جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهټام ويسټ: د نجونو د ښوونځيو په اړه پریکړه له افغانانو او...

ټام ويسټ: د نجونو د ښوونځيو په اړه پریکړه له افغانانو او نړیوالو سره خیانت دی

تاند:(چهارشنبه، د حمل درېیمه) د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د متحدو ايالتوتو ځانګړي استازي ټام ويسټ له شپږم ټولګي څخه پورته د افغان نجونو د ښوونځيو د تړلو په اړه د طالبانو نننۍ پرېکړې ته توند غبرګون وښود.

نوموړي ويلي:«نن له هغو میلیونونو افغان کورنيو سره ملګری کیږم او خپل شوک او ژوره نهيلي اعلانوم، چې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ټولګيو د تړلو په اړه یې کړې ده».

ټام ويسټ ټینګار کړی، چې ښوونه او روزنه د ټولو انسانانو اساسي حق او د افغانستان د اقتصادي ودې او ثبات لپاره اړين دي.

امریکايي استازي د طالبانو نننۍ پریکړه له هغو ژمنو سره خیانت بللی، چې د افغانستان له خلکو او نړيوالې ټولنې سره یې کړې وې.

د امريکا ځانګړي استازي زیاته کړې، چې طالبان بايد د افغانستان د ښې راتلونکې او نړۍ سره د ښو اړيکو لپاره پر هغو ژمنو عمل وکړي، چې د ټولو افغان ښځينه او نارينه وو د زده کړو په تړاو يې کړي.

طالبانو د امریکايي استازي او ميليونونه معترضو افغانانو اعتراضونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

‏د طالبانو يو شمېر مشهورو تبلیغاتي مبلغانو هم له عامه ذهنیت څخه په متاثریدو د نجونو د ښوونځيو د تړلو د دوام په اړه د خپلو مشرانو پريکړه نقد کړې او ويلي، چې خلکو ته د دې پریکړې د توجیې او ځواب لپاره څه نه لري.

د افغانستان د تعلیمي نظام خلاف د طالبانو د اقداماتو او تبلیغاتو په لړ کې نن د طالبانو د رييس الوزرا استازي او د چارو ادارې مرستیال مولوي نورالحق، وويل:« د مخکېني حکومت تعلیمي نصاب بهرنیانو جوړ کړی و او هغه کار‍پوهانو په دغه کار کې ونډه لرله چې د امریکا ګټو ته ژمن کسان وو، نه د افغانستان نسلونو ته.»

‏د طالبانو پوهنې وزارت نن په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه نقض او ویې ویل چې د دغو ښوونځيو درسونه تر امر ثاني پورې وځنډول شول.

د طالبانو په اړونده اعلاميه کې راغلي:«هر کله چې په دي اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او داسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيا ‏به مکاتبو او ليسو ته رسما خبر ورکول شي.»

دا پریکړه په داسې حال کې شوې، چې د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د طالبانو ژمنه نن بايد پوره شوې وای.

3 COMMENTS

  1. لکه چی نرم او مؤدبانه الفاظ او بیان نوره ګټه نه رسوی.
    نو
    ستا د هغه ټول ناټو د ملکی او عسکری سردمدارانو په قبر او په خېټه د ملا حسن اکونداده د منځ پښه در ومنډم، دا خو تاسی غربی حرامیان واستئ چی پر موږ مو د طالب آفت مسلط کړ.

  2. هغه لغمانی چلتار او شيطان څه شو چې ويل به يې :
    طالبان اوس بدل شوي. اوس هغه طالبان نه دي. دوی اوس نړۍ وليده او له نړيوالو سره په تعامل پوهيږي.
    لغماني خو دوه خپلې او دوه پردۍ کړې او نور وتښتېده او ورک شو. خدای خبر چې بيا به کله راڅرګنديږي؟

  3. طالبانو د افغانانو ښوونځي وتړل، مشر ملاهیبت الله یې مالوم ندی، د هغه د واټس اپ په یوې پاکستانۍ شمیرې دی، هیبت الله نشته پخوا ISI یا پاکستاني استخباراتو وژلې وژلی دی، او اوس د ملي بیرغ ضد دریځ، د تیر نظام د ټیټ پوړو چارواکو ګوښه کول، د انجونو د ښوونځیو تړل او د ټولشموله نظام ضد دریځ، د لوی جرګې راغوښتل له پامه غورځول – دا ټول د اسلام اباد څخه د ISI HQ یا استخباراتي مرکز څخه را استول کیږي.. خو متأسفانه طالبان یې په پټو سترګو پلي کوي.
    أمیر المؤمنین خو عمر رضي الله عنه و، خلفاء راشدین و، چې د ولس په منځ کې به ګرځیدل، د شپې به یې د خلکو د احوالو نه ځان خبرولو، امیر المومنین دې ته نه وایې، چې په یوه سوړه کې پټ شه، او د پیرانو په شان یواځې Text Message رالیږه او نور مړی ژوندی یې ورک دی !
    طالبانو دا شل کاله چې تاسې د جهاد په نوم کوم افغانان ووژل، د دوی اولادونه او میندې، خویندې، میرمنې او کورنۍ اوس نفقه غواړي، جامه غواړي، خوراک څښاک او د روغتیا لپاره دارو درمل او د ژوند ټولې بنسټیزې اړتیاوو ته لاس رسی غواړي، آیا دوی په اسلامي نظام کې په دولت حق نلري، چې د دوی څخه ملاتړ او دوی ته خدمتونه وړاندې کړي ؟؟
    لطفا .. د خپل وړوکي سوچ او تنګ نظرۍ نه رابهر شئ، او دا شاوخوا اته دیرش میلونه خلک په تاسې حق لري، او تاسې د الله په وړاندې مسؤول یاست !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب