخه د ظلم مخنیوی او د اصلاحاتو رامینځ ته کول وبلل خو وروسته زیاته مرګ ژوبله او ظلم همدوی او له دوی وروسته حکومتونو وکړ حتی هېواد ته یې د روسانو د راوستلو زمینه برابره کړه، مجاهدینو د اسلامي نظام د قایمولو، د ظلم له مېنځه وړلو او هېواد ته د ازادۍ ترلاسه کولو په موخه په جهاد لاس پورې کړ، خو کله چې قدرت ته ورسیدل تر ټولو زیات وحشت او ظلم د همدوی په سلطه کې وشو، قتل، چور، د ملي شتمنۍ لیلامول…يې وکړل. دوی تر ټولو بد نظام نظارې ته وړاندي کړ، د همدوی په دوره کې له اسلامې قوانینو څخه ترټولو زیاته سرغړونه وشوه. له هغه وروسته تر نن ورځې په هیواد کې همدا سریال جریان لري. د یادو بدمرغیو د  رامینځ ته کیدو لاملونه سیاسي شننونکي او د چارو کارپوهان د ملت د پوهې د کچې ټیټوالی، د ګاونډیو هیوادونو، نړیوالو استخباراتو مداخلې او د فغانستان جیوپولیټک موقعیت چې نړیوال زبرځواکونه او ګاونډیان يې سره په سیالي کړي دي ښودلي. همدارنګه په کور دننه عام نظر د غدارو ، پردیپالو او فاسیدو چارواکو شتون د ځواکمن حکومت د رامینځ ته کیدو په وړاندي خنډ بلل کیږي. 

ریښتیا هم پورته ټول لاملونه د هېواد د وروسته پاتېوالي سبب شوي، خو دا هم طبعي خبره ده چې هر هیواد غواړي چې ځواکمن وي، په لري او نږدو ګاونډیانو هیوادونو نفوذ ولري، د دوی تر امر لاندي وي یا لږ تر لږه ستونزه ورته جوړه نشي کړای. نړیوال زبرځواکونه هم د خپل حاکمیت د لا پراخولو لپاره د نړۍ په هر ګوډ فشار راوړي، معاملي کوي، جګړې کوي او نظامونه له مېنځه وړي، خو دا هر څه باید په دې معنی نه وي چې زمونږ حکومت او نظام په اساني سره له میځه یوسي، د ملت په حیث د ورځې له سیاسي چارو سره باید ډیر معقلو تعمول وشي. زما په نظر ،سره له دې چې پورتنې عوامل د هیواد د سیاسي بې ثباتي او ورسته پاتې والي سبب دي خو په کور دننه اصلي لاملونه  لاندې دری کیدای شي : 

