Homeخبرونهیو پاکستانی د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د مویایلونو د غلا...

یو پاکستانی د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د مویایلونو د غلا په تور ونیول شو

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۴ مه) د امریکا د ټکساس ایالت په شمال کې د موبایل ټیلیفونونو، ټابلیټونو، لپټاپونو او نورو قیمتي الکترونیکي وسایلو د ادعا شوې غلا، درغلۍ، نړیوال لېږد او د پیسو سپینولو (منی لانډرینګ) په یوې پراخه قضیه کې تورن ۲۸ کلن پاکستانی الاصله عبدالله انور، له قطر څخه امریکا ته تر سپارل کېدو وروسته دامریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې د پولیسو له لوري د ټکساس زندان ته انتقال شوی دی.

د امریکا د ټکساس ختیځې حوزې د فدرالي څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، د فدرال ستر منصفه پلاوي (Grand Jury) د کراچۍ اوسېدونکی عبدالله انور د غلا شویو مالونو د انتقال د توطیې، د پوستي درغلۍ (Mail Fraud)، برېښنايي درغلۍ (Wire Fraud) او د پیسو سپینولو په توطیې تورن کړی دی.

فدرالي چارواکي وایي، عبدالله انور مخکې په همدې قضیه کې د امریکا یوې محکمې په ضمانت خوشې کړی و، خو وروسته له امریکا وتښتېد او پاکستان ته ولاړ. نوموړی وروسته قطر ته د سفر پر مهال ونیول شو او د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۰مه امریکا ته وسپارل شو.

د راپور له مخې، عبدالله انور اوس د ټکساس ایالت د کولین کاونټي (Collin County) په زندان کې بندي دی.

د ایف‌بي‌آی چارواکو ویلي، د امریکا د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو دفتر د قطري چارواکو په همکارۍ د عبدالله انور د نیولو او امریکا ته د سپارلو بهیر بشپړ کړی دی.

امریکايي چارواکو د دې قضیې په برخه کې د قطر د کورنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د عامه څارنوالۍ ادارې د همکارۍ ځانګړې ستاینه هم کړې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، عبدالله انور د ټکساس ایالت د ګارلنډ (Garland) اوسېدونکی بلل شوی، خو په ۲۰۲۱ کال کې په خپره شوې اصلي رسمي خبرپاڼه کې نوموړی د رولېټ (Rowlett) ښار ۲۴ کلن اوسېدونکی بلل شوی و. د وخت له تېرېدو سره سم، اوس یې عمر ۲۸ کاله کېږي، خو په دواړو رسمي بیانونو کې د استوګنې د ښار د توپیر په اړه یې هېڅ وضاحت نه دی ورکړل شوی.

امریکايي چارواکي وایي، دغه جرمي شبکه د شاوخوا ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت له ۷۰ زرو څخه زیات غلا شوي موبایلونه، ټابلیټونه، لپټاپونه او ځیرک ساعتونه په بهرنیو هېوادونو کې پلورلي دي.

د چارواکو په وینا، دې شبکې د هویت د غلا (Identity Theft) له لارې هم نژدې ۲۰ زره الکترونیکي وسایل ترلاسه کړي وو.

د تحقیقاتو له مخې، د دې شبکې د فعالیتونو له امله لږ تر لږه ۴۲ میلیون ډالره مستقیم مالي زیان اوښتی دی.

له بلې خوا، د ایف بي آی مشر کاش پټېل ویلي، دې شبکې د پنځو کلونو په موده کې خلکو ته تر یو میلیارد ډالرو ډېرو زیانونوه اړولي دي، خو د دې ادعا په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

لومړی فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   ځینې انسانان د ژوند سفر له ارامۍ پیلوي، خو ځینې نور د توپونو، راکټونو او باروتو...