Homeخبرونهد افغان شخصیتونو د ستنولو لپاره د ط کميسيون فعاليت پيل کړ

د افغان شخصیتونو د ستنولو لپاره د ط کميسيون فعاليت پيل کړ

تاند:(چهار شنبه، د حمل درېیمه) ‏د طالبانو د واکمنۍ یو ویاند انعام الله سمنګاني وايي چې هېواد ته د افغان شخصیتونو د ستنولو لپاره د دوی جوړ شوي کميسيون عملا خپل کار پیل کړی.

د هغه په وينا، د شېخ شهاب الدين دلاور په مشرۍ دا کميسيون به له بهر مېشتو افغان سیاسي او نورو شخصيتونو سره اړیکې ونیسي، څو هېواد ته د ستنېدو په اړه ډاډ ورکړي.

سمنګاني د کميسيون د چارو د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په یاد کمېسيون کې، چې د طالبانو د رييس الوزرا د پریکړې په اساس جوړ شوی، د‌ طالبانو يو شمېر وزيران او مهم کسان غړیتوب لري.

د اروپايي ټولنې تر څنګ يو شمېر افغان سیاسي څېرو د دغه کمیسیون د جوړېدو هرکلی کړی، خو ځينو نورو بيا د دې کمیسیون جوړیدل یو نمایشي ګام ګڼلی او ويلي طالبانو په کور دننه افغان شخصیتونو او کادرونو ته کله درانه وکتل، چې نورو ته د ستنېدو بلنې ورکوي.

1 COMMENT

  1. طالبانو د افغانانو ښوونځي وتړل، مشر ملاهیبت الله یې مالوم ندی، د هغه د واټس اپ په یوې پاکستانۍ شمیرې دی، هیبت الله نشته پخوا ISI یا پاکستاني استخباراتو وژلې وژلی دی، او اوس د ملي بیرغ ضد دریځ، د تیر نظام د ټیټ پوړو چارواکو ګوښه کول، د انجونو د ښوونځیو تړل او د ټولشموله نظام ضد دریځ، د لوی جرګې راغوښتل له پامه غورځول – دا ټول د اسلام اباد څخه د ISI HQ یا استخباراتي مرکز څخه را استول کیږي.. خو متأسفانه طالبان یې په پټو سترګو پلي کوي.
    أمیر المؤمنین خو عمر رضي الله عنه و، خلفاء راشدین و، چې د ولس په منځ کې به ګرځیدل، د شپې به یې د خلکو د احوالو نه ځان خبرولو، امیر المومنین دې ته نه وایې، چې په یوه سوړه کې پټ شه، او د پیرانو په شان یواځې Text Message رالیږه او نور مړی ژوندی یې ورک دی !
    طالبانو دا شل کاله چې تاسې د جهاد په نوم کوم افغانان ووژل، د دوی اولادونه او میندې، خویندې، میرمنې او کورنۍ اوس نفقه غواړي، جامه غواړي، خوراک څښاک او د روغتیا لپاره دارو درمل او د ژوند ټولې بنسټیزې اړتیاوو ته لاس رسی غواړي، آیا دوی په اسلامي نظام کې په دولت حق نلري، چې د دوی څخه ملاتړ او دوی ته خدمتونه وړاندې کړي ؟؟
    لطفا .. د خپل وړوکي سوچ او تنګ نظرۍ نه رابهر شئ، او دا شاوخوا اته دیرش میلونه خلک په تاسې حق لري، او تاسې د الله په وړاندې مسؤول یاست !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...