لومړی د ملت د پوهې د کچې ټیټوالی او د زده کړو ناسم سیستم: زده کړې د غوره ژوند په تر لاسه کولو کې خورا مهم رول لري ځکه زده کړې د انسانې ژوند  تر ټولو مهم لارښود ده. زده کړې د یو هیواد د اقتصادي او ټولنېز پرمختګ سبب ګرځي نو په دې اساس زده کړې د یو ملت د پرمختګ بنسټ جوړوی. خوله بده مرغه زمونږ د هېواد اکثریت وګړي نالوستي او د پوهې کچه یې خورا ټېټه ده، حتي خپل ورځني ژوند (کورنی ژوند) خورا په مشکله په مخ وړي ، دا وګړي کوم ثابت فکر نلري، همېشه د نورو له افکارو متاثره کيږي نو ځکه یې د نظام په ټنګښت کې رغنده رول نده لوبولی/نشي لوبولی  او دا هم حقیقت ده چې په هیواد کې همېشه د لوستي قشر تر مینځ شخړه رامینځ ته شوې چې له نالوستي قشر څخه یې خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره د یو وسېلې په توګه استفاده کړې او تر ټولو ډیر تاوان هم لوستي قشر هېواد ته رسولی، دا ځکه چې موږ د زده کړو اغیزمن سیسټم نلرو، د زده کړو پخواني اوسنی سیستم نده توانیدلی د مدرسې او ښوونځی تر مینځ واټن له مينځه یوسي او ملي فکر رامینځ ته کړي، همېشه د هیواد په کچه د مدرسې او ښوونځی تر مینځ واټن موجود وو او ده چې همدا واټن د ارګ او د منبرترمینځ د واټن سبب شوی. داچې زمونږ په هیواد کې همېشه د عصري زده کړو د لوستو او د دینې زده کړو د لوستوتر مینځ (فکري)ټکر راځي سبب یې د مدرسې او مکتب تر مینځ واټن ده، همدا واټن په هیواد کې د سیاسي بې ثباتي لامل کیږي.له پخوا راهېسي په افغانستان کې د دیني زده کړو مرکزونه(مدرسې) اود عصري زدکړو مرکزونه (ښونځي) سره بیل دي، حکومت د تاریخ په اوږدو کې د ښوونځۍ په پرتله د دیني زده کړه په مرکزونو لازمه پانګونه نده کړې چې دا د افغانستان لپاره دوه ستر زیانونه لري لومړی دا چې د دیني زده کړو زیاتره زده کوونکي د زده کړو لپاره له هیواده بهر ګاونډیو هیوادونوته د زده کړو لپاره ځي، چې له بده مرغه هغوي یې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره د افغانستان په ضد په ډیره اساني سره کاروي دوهم دا چې د دیني زده کړو محصلین د حکومت سره خپل تړون نه احساسوي د بیلاوالي او پرديوالي احساس کوي چې دا په هیواد کې د شخړو لامل شوی.همدارنګه کله چې د دیني زده کړو محصلین د ښوونځي زده کوونکي ویني چې په ښو ودانیو کې زده کړي کوي او ښوونکي یی له حکومت څخه معاش ترلاسه کوي یو ډول د حسادت احساس ورته پیدا کیږي چې همدا او دیته ورته احساس د مدرسې او د ښوونځي د زده کوونکو د فکري بیلوالي بنسټ جوړوي. نو په دي اساس  لازمه ده چې دولت د زده کړو په سیستم کې داسي مثبت بدلونونه راولي چې راتلوونکی نسل په ملي فکر او روحیه وروزي، دا خورا مهمه ده چې حکومت مدرسه او ښوونځی سره ګډ(مدغم) کړي په دې معني چې دلومړي ترلسم یا دولسم ټولګې پوري ۵۰فیصده دیني او ۵۰ فیصده عصري زده کړي جبري شي تر څو د دې هیواد هر وګړی له اسلامي او عصري زده کړو څخه لوړ درک ولري، د ښوونځۍ په دوره کې باید په اسلامي او عصري زده کړو یو شان تاکید وشي د لېسې هر فارغ شوي زده کوونکي باید له قرآن، حدیثو څخه لوړ درک ولري او په عین حال کې به له عصري زده کړو څخه هم برخمن وي او د وطن دوستي لوړه روحیه باید له هماغه پیله ورته تزریق شي. دا کار به دوه ګټې ولري یو به دفکري قشرونو (مدرسه /ښوونځی) د بیلاوالي مخه ډب کړی دوهم به زده کوونکي د کارکولو جوګه شي په ځانګړي توګه په دولت کې د کارکولو امکانات یې زیاتیږي، په دې سره دوي د دولت بدنې ته جذب کیدای شي (اوس مهال د مدرسو فارغینو ته د کارکولو چانس کم دي ځکه په اداره کې د کارکولو لازم مهارتونه نه لري).

ورسته په پوهنتون کې عصري اواسلامي زده کړي په تخصصوصي کچه ولوستل شي، یو منظم نصاب په ځانګړي توګه د دیني زده کړو لپاره طرحه، د وطن دوستو او هیواد او ملي ګټو ته د ژمنواستادانو له خوا پلی شي. په پوهنتون او د زده کړو په ټولو مرکزونو باید دولت مکمل کنټرول ولري، په ټولو پوهنځیو، که د ديني زده کړووي یا عصري د ملي ګټو/ملي پراختیایی پلان مضمون جبری تدریس شي تر څو د محصلینو ملي درک لوړشي. او استادانو او ښوونکو ته اجازه ورنکړل شي چې د تعلمي او تحصلي مرکزونو څخه د دولت په ضد پروپاګند او ناوړه تبلغات وکړي او استادان او زده کوونکي هیڅ ډول اختلافاتو ته لکه سمتي، ژبني ، قومي ، سیاسي او مذهبي ته پرې نښول شي!!! دا حقیقت ده چې اوس هم د شرعیاتو پوهنځۍ شته او زده کوونکي فارغوي خو اغیزناک ندي ، ځکه حکومت بشپړ کنټرول پرې نلري حتي د هیواد په مشهورو پوهنتونو کې د شرعیاتواو ان د عصري علومو استادانو ځينو مخالفو ډلو لپاره کار کوي/کاوه چې راپورونه يې په رسنیو کې ټول ولس ولیدل داسي استادان به څنګه ملي او د پرمختګ فکر خپور کړي؟! همدارنګه د استادانو ترمینځ هم مذهبي اختلافات موجود دي( حنفي، وهابي، شعیه..) چې د زده کړو اغیزمنتیا کموي او ورسته په ټولنه کې د لا زیاتو مذهبي او فکري اختلافاتو سبب کیږي. همدارنګه په نورو پوهنځیو کې هم ورته ستونزه شته دبیلګې په توګه انجینري، طب، ادبیاتو، اقتصاد … پوهنځیو کې استادان د خپلو شخصي قومي او سیاسي عقدو په اساس هېمشه دولت او چارواکي تخریبوي او ورپسي پروپاګند کوي، چې دا د محصلینو د بیلاوالي او له حکومت سره د واټن او پر حکومت د بې باوري سبب کیږي.

