یوازې په تیورۍ تکیه کول د افراط او تفریط په دایره کې سړی بندیږي یا په عمل کې هم سړی د همدې پدیدو ښکار کېږي.
یعنې د دواړو لارو په تعقیبولو سره سړی یوه نوې او منطقي لار مومي.
زموږ په ټولنیز ژوند کې تر ډېره د دې دواړو ترمنځ ښکاره کړنلاره نه ده برملا شوې، چې سړی پرې د هوساینې او مینې لار وموندلای شي. د همدې دواړو پدیدو تر اغېز لاندې د تعادل لاره موندل پکار دي؛ ترڅو د فکري او ټولنیز اغېز پراختیا ته د هیلو او عمل په دایره کې لاره اختیار شي. موږ کله هم د دې پوښتنې ځواب موندلی، چې څنګه کولای شو په فطري کړنلارو او له ټولنیز اغېز انحصاره ووځو؟ د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره باید یوه د منطق او استدلال لاره غوره کړای شي؛ ترڅو مو تیوري او عمل د ښې راتلونکې او اغېزناک تمامېدو لپاره د ښو کړنچارو د غوراوي بېلگه شي.
ژوند د ستونزو، فرصتونو او هیلو امبار دی، چې څنګه له دې شتوو حالاتو سره د ژوند کولو مزي وتړو. انسانان په زده کړییز بهیر کې تر ډېره په خپل نفس د اعتماد ځانګړنې نشي موندلای او یوې متزلزلې موخې سره مخ وي. د دې حالاتو څخه د وتلو لار د علم او پوهې په دایره کې ځان گیرول پکار دي؛ ترڅو له شته امکاناتو څخه د خپلې وسې تر اندازې گټه واخستل شي. انسان په فردي ژوند کې د همدې تیوریکي تگلارې څخه د عمل میدان ته هغه وخت مخه کوي، چې کله هم د یوې پدیدې سره مخ شي او هله له دې شته فرصتونو او ستونزو سره د مبارزې عملي لارو پسې لالهانده وي. راځﺉ ژوند د تیورۍ او عمل سره ملګری کړو؛ ترڅو خپل اوسنی حالت له شته شرایطو او غوښتنو سره تاویل کړای شو او نویو غوښتنو ته ځان او ټولنیز فکر اماده کړو. انساني ژوند هره شېبه د بدلونونو او ټکرونو سره د مخ کېدو لارې وهي؛ نو د داسې حالاتو سره د مخ کېدو وړاندې ذهني چاپېریال جوړول پکار دي؛ ترڅو د هرې پوښتنې ځواب په استدالال سره ورکړای شو او حالاتو ته د همغې شرایطو مطابق اماده واوسو.