Homeخبرونهچین د مصنوعي ځیرکتیا انسان‌وزمه روباټونه معرفي کړل

چین د مصنوعي ځیرکتیا انسان‌وزمه روباټونه معرفي کړل

تاند (د چنګاښ/ سرطان ۲۴مه) د چین د روباټ جوړونې شرکت یو-بي ټیک (UBTech) نوي انسان‌وزمه روباټونه معرفي کړي چې په پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا (AI) سمبال دي. د شرکت په وینا، د دغو روباټونو موخه له یوازې ژوند کوونکو او یوازیتوب احساس لرونکو کسانو سره ملګرتیا، د ورځنیو چارو مرسته او د احساساتي اړیکو پیاوړتیا ده.

د شرکت په وینا، دا روباټونه د لویو ژبنیو ماډلونو (LLMs)، د غږ پېژندنې، د څېرې پېژندنې او طبیعي خبرو اترو له پرمختللو ټکنالوژیو برخمن دي. دوی د کاروونکو خبرې او معلومات په یاد ساتلی شي، پوښتنو ته ځوابونه ورکوي، یادونې (ریماینډرونه) کوي او د کورنیو ساده کارونو په ترسره کولو کې هم مرسته کوي.

یو-بي ټیک وایي، دغه روباټونه په ځانګړي ډول د عمر خوړلو کسانو د پاملرنې، د یوازې ژوند کوونکو کسانو د ملګرتیا، د کورنۍ د معلوماتو لپاره د مرستیالۍ او همداراز د زده‌کړو او تفریحي فعالیتونو لپاره طرحه شوي دي.

شرکت زیاته کړې چې په راتلونکې کې به دا روباټونه د کاروونکو عادتونه او اړتیاوې په ښه ډول درک کړي، لا شخصي او هوښیارې مرستې به وړاندې کړي او د کورنیو پیچلو کارونو د ترسره کولو وړتیا به هم ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سوله دوست څمکني!| سپين‌روان نورزی

د جدي مياشت وه، په ګرديز کې سخته واوره ورېده، داسې وچ کلک ساړه و چې د تعريف لپاره يې الفاظ نه شم موندلی،...