لکه چې پورته يې یادونه وشوه مدرسه، ښونځی او پوهنتون د فکر د تولید مرکزونه دي که يې دولت سم مدیریت کړای شي او بشپړ کنټرول پرې ولري په هیواد کې ملي فکر د ثبات او پرمختګ په ګټه مدیریت کیدای شي. همدا بېلګه په ایران کې ګورو، ایران په تولو تعلمي مرکزونو بشپړ کنټرول لري، د ملي ګټو خلاف افکاروته د خپریدو اجازه نه ورکوي ،سره له دي چې دنړۍ قدرتمند هیوادونه لکه امریکا، عربان او اسرایل ورسره دښمني لري، خو بیا هم سیاسي ثبات لري چې د همدې ثبات یو له مهمو عواملو څخه په یادو مرکزونو د حکومت بشپړ کنترول ده.

دوهم د وخت د چارواکو له لوري د پرمختګ او عصریت د تیوري په نامناسبه توګه پلي کیدل:

د تاريخ په اوږدو کې افغان چارواکو د نورو هیوادونو له سیسټمونو په ځانګړي توګه له سیاسي سیستم او د هغوی له اقتصادي پرمختګ څخه اغیزمن شوي او غوښتي یې دي چې خپل هیواد یې هم ورته پرمختګ وکړي. ددې لپاره يې د هغوي سیاسي او اقتصادي نظریه پخپل هیواد کې کټ مټ هماغه شان پلې کړې، د خپل هیواد ټولنیز، کلتوري او مذهبي شرایط یي تر ډیره په نظر کې ندي نیولي نو ځکه له توند غبرګون سره مخامخ شوي. د بېلګې په توګه د غازي امان الله خان د حکومت سقوط لامل هم د هیواد د ټولنیز، فرهنګي او مذهبي حالت په پام کې نه نیولو سره د هغه له اروپا څخه د اغیزمنو افکارو عملي کول ښودل شوي چې ورسته د وخت د مذهبي چارواکو له لوري پرې د کفر فتوا وشوه او واکمني یې سقوط شوه، زه نه وایم چې دا یې د پاچاهې د سقوط یواځېنی لامل وو، طبعآ چې عوامل يې هم لرل خو په کور دننه دحاکمیت د سقوط همدا تر ټولو ستر لامل/بهانه وو. بله مهمه بیلګه یې  نورمحمد تره کی او ملګري دي، نوموړی د سوسیالیزم له نظریې څخه اغیزمن شوی وو، پرته له دې چې د هيواد ټولنیز، سیاسي، کلتوري او مذهبي حالت په نظر کې ونیسي او یاده نظریه په افغاني قالب کې برابره او عملي يې کړي نومړي کټ مټ هماغسي چې په شوری اتحاد کې عملي کیده، لا تر هغه هم په سخته او جدي عملي کول وغوښتل چې له توند غبرګون سره مخامخ شوو اود پایلو اغیز یې اوس هم په هیواد کې جوت ده!

