شنبه, نوومبر 1, 2025
Homeخبرونهد استانبول خبرې روانې دي، خو د پاکستان د پوځ رسنۍ وايي،...

د استانبول خبرې روانې دي، خو د پاکستان د پوځ رسنۍ وايي، له خنډ سره مخامخ دي

تاند (دوشنبه، د لوم/ عقرب ۴ مه) د پاکستان پوځ او استخباراتو ته نژدې رسنۍ وايي چې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې له خنډ سره مخامخ شوي دي.

سما ته، چې د پاکستان له پوځ سره تړاو لري، خپلو سرچینو ویلي چې د طالبانو د پلاوي سخت دریځ او د جدي‌توب نشتوالي د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

تر دې مخکې هم پاکستاني رسنیو څو ځلې د خپلو امنیتي ادارو په حواله د خبرو د ناکامېدو او پای ته رسیدو راپورونه وکړي دي. ظاهراً پاکستان هڅه کوي له دې لارې په خبرو کې پر خپل مقابل لوري فشار زیات کړي.

د سما په ادعا پاکستان ټینګار کړی چې په ترهګرۍ ضد دریځ کې به هیڅ ډول “نرمي” ونه کړي.

د سما د سرچینو د معلوماتو له مخې، د خبرو اترو دوه پراخ پړاوونه چې تر ۳۰ ساعتونو ډېر وخت یې ونیو، د پام وړ نتیجه نه ده لرلې. په درېیم پړاو کې هم، چې د دوشنبې په ورځ (نن) ترسره کېږي، د کومې مهمې لاسته راوړنې هیلې کمزورې دي.

د سما له راپور سره سم، پاکستاني لوري په خبرو کې اسناد وړاندې کړي چې پکې ثبوتونه موجود دي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول کېږي.

د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. طالبان د دغو خبرو په اړه، د دواړو خواوو د موافقې پر اساس، نه غواړي مخکې تر مخکې څه ووايي.

د طالبانود حکومت ویندوی نن ملي راډیو تلویزوین ته وویل چې دوی د خبرو پایلو ته منتظر دي.

ده زیاته کړه« موږ باور لرو، چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي؛ خو که پر افغانستان برید وشي، ځواب به ورکړل شي.»

د ترهګرۍ په اړه د پاکستان څرګندونې

سما ته خپلې سرچینې ویلي چې د پاکستان پلاوي یو ځل بیا د هېواد اصولي دریځ تکرار کړ چې پاکستان د افغانستان سوله او ثبات غواړي، خو د ترهګرو ملاتړ، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ملاتړ نه شي زغملای.

اسلام‌اباد پر طالبانو غږ وکړ چې د ترهګرو شبکو د له‌منځه وړلو لپاره عملي او قاطع اقدامات وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د فعالیتونو لپاره وکارول شي.

سرچینه د پلاوي له خولې نقل کوي: “پاکستان به د خپلو پولو د ساتنې او د خلکو د امنیت د خوندي کولو لپاره هر اړین ګام پورته کړي.”

د طالبانو پلاوی په تبلیغاتو تورن شو

سما زیاتوي، له موضوع سره بلدو چارواکو ادعا وکړه چې د طالبانو پلاوی د امنیتي اندېښنو د حل په برخه کې جدي نه و او پر ځای یې د ټولنیزو شبکو له لارې د پاکستان پر ضد پر تبلیغاتو تمرکز وکړ.

دوی وویل، د طالبانو لوری هڅه کوله چې له اصلي موضوع د خلکو پام واړوي، منفي فضا رامنځته کړي، او د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنې کم‌رنګه ښکاره کړي.

سما همداراز لیکلي «امنیتي سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د پلاوي دلایل “بې‌منطقه” او له ځمکنیو حقایقو لرې وو، او ادعا کوي چې کابل د هند تر اغېز لاندې هڅه کوي د خبرو بهیر له کوږ کړي».

د خبرو د ناکامۍ پړه پر طالبانو واچول شوه

سرچینې وايي چې د استانبول د خبرو د ناکامۍ بشپړه پړه د طالبانو پر حکومت لویږي، ځکه چې هغوی له پیل څخه “هیڅ ډول اخلاص” نه دی ښکاره کړی.

پاکستاني لوري ټینګار وکړ چې د سیمه‌ ییز ثبات لپاره اړینه ده چې افغانستان د وسله‌والو ډلو ملاتړ پرېږدي او د پولې هاخوا ترهګرۍ ضد د باور وړ او تثبیتېدونکي اقدامات ترسره کړي.

د استانبول د خبرو لپاره د طالبانو په شپږ کسیز پلاوي کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین، انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي رییس نور احمد نور، د د دفاع وزارت د عملیاتو رییس نورالرحمن نصرت او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

د اسلام‌اباد په پلاوي کې د پاکستان د استخباراتي ادارو او پوځ د استازو تر څنګ ځینې ډېپلوماټان شامل دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو لومړی پړاو د تلې میاشتې پر ۲۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شو. د اوربند تر سملاسي هوکړې وروسته، د خبرو دوهم پړاو (د لړم په ۳مه) د شنبې په ورځ په استانبول کې پیل شو او لا هم خبرې روانې دي.

1 COMMENT

  1. د تروریزم ځاله او سکنۍ مور همدغه تور دجال پنجاب ده. نن نه بلکي دغه پنځوس کاله پنجاب کې د تروریزم فابریکې په خرپ سره جالاند دي او په نوو نومونو تروریستان تولیدوي.که طالب غرور لري باید په زغرده تور دجال ته مستند ځواب ورکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...