شنبه, نوومبر 1, 2025
Home+د «زرغون کابل» خاموش قاتل!؟

د «زرغون کابل» خاموش قاتل!؟

نعمت الله صدیقي
له زرغون کابل سره د جګړې موضوع هغه نه ده، چې په سیاسي، فکري او یا نورو اختلافي مواردو یې خلک سره ونیسي؛ بلکې د ټولو خلکو او افغانستان شموله هغه یې ده، چې د جګړو، اور او لوګیو او ورانیو سره یې د زیانونو موازنه او مقایسه خورا لنډه او تقریباً یو شان ده؛ اما په ځینو مواردو کې خو یې چاپیریالپوهان د خپل غالب تمایل په اساس ترې لوړه او خطرناکه هم بولي.
موږ چې عموماً د ستونزو په درک کولو کې ظاهربین یو یعنې هغه ستونزې چې ښکاره وي، ښې یې وینو؛ خو هغه چې تر ښکاره ډېرې مضرې، وژونکي او پټې وي چندان توجو نه ورته کوو، که چاته ووایې چې په تېره دوه یا درې لسیزو کې له جګړو سره سم د ناوړه هوا او ککړې چاپیریال په وجه تر جګړې هغه یې زیات د مړینو او ناروغیو تلفات لرو؛ ممکن په اسانه یې درسره ونه مني؛ خو دا اوس د سترګو په لېدو هغه عیني واقیعت دی، چې موږ یې هره ورځ پخپله شاهدان یو.
تاسې به حتماً په رسنیو کې د کابل ښار اړوند اورېدلي وي، چې دا دی اوس بیا د نړۍ په دویم نمبر تر ټولو د ککړې هوا او ښار په کټګورۍ کې راغلی دی. د نړیوالې چاپېریال څار ادارې IQAir د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر راپور دی، چې د کابل د هوا د کیفیت شاخص “د حساسو خلکو لپاره ناسم” دی، دا په دې مانا چې د ښار هوا د خلکو د روغتیا لپاره جدي خطر ګرځېدلې ده. زړې موټرې، د سونګ توکو خراب کیفیت، د دوړو زیاتوالی، او په ژمي کې د تودوخې لپاره د سوزېدونکو موادو سوځول یې هغه څرګند عوامل دي چې د کابل فضا او هوا یې توره او تربت کړې ده. د دې ککړتیا له امله د ساه ناروغۍ، د سترګو التهاب او د زړه د ناروغیو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. د نړیوالو څېړنو له مخې، یوازې په ۲۰۲۱م کال کې د ککړې هوا له امله نږدې ۸.۱ میلیونه کسان مړه شوي وو، چې دا د نړۍ دوهم لوی روغتیايي ګواښ بلل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وایي، د کور دننه او بهر د ناپاکې هوا له ګډې اغېزې هر کال شاوخوا ۷ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دې لړ کې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د WHO د راپورونو له مخې په هېواد کې هر کال د کور دننۍ هوا د ککړتیا له امله شاوخوا ۲۷ زره او د بهرنۍ هوا له امله نږدې ۱۱ زره کسان مري. دا شمېرې ښيي چې د هوا ککړتیا یوازې نړیواله نه؛ بلکې زموږ د خلکو د ژوند او راتلونکې لپاره هم یو له ستر او جدي خطرونو څخه دی. د چاپیریال پوهانو په وینا دغسې ککړه هوا د یوه انسان لپاره په ورځ کې له لسو تر پېنځلسو سیګریټو هم د زیات نقصان وړ ده او د عمر د کچې په کموالي او اوږدوالي یې هم اثرات ښيي.
کابل چې دا وخت د پلازمینې په توګه د ملینونو خلکو د اوسېدو او یا یې د مخ د ور اوړېدنې تمایل زیات دی، د پاکې هوا او د خلکو لپاره د پاک چاپیریال او د ژوند مصوونیت یې تر خپل مسوولیت لا څو چنده زیات دی؛ خو له بده مرغه زموږ د ورستیو څو لسیزو له جنکه د نه وزګارو حکومتونو په جدیت سره هغسې پاملرنه ورته ونکړه لکه څنګه چې لازمه وه. خلک چې په خپله د همدې ککړې هوا او د خړو دوړو او لوګیو قربانیان وو او دي، نه چا پوه کړل او نه یې دا هغومره جدي مسله وبلله؛ بلکې لا په کې دخیل هم وو.
همدا اوس چې تر بل هر وخت ښه فرست دی او په خلکو د اومرو د چلن یا د حکم پلي کول نسبتاً اسان دي؛ باید واکمن حکومت یې په اړه جدي اقدمات وکړي؛ که نور هیڅ نشي کړای؛ په خلکو باید په دې زړه خوږاوي کې هیڅ رحم ونکړي(سل یې په لالي؛ یوه یې د بنګړو)؛ کنه بهتره یې همغه د حکومتي چارچوب یا چوکاټ په دننه کې د خلکو د عامه پوهاوي او شعور خپرول او تبلیغول دي، ممکن یو څوک دا مسله ډېره عوامي یا اولسي ونه بولي؛ خو ولې موږ ګورو، چې په لویه کچه هره ورځ په هر ځای کې د همداسې وړو وړو بې تفاوتویو او بېغوریو لامله لوی او ستر جنجالونه رامنځته شوي دي.
وطن دوستي یا وطنپالنه یوازې شعار نه دی، چې د حکومت مامور، لیکوال، مدني فعال، د پوهنتون استاد، محصل د جومات ملا امام او یا د بل هر مسلک غړی یې یوازې په زړه کې وساتی او يا یې په خاصو مناسبتونو کې د ریا لپاره تسجیل کړي؛ بلکې دا د وطن حق هم دی، چې له ژوند سره تړلي ټول خلک یې باید په ټولو برخو کې د یوه ټولنیز اشر، اتفاق او په یوه خوله په عامه او خاصه توګه اعلان او ترویج کړي.
کابل بغیر له دې هم چې د خارجي سیلانیانو او حکومتونو د راشه درشې د توجو یا د خلکو د مرکز علامت دی، په خپله د یوه طبیعي حسن او ښکلا روایت یې هم شته، ګیرچاپیره د لوړو غرونو قلابندي او په غوټ منځ کې یې (پخوانۍ بهانده)سیند او په خورا لوړه کې دغه پروت ښار اوس د زمانې د بېرحمانه اور په لوګیو کې پټ او نهام ښار دی او یو وخت یې همدغه څه د پاکې اب و هوا په وجه جنتي هوا تصور کېده. که څه هم د جګړو په وجه د ډېرو خلکو او نسلونو د اساطیري غوندې عشقونو او رومانس په نښه اوښتی دی؛ خو خلکو لا هم په خپلو زړونو او نقشونو کې همغسې تاند او هڅاند ساتلی دی.
کابل د ککړې هوا له دغه ګرد او غبار «خاموش قاتل» باید وساتل شي!! کنه د مرکز او وفاق قتل زموږ د ټولو د قتل علامت او نښه ده.
کالم/ رنسانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...