افغانستان یو مذهبي او کلتوري هیواد ده د پرمختګ هره نظریه /چاره چې ترسره کیږي هغه که قوانین ، پالیسي یا عمل وي لومړی باید یاده نظریه/چاره افغاني قالب/چوکاټ ته ولویږي ورسته بیا عملي شي، پدي معني هر قانون یا هره چاره چې دولتونه غواړي عملي یې کړي باید لومړی هغه په ډیر دقت سره زمونږ له کلتور او مذهب سره پرتله شي چې خدای مکړه په پلي کولو سره یې زموږ په ځانګړي توګه مذهبي اصول نقص نکړي! ورسته عملي شي. د دې ډول موضوعاتو د تنظیم لپاره باید د هیواد په کچه د دیني علماوو کمېټه یا دارالفتا جوړه شي، د ديني علماوو تر څنګ د مشاویرینو په توګه باید قانون پوهان، اقتصاد پوهان، ټولنپوهان او د تخنیک متحصصین وي تر څو د اړتیا په صورت کې لازم وضاحت او مشورې علماوو ته ورکړي، یاده کمېټه به د هیواد په کچه ټول دیني امور تنظیموي او همدارنګه به د دولت چارو اصلاح هم کوي البته مذهبي اړخ يې. که څه هم اوس مهال په هیواد کې د علماوو شورا شته خو لازم صلاحیت نلري او په چاروکې ډیر دخیل ندي ، د دیني علماوو کمېټه یا دارالفتا چې پورته یې وړاندیز شوی باید ډیره باصلاحیته وي او په هیواد کې د څلورمې قوې په حیث کار وکړي او په مذهبې چارو کې د دوی پرېکړه ورستي هغه وي! په دې سره به مذهبې ډلي او علماء ځانونه په نظام کې شامل وګڼي او د هېواد سیاسي ټېکاو ته به لاره هواره شي.

دریم فقر: فقر د ډیرو بدبختیو مور ده، فقر د یوې کورنۍ نظام ګډوډوي، انساني وقار، عزت او احترام ته صدمه رسوي، په ټولنه کې د طبقاتو د رامینځ ته کیدو سبب کیږي بیلاخیره فقر د انسان د حقارت سبب کیږي. غریب وګړي د خپل ځان کورني ساتنه نشي کولای نو د هیواد او نظام ساتنه په څنګه وکړئ؟ فقر انسانان جنایت او له قانونه سرغړوني ته اړ کوي،په ډیره اساني سره د نورو هيوادونو د ګټولپاره د څو پیسو په مقابل کې کار کوي. په هیواد کې د جاسوسي او پردیپالني یو له مهمو عواملو څخه فقر ده ، نو په همدې اساس له دې شومې پدیدې سره منظمه او علمې مبارزه پکارده.

پایله:

د هیواد سیاسي بې ثباتي لیږ تر لیږه دری اساسي لامونه لري:

  1. د وګړو د پوهې د کچې ټیټوالی او په هیواد کې د زده کړو ناسم سیسټم:
  2. د وخت د چارواکو له لوري د پرمختګ نظریه او اصلاحات په ناسمه توګه پلې کیدل
  3. فقر او غربت

له پورته بحث څخه دې پایلې ته رسیږو: د دې لپاره چې په هیواد کې سیاسي ثبات رامینځ ته شي حکومت ته لازمه ده چې د فکر د تولید په مرکزونو (ښوونځی ، مدرسه ، پوهنتون ) بشپړ کنټرول ولري. مدرسه او ښونځی باید یو ځای شي د لېسې او پوهنتونونو په نصاب کې لازم بدلونونه راوستل شي او په پوهنتون کې دیني او عصري زده کړې جلا په تخصصوصي توګه ولوستل شي.

بله مهمه مسله په هېواد کې د پرمختګ یا د سیستم د اصلاح نظریات پلې کول دی، مخکي له دې چې هره تيورې پلې شي لومړي باید د کارپوه خلکو له لوري یاده نظریه افغاني قالب کې واچول شي او بیا پلې شي.

