شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د پوځي ځواک یوه قطعه کابل ته را ورسېده

د پاکستان د پوځي ځواک یوه قطعه کابل ته را ورسېده

تاند (چهارشنبه،‌ د وري ۳مه)‌ – د پاکستان د پوځي ځواک یوه قطعه کابل ته را ورسېده او نن یې په یو لړ مراسمو کې د خپل هېواد بیرغ پورته کړ. ‌

په دې مراسمو کې چې په لومړي ځل په دې ډول او زور ښودنې سره په کابل کې ولمانځل شول، پاکستاني پوځیانو د خپل هېواد د ملي بیرغ درناوی پرځای کړ او سلامي یې ورته ووهله.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمدخان چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د پخوانۍ بریتانیا د وایسرا په څېر چلند کوي، په خپله ټوېټر پاڼه هم په دې هکله یو ټویټ‌ کړی دی.‌

ښاغلي خان لیکلي، «نن په کابل کې د پاکستان سفارت کې د پاکستان د ورځې په مناسبت د بیرغ پورته کولو مراسم ترسره شول. په دغو مراسمو کې د پاکستان د سفارت کارمندانو او په افغانستان کې کارکوونکیو پاکستانیانو برخه اخیستې وه.»

ویل کیږي چې دا لومړی ځل دی چې پاکستاني نظامیان مستقیما په پوخي لباس کې په افغانستان کې راڅرګندېږي.

یو شمېر افغانانو د پاکستان له خوا د دغه ډول لمانځنې او خپل ځواک ښودنې پر وړاندې غبرګونونه ښودلي دي.‌

د کابل پوهنتون پخواني استاد محمود مرهون د‌‌ دې مراسمو له یوه عکس خپرولو سره لیکلي:« د پاکستان د ورځې په افتخار د افغانستان د بچو ښوونځي و تړل شول. دښمني داسې خوند کوي، چې د اسلام په نامه ستا په ملک کي ستا پوځ چپه کړي، خپل نظامي پرېډ درته وکړي. ستا ملي بیرغ کښته کړي، او د خپل ملک ملي بیرغ درته پورته کړي. خدایه بې وسي دې وای خو دومره هم نه.

پاکستان نن دغه مراسم په داسې حال کې ولمانځل چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو، چې ویل کېږي د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا حمایه کېدل، یو ځل بیا حکم صادر کړ چې تر نامعلومې مودې پورې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې وساتي.‌

6 COMMENTS

  1. په کابل دی د پاکستان ناپاک بیرغ رپیږی پروا نه کی
    او تالب زمونږ په وطن کی زمونږ د پاک دری رنګه بیرغ مخالفت کوی ..
    وا تالبه ستا بی غیرتی ته سلام

  2. اوس نو ورورو چټلستان ځان ښکاره کوی ځکه چې پوه شو چې په افغانستان کې نور د سر سړی نه دی پاتی. حق یی هم دی دوی داسی وسله په لاس کې لری چی د روس او امریکا وسلی ورته هیڅ دی، دو دوی تالبی مدرسی د هستوی وسلی نه هم خطرناکی دی، په پښتنو یی وطن وران کړ، خو دا څل به ویده پښتانه داسی کندی ته ورټیل وهی چی د افغانستان او پختونخوا کې به بیا پښتو ونه وایی، تالبان به بیا هم د چټلستان په مرسته د مینځه ځی نن دی که سبا،

  3. هبت الله خو يې ورک دی.
    ايا دې پنجابي چرګوړو لکه خليفه سراج الدين حقاني، متقي، برادر، دلاور، ستانکزی، خيرخواه (بدخواه)، مجاهد او داسې نورو ورته هم سلامي و اتڼ ورسره وکړ او که نه؟
    رئيس الوزاء هم ورغلی وو؟
    د پنجاب په اسلامي امارت (اسارت) کې به ډېرې نورې نخرې هم وګورئ.
    هغه بل ازلي خوار حکمتيار چيرته وو؟
    هغه اسلامي نظام چې ده يې هيله لرله همدا شو؟
    زموږ د نجونو پر مخ يې ښوونځي راوتړل او د دوی د غولو ډک امارت لا په رسميت هم نه پېژني. دوی د څه لپاره شل کاله جنګ وکړ؟
    دوی دومره بې همته شول چې اوس يې پرې هغه خپل خان هم د مسلمان په توګه ونه شو پېژندلی.

  4. وروڼو کنځلې پوچ او پاش خوشې شخصیت کموي ! هر سفارت د ځینو ورځو لپاره په سفارت کې عسکري اتېشه لري چې په عادي ورځوکې عادي جامې اغوندي او رسمي د تجلیل په وخت کې خپله عسکري دریشي ! دا امریکایانو ، انګلیسانو ….. او نورو هم په خپل سفارتونو کې لري او لرلې یې !د به او بې منطقه پرو پاګنده د انسان دخپل ځان سپکاوی دی !

  5. SHAME/SHAME/SHAME
    AFGHANS ARE SLEEP/
    RUSSIA&AMERICA GET OUT FROM AFGHANISTAN.
    BUT PUNJAABI ESTABLISHMENT IN OVERCHARGE OF AFGHANISTAN.

  6. وروڼو د یو شمیر طالب مشرانو نومونه پورته لیکلی باید وویل شی چی ټول طالبان د پاکستان غلامی ته غاړه نه ږدی په دیو کی یوشمیر وطنی هم شته تاسی د نن نن.کام وګوری د نجونو د مکتبو د تړل کیدو خبر یی عجب په کنایه محکوم کړی او هغه لاندی نظرونه وګوری حتا مولوی صاحبانو( مثلاً مولوی صاحب زاهد) د مکتبو تړل کیدل غندلی نورو ویلی چی ناروغه سیاسره به مو ترڅو پاکستانی ډاکتر ته لوڅوی او تر څو به تورخم او سپین بلدک کی د پاکستانی قمچینو لاندی مریضه سیاهسر ه بیایو دی ورځو کی د نن.کام لیکنی هم عجبی اصلی اسلامی ملی او افغانی شوی دی نو طالبانو کی هم داسی ریښتیانی مسلمان کسان شته خو قدرت یی کم دی ورورو ستاسو په مرسته قوت پیدا کوی زه دوی سره ډی له نږدی پیژنم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب