تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۴ مه) نوې طبي څېړنې ښيي چې له جنسي اړیکو څخه د یوې مودې لپاره ډډه کول حتمي نه ده چې د انسان روغتیا ته زیان ورسوي، خو ښايي ځینې فزیکي او رواني اغېزې ولري چې له یوه کس څخه تر بل پورې توپیر کوي.
د امریکا په متحدو ایالتونو کې د څه باندې ۳۴۰۰ کسانو پر بنسټ په څېړنه کې له جنسي اړیکو څخه ډډه داسي تعریف شوې چې مېړه او مېرمن په خپل منځ کې یا هېڅ ډول جنسي اړیکه نه لري، او یا یې جنسي اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې وي.
د راپور له مخې، منظمې جنسي اړیکې د اکسیټوسین، ډوپامین او اندورفین په څېر هورمونونو د ازادېدو له لارې د فشار په کمولو، د مزاج په ښه کولو او د جوړو ترمنځ د عاطفي اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي، خو د دغو اړیکو نشتوالی په دې معنا نه دی چې انسان به خامخا له روغتیايي ستونزو سره مخامخ شي.
په نارینهوو کې، پرلهپسې انزال د پروستات د روغتیا لپاره ګټور بلل کېږي. د ۲۰۱۶ کال یوې څېړنې موندلې چې هغه نارینه چې په میاشت کې لږ تر لږه ۲۱ ځله انزال کوي، د هغو کسانو پرتله چې په میاشت کې یوازې له ۴ تر ۷ ځله انزال لري، د پروستات د سرطان له خطر سره لږ مخ کېږي.
په ښځو کې هم اورګازم (د جنسي اړیکې د اوج حالت) د خاصره لګن د عضلو له پیاوړتیا سره مرسته کوي او په لوړو عمرونو کې د بې اختیاره ادرار د مخنیوي لپاره ګټور ګڼل کېږي.
متخصصان وايي، ځینې کسان د اوږدې مودې لپاره له جنسي اړیکو پرته د جنسي فعالیت د چمتووالي د کمېدو، د عضلو دیو څه سختېدو یا د جنسي اعتماد د کمېدو احساس کولای شي، خو دا بدلونونه عموماً لنډمهاله وي او دایمي بیولوژیکي زیان نه رامنځته کوي.
څېړونکي ټینګار کوي چې د جنسي اړیکو له ګټو څخه ځینې، لکه د فشار کمېدل او د ښه احساس رامنځته کېدل، د ورزش، مراقبې، خندا، غېږې، مساج او ټولنیزو اړیکو له لارې هم ترلاسه کېدای شي.
متخصصان زیاتوي چې د جنسي اړیکو اړتیا او غوښتنه د هر انسان لپاره توپیر لري او یوازې د جنسي اړیکو نه لرل د ناروغۍ یا خرابې روغتیا نښه نه ګڼل کېږي.