څنګه چې د هېواد اکثریت وګړي مسلمان دي نو حق لري چې د حکومت په چارو کې د اسلامي قوانینو له رعایت څخه ډاډمن واوسئ، د دې لپاره دولت ته لازمه ده چې پخپله بدنه کې د علماوء شورا د څلورمې قوې په توګه ومني چې یاده شورا به د حکومت چاري د دیني اړخه څاري او په هيواد کې به د دیني چارو په هکله د پریکړي او فتوا ورکولو یواځنۍ مرجع وي، پدې سره به د مختلفو اقشارو او افکارو تر مینځ واټن کم او یو ملي دریځ به غوره شي (البته اوږد مهال کې)، چې دا په هېواد کې د سیاسي ثبات لپاره تر تولو اړین عنصر دي. کله چې هېواد سیاسي ثبات ترلاسه کړ دریم عامل(فقر) پخپله له مینځه ځي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ورور شمس استاد د بې ثباتۍ عوامل ښه څېړلي او ښه وړانديزونه مو کړي ، خدای وکي چې چارواکي، استاذان، علماء، ځوان زده کړیالي او زده کوونکي په مستقيم ډول ، او غیر مستقیم ېې ټول ولس ځانونه پوه کړي او په عمل کې ېې پیاده کړي .آمین.
    تاسو یوازې د ايران مثال ورکړی ، له آخوندي رژیم څخه هم ډېري ایرانیان داخل او خارج کې ناراضه دي خو بیا هم دولت ېې پر ملي کرښو د باندنیو دولتونو مقابل کې خپل نسبي ثبات ساتلی : مذهب، ژبه، تاریخ ، او د عصري نړۍ سره تر اټومبمب سیالۍ… ا.د.ن.
    — که پاکستان هم وګورو سره د ډېر نفوس او رنګارنګ ملیتونو او ژبو ، د نړۍ هر زبر ځواک سره د هغوی سره په لابي کولو کښې عیناََ د پخوانۍ بریتانیا سیاست مخته وړي : یوازې له افغانستان سره تل د ۵ مخئ اړیکې ساتي ؛ بیا هم دولت او خلک پرې نه پوهېږي او لا پسې ور روان دي داخلي ګوډاګیان او ملټیپل جاسوسان چې د امان الله خان او داود خان او نجیب اله خان او اوس د اشرف خان پر ضد روزل سوي ول یا روزل کېږي ، د بې ثباتۍ لاملونه دي ؛؛ او هغوی که پښتانه ېې دي(بې له پي.ټي.ایم!!!) ، که بلوچان ېې دي که کشمیري او بلتهچترالستان او که سند و هند و پنجابستانیان ېې صب سې پهلې چيشی یايي؟؟؟ …
    زمونږ ماشومانو ته ېې د مرګ مدرسې جوړې کړي او تنکي طالبان ېې د انتحار او انفجار کومې ته ټیل وهل ؛ لاکن فرسوده فضلو رامان ېې او نور کلدار مسته ای اس ایان ېې په هيرا مڼدهي کې هوریین لټوي!!
    — د فقر او غربت له بدې پديدې پیسه دارو ملکونو ډېره بده ګټه پورته کړې چې زما په نظر دا د بېثباتۍ جړره جوړوي. د یو څو ناڅیزو شنو ډالري لوټونو بدل کې د ځوانانو جنګول؛ د مخدره موادو او انسانانو قاچاقونه، د دولت په هره قدمه کې حتی قضاء کې د رشوتونو راکړه ورکړې او فسادات ، د معاشونو تفاوتونه ا.د.ن. ټول د فقیرۍ او مسکینۍ له سببه دي
    ! خو آیا پوهېدۍ چې پر مختللې اروپا اوس غواړي د بیلیونرانو او میلیونرانو او فقیرانو تر مینځ (منځنۍ متوسطه طبقه ) زیاته کړي تر څو ټولنیز عدالت رامینځ ته شي . او اکثره ګوندونه دې موخې لپاره کار کوي؛ حال دا چې الاهي ادیانو او خاصتاََ اسلام مقدس دين دې موخې لره له آدمه تر دۍ دمه اوامر او نواهي کړي خو څې څوک ېې عملي کړي ؟؟؟؟ . په درنښت او بښنې غوښتنې له تبصرې اوږدیدو

  2. سلام
    ستا لیکنې ماته دمرحوم پوهاند حسن کاکړ غونډه را یاده کړه چې د جان اف کېندې دپوهنتون به تعلیمی تالار کې څو کاله وړاندې جوړه شوې وه او ګڼ شمېر استادانو او محصلینو په کې برخه اخیستی وه. پوهاند کاکړ دکابل پوهنتون یو نامتو تاریخ پوه دېپلومات وه قاطع او پېژندل شوی شخصیت یې درلود. چې له بده مرغه موږ دزرو په قدر نه پوهیږو! هغه دیوه ملت ثبات په یووالی ،ملی حاکمیت ، دخاورې تمامیت او خپلواکی کې ګاڼه. هرڅومره چې ددغو برخو ترمنځ اړیکی کلک وې دیوه ملت دثبات او تجکیم سبب ګړخی.ولې دکړکيچ او بحران عوامل او ابزار د قضیی بله برخه جوړوی او جلا بحث دی.
    اما:
    دا باید ومنو چې موږ دیوې ځان ګړې جهان بینۍ په خاطر متحد ولس اوخلک نه یو اونه دغه احساس ته چا کار کړی.پردی ښه راته کاری او تل منډې پسې وهو خو شاته نه ګورو . هره مزدوری اوغلامی یې منو خو خپل په لغته وهو او کوښښ کو چې تخریب یی کړو شرع حاضرته ګوری دنړۍ کوم هېواد ته د۴۹ هېوادونو جاسوسان ددوه لسیزو لپا ره ننوتی؟ خپله ملامته نه اخلو اولاهم په ډاګه دبې ثباتی به لور مقاومت کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب