شنبه, مې 4, 2024
Home+ملا صاحب، دين او کلتور مه سره ګډوئ

ملا صاحب، دين او کلتور مه سره ګډوئ

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

له ترخو پېښو سره د مخکيدو په مهال هغوى ته پام نه کول  او ورباندي سترګې پټول د حل لاره نه ده، بلکې د همدغو ترخو حقایقو د پېژندلو، څيړلو، ارزولو او ورسره د مبارزې کولو هڅه د پرمختګ او عقل نښه ده.

موږ کله کله دين او کلتور سره ګډوو، خو دين او کلتور  د انساني ژوند بېلابېل اړخونه جوړوي چې د انسان د وجود له پيل څخه  تر پايه پورې د ژوند نقشه نندارې ته وړاندې کوي.  دغه دواړه ارزښتونه خپلمنځي اړيکې لري، خو د يو بل ځاى نشي نيولاى او نه یې هم هيڅ يو له پامه غورځول کیدی شي. تاريخ ثابته کړه چې د ددغو ارزښتونو دختمولو په هڅو کې ډيرو زورورو خپل سرونه وخوړل، خو بريا يې په نصیب نشوه.

اسلام چې د وحى له لارې په اسماني نازل شويو ارزښتونو باندي د باور او کړنو مجموعه ده، لاندې برخې لري: عقاید، معاملات، عبادات، اخلاق او ارزښتونه.  د دين يوه برخه د انساني ژوند تيرولو او د پرمختګونو د پړاوونو په اړه يو لړ منظمو وړانديزونو ته وايي چې د انسانيت د تکامل سبب ګرزي. د دين بله برخه د ژوند لپاره د اړينو معيارونو او لارښوونو ټاکل دي.

ارزښتونه، اخلاق، چلندونه، ښه او بد ټولنيزو دودونه او په دغه هکله د ټولنې ژمنتیا ته کلتور ويل کېږي. په کلتور کې  د عقيدوي اړخ شتون اړين نه دى. ډيرى وخت په دين کې د کلتوري اړخونو ګډول له ټولنې څخه د لارې د ورکيدو لامل کرزي. په ځينو کلتوري ټولنو کې بد رواجونه  هم شتون لري چې د علم پوهې ساينس او ټيکنالوژي په پراخيدو په هغوى کې د اړتیا له مخې بدلون او سمون راوړل کېږي.

که د دين او کلتور ترمنځ ټکر راځي او خبره تر تقابل او تصادم پورې رسيږي نو بنسټيز لامل يې ددغو دواړو خواوو ترمنځ د حقائقو موندلو په تړاو ابهامات نه وي، بلکې د ديني حلقو او کلتور پالانو ترمنځ ناوړه  رقابت، د پوهې د کچې ښکته والى او يو له بل څخه د وړاندې کيدو ناوړه انساني غريزه وي.

متأسفانه په يويشتمه پيړئ کې له ژوند کولو، د دغې پيړئ له ټولو پرمختګونو، جيوپوليتيک بدلونونو او د اسلامي شريعت د څرګندو او قاطع اصولو له شتون سره سره زموږ په هېواد کې د حکومت له ژمنو او اعلانونو وروسته نن د ملت سترګې ښونځيو ته د خپلو اولادونو تللو ته تپانده وې، خو د چارواکو لخوا د نامعلومه دلائلو او نا معقوله کړنلارو له امله د ولس د هيلو غوټۍ د مټکور ذهنيت ږلئ ورژولې.

تعجب ده چې د څرګندو دلائلو له شتون سره سره هم ناوړه کلتوري اړخونو ته د ديني حلقاتو لخوا د ديني ارزښتونو د نوم ورکولو له امله د انجونو په مخ د زده کړو دروازې وتړل شوې.  د سرټمبه ذهنيت له امله زموږ نيمه ټولنه د جهالت په تيارو کې پاتي کیږي او موږ به په ټوليزه توګه د غلامي دورې ته ننباسي. زموږ له اولادونو سره دغه ډول تعامل يوازې د مټکور ذهنيت محصول ګڼل کېږي، نوره هيڅ ډول توجیه نلري.

څرګنده خبره ده چې د دغه ډول ذهنيت په وړاندې چې  له ډبرين دور څخه الهام اخلي، چوپه خوله پاتې کيدل به نه يوازې د هيواد راتلونکې نسلونه د جهالت په تيارو کې ډوب کړي، بلکې خورا ځپونکى اړخ به يې داوي چې زموږ په ټولنه کې به د ديني عالمانو او روحانيت دروند راتلونکې رول ته هم سخته ضربه ورکړي.

په بالفعل توګه او يا هم په نزدې راتلونکې کې داسې کره شواهد نښې نښانې شتون نه لري چې د اوسني حکومت واک او يا هم تسلط وننګوي او نظام ته سقوط ورکړي، خو که احياناً نظام نسکورېده، نو لامل به يې يوازې او يوازې په نظام کې د ننه سرټمبه مخلوق او مټکور عناصر وي. همدغه سرټمبه مخلوق ته د علم پوهې او منطق په مټ قناعت ورکول د امارتي معتدلو چارواکو دنده ده. که د هغوى قناعت ناشونى هم وي، نو له واک څخه ګوښه کول يې د وخت اړتیا ده.

