یکشنبه, نوومبر 2, 2025
Homeخبرونهذ.مجاهد: باید د استانبول ناستې ته تر پایه انتظار وایستل شي

ذ.مجاهد: باید د استانبول ناستې ته تر پایه انتظار وایستل شي

تاند (دوشنبه، د لوم/ عقرب ۵ مه) په داسي حال کې چې د پاکستان استخباراتي سرچینې په استانبول کې د خبرو په پرمختګ کې د خنډونو یادونه کوي، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی وايي، باید لا انتظار وایستل شي.

ذبیح‌الله مجاهد نن (دوشنبې) فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل:
“د خبرو دوهم پړاو روان دی؛ موږ نه شو اټکل کولی چې پایله به څه وي او باید د ناستې تر پایه انتظار وباسو.”

هغه زیاته کړه: “له پاکستان سره د وروستي بحران یوازینۍ حل‌لاره خبرې او تفاهم دي.”

د پاکستان پوځ او استخباراتو ته نژدې رسنۍ بیا وايي چې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې له خنډ سره مخامخ شوي دي.

سما ته، چې د پاکستان له پوځ سره تړاو لري، خپلو سرچینو ویلي چې د طالبانو د پلاوي سخت دریځ او د جدي‌توب نشتوالي د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

له بلې خوا د ترکیې رسنیو نن راپور ورکړ چې د طالبانو پلاوي له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه ودروي او د مخالفو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د طالبانو حکومت وايي چې پاکستان په بلوچستان کې د داعش مشرانو ته پناه ورکړې او دا هیواد غواړي چې د دې ډلې په وسیله په افغانستان اونورو هیوادونو کې بریدونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...