شنبه, نوومبر 1, 2025
Homeمقالېپاکستان د خبرو له میز څخه د تېښتې پړه پر افغان لوري...

پاکستان د خبرو له میز څخه د تېښتې پړه پر افغان لوري اچوي!!!!

روح الله انوري
له تیرو دریو ورځو څخه د ترکيي په استانبول ښار کې د قطر او ترکيې په منځګړتوب د افغان او پاکستانيو پلاوو ترمنځ د روغې جوړې او اوربند خبرې روانې دي.
افغان پلاوی چې مشر يې د کورنیو چارو مرستیال وزیر نجیب الله کوې مقابل لورې ته په بلوچستان، پښتونخوا، پنجاب اور نورو سیمو کې د داعش او د افغانستان د نورو مخالفو ډلو پټن ځایونه، رونیز مرکزونه، د تمویل درکونه او د مشرانو ادرسونه په ګوته کړي دي.
او له پاکستان يې په کلکه غوښتي چې د دغو ډلو مهار کولو او په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو د نه کولو له ملاتړ دې لاس واخلي.
همدا راز يې ورته په څرګند ډول ویلي چې پاکستان باید په راتلونکي کې د افغانستان د هوايي حریم احترام وکړي او کومې بمبارۍ يې چې کړي باید له افغان ولس څخه په نړۍ واله کچه بښنه وغواړي.
بله مهمه خبره ،چې پاکستانی لوری پرې ډیر ټینګار کوي ،هغه د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅو بیلتونپالو ډلو د فعالیتونو ده چې پاکستان يې د ملاتړ تور په افغان لوري پورې کوي.
افغان پلاوي پاکستان ته ویلي چې ټي ټي پې ،بې ایل اي او نورې وسله والې ډلې په خپله خاوره کې فعالیتونه کوي چې کومه اوسمهال د پاکستان تر ولکې لاندې ده او باید پاکستان يې خپله کنټرول کړي.
خو پاکستاني پلاوي د ځواب او واک نه درلودو (واک د پوځ او اي ایس اي لاس کې دی)له امله د خبرو له میز تېښته کړي او د روغې جوړې خبرې يې نمايې کې پرې ايښې دي.
نن دوشنبه د اکتوبر ۲۷ نېټه د پاکستان استخباراتي ادارې (اي ایس اي) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې کوښښ کړی چې د خبرو د ناکامۍ پړه پر افغان لورې واچوې.
په خبر پاڼه کې لیکل شوي چې افغان پلاوي د خبرو له پیل کیدو څخه نا مناسبه رویه خپله کړې وه.د هغوي په وینا،(غیري سنجیده خبرې يې)پیل کړي وي.
زما په نظر پاکستاني استخبارات د افغان پلاوي دلایلو ته ځکه غیري سنجیده خبرې وايې،چې پاکستان سره د افغان پلاوي لخوا د ښودل شوو اسنادو د رد کولو دلیل نشته او په مقابل کې يې هیڅ ځواب نلرې.
دا ښکاره خبره ده چې څوک په یوه موضوع کې دلیل او ځواب نلرې اړ دی چې له خبرو تېښته وکړې او بې له تېښې بل څه کولی نشي.
د اي ایس اي په خبر پاڼه کې په افغان پلاوي دا تور هم پورې شوی چې ګني هغوي دخبرو پرمهال له هند سره مشورې کوي او  هند د خبرو په ګډوډولو کې لوي لاس لرې.
د پاکستان دا خبره هم د نورو په څیر چورلټ درواغ او تبلیغاتي بڼه لرې،څو خپلو ولسونو او نړۍ ته په سترګو کې خاورې واچوي او خپله ماته ترې پټه کړي.
ټولې نړۍ ته معلومه ده چې پاکستان د برتانوي امپراتورۍ له زیږیدو څخه تراوسه پورې دیو کرايې او غلام په حیث استعمال شوی دی.تل يې د ګاونډیو هیوادونو د ناامنه کولو لپاره د نورو هیوادونو پروژې په ډالرو اخستې او په ګاونډ کې يې جګړه پیل کړې ده.
د دې ثبوت د پاکستان د پخوانیو او اوسنیو چارواکو له خبرو ښکاره جوت کیږي.
که د پخوانیو چارواکو له یاد اقرار کتابونه ډک دي،نو اوسني يې ترې کم ندي او هریو په خپل نوبت دا منلې چې تل د نورو لپاره کارول شوي دي.
 د پاکستان اوسني د دفاع وزیر خواجه اصف په خپلو خبرو ویلي چې(دوي په تیرو څو لسېزو کې د امریکا دپاره ګنده لوبه کړې ده.)
دا خبره يې خبره هم تکرار کړې چې( دوي تل د نورو ګټو لپاره کارول شوي .)
له دې وړاندې د پخواني لنډ مهاله لومړي وزیر انوارلحق کاکړ په ګډون ډیرو په ډیر افتخار ویلي چې افغان طالبان دې د ټي ټي پي د حملو مخه ونیسي ،ګنې موږ به داعش افغانستان ته ولیږو چې هلته بریدونه وکړي.
له دې خبرو انکار کول په سیاست کې د کفر کولو په مانا دي او باید چې پاکستان خپله پړه په خپله غاړه واخلې،د خبرو میز ته بیرته راوګرځي،له عقل کار واخلې ترڅو د دواړو هیوادونو ولسونه چې سره شریکې تاریخې اړېکې،خپلوۍ ،راشه درشه،سوداګري او نور زیات نزدیوالی لرې زیانمن نشي.
که پاکستان دا فکر کوي چې موږ د وسلو او وسیلو له درکه له افغانستان ځواکمن یو استونزه به دزور په وسیله حل کړو.
په افغانستان به بیا هوايي او ځمکني بریدونه وکړي.خو دايې هسې خیال او خوب دی او باید له سوچ او فکر څخه کار واخلې.
د افغانستان تیر  تاریخ دې په دقت مطالعه کړي.
چنګیز همدې بې وسلې ولس مات کړی،انګریز چې ستاسو پلرونه هم پکې کرايې پوځیان و ،هغوي په کوم حالت شول.
له هغه وروسته د شوروي اتحاد او امریکا انجام هم وګورئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...