د اسلامي امارت د مشرانو دغه منطق د منلو نه ده چې په اوس وخت کې د اختلافاتو بربنډيدل د نظام شتون له ننګونو سره مخ کوي. په لمړي سر کې باید ووايو چې د امارتي مشرانو نننۍ پريکړې عادي خبره او د يوه ملا پرېکړه نه ده، بلکې د يوه ملت سرنوشت ټاکي او د يوه هيواد په راتلونکي ملي او نړيوالو اړيکو باندي نيغ په نيغه اغيزه کوي. اوس مهال د دغه شان مټکور ذهنيت په وړاندې د مبارزې لپاره ديني او ملي اجماع  شتون لري. د دغه ذهنيت اصلاح او يا هم ورڅخه د خلاصون د  لارې لټون د اکسيجن حيثيت لري. بله دا چې سمون او بدلون د حاکمې ډلې په وړاندې پرتې ننګونې مسئوليت او د وخت غوښتنه ده. ملي او نړيوال ملاتړ هم شتون لري، نو سبا ته به د ستونځو ساتل د ګټو پرځاى يقيناً زيان ولري.

ملاصاحب محترمه!
نن درته عذر کوم چې د توپک شپيلۍ مو لږ ښکته ونيسئ. موږ پوهېږو چې لله الحمد ستاسو د ډيرى مشرانو لورانې لوړې زده کړې لري. پوښتنه داده چې ايا تاسو د ننيو هغو انجونو د درد غم او خفګان د درک وړتيا لرئ چې د ښونځيو له دروازو څخه بيرته ګرزول شوي دي؟ که تاسو خپل ځانونه له هغو پلرونو پرځاى فرض کړئ چې نن يې اولادونه د ښونځيو د بندو دروازو له ليدلو وروسته بيرته د ناهيلي په حال کې کور ته ورغلي وي، نو ستاسو احساس به  څه ډول وه؟

لږ ژور فکر وکړئ، د ديني مسائلو ژوره مطالعه وکړئ، دين او کلتور مه سره ګډوئ. که بيا هم درته شپه تياره وه، نو اوس خو مو حکومت په لاس کې دى. د اسلامي نړۍ د علماو ترمنځ  بحثونه او ناستې ترتیب کړئ، د ژورو او مستدلو علمي فقهي او ديني بحثونو په رڼا کې پريکړه وکړئ. د غره څوکې ته وخيځئ، شاخوا څار وکړئ، وګورئ چې کوم منزل ته مو د رسيدو نيت کړى دى  او دغه هېواد کومې خوا ته روان کړى دى. دغه لاره مکې ته نه بلکې ترکستان ته تللي ده. ملت ستاسو په دغه شان ناوړه ناشولته کړنو باندي غبرګون ښئي. ستاسو نننى پريکړې نه يوازې زموږ ټولنه د جهالت تورو تمبو ته ننباسي، بلکې راتلونکې افغانستان به په يوه غلام هيواد باندې بدل کړي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    دملت زعامت برخلیک
    دډاکترانو نوبت لاړ چې ملت سره یې څه وکړل
    دکمونستانو مصیبت لاړ څومره بې ګناه کسان ووژل
    ربانی دکابل ښاریانو وژونکی موږ شهید بولو
    اسلامی امارت یوځل وړوکو مسایلو کې ډیرې ستونزې درلودې بیا تکرار دڅه لپاره؟
    دبن دککړې معاهدې مرداری او انډوخر دکرزی په ګوډاګیتوب
    دمټکور دوه دورې دسهامی شرکت ،دفساد او مافیا استخباراتی کړکېچونه چې په فرار/تېښتې پای ته ورسېد.
    تقریبا لس لنډې او اوږدې پاچایانې تیرې شوی.ستا عنوان ډېر برجسته مفهو م لری خو ملا صاحبان نه دتیر تاریخ تجربه لاس ته راوړلی شی او نه په خپله دولسواکی پوهه اوژبه لری.
    دا ملت رغول غواړی
    اوس وار دملا صاحبانو دی. خوسیاست کول مها رت غواړی ددین په نوم باید ورڅخه ګټه پورته نشی، دڅار، تودې خبرې،تحول،اخرخط او نورو ته هم په کارده چې له مسلکی، سیاست پوه ، دسم معلومات له میلمنو سره مرکې وکړی نه له هغه چاسره چې دخېټې څخه استدلال کوی. دیووالی،انعطاف ،ولس باندط رحم اصول او انصاف ، سوله او مساوات دهر ې طرحې مودل رامنخ ته کوی
    زموږ دین انحصار ،جهالت، بخیلی ، کرکه ، خودخواهی او غچ اخیستل نه منی. زموږ کلتور تل بیا دمقام، قدرت، زور او زرو،ولس مشر ، کشر مشر ،سرپرست ، سلاکار،شهرت، احتکار،لاف اوپټاک غله او رهزن ملګری دی موږږبوهیږو چې به تیره کې دسترو تباهیو لامل شول ،ملا صاجبان باید له حقیقت څخه ستر ګې پټې نه کړی چې حکومتولی یوازې په واک نه کیږی بلکې مدیریت غواړی. اوه میاشتې یو عمر دی..

  2. سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
    زه له دين ولس او خاورې سره ستاسو د ژمنتیا کچه احساسولای شم. يقيناً هر څوک راځي په دغه ملت باندې د خپلو مټو زور ګوري. کاش چې د دغه دين هيواد او ولس د ستونځو ختمولو لپاره مو ډير څه کولاى شواى. خو بس يوازې عذرونه او زارئ راته پاتې دي هغه کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب