Homeخبرونهد‌ نجونو تړل شوي ښوونځي به په نوي لمريز کال کې بیرته...

د‌ نجونو تړل شوي ښوونځي به په نوي لمريز کال کې بیرته پرانیستل شي

تاند:( يکشنبه، د جدي شپږ ویشتمه) ‏‏ ‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هيله مندي ښودلې، چې په نوي لمريز کال کې به په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستلای شي.

هغه په يوه تازه مرکه کې وويل، چې دوی د نجونو او هلکانو د ښوونځيو او جلا زده کړو په ترسره کيدو ټينګار لري.

مجاهد په يو شمېر ولايتونو کې اوس هم د ټولو ښځينه ښوونځيو د فعاليت د دوام خبر ورکړی، خو نه يې دي ويلي چې د پرانيستل شویو او تړل شويو ښوونځيو د تدريسي ماحول تر منځ څه توپير موجود دی؟

طالب وياند مخکې د ښځينه ښوونځيو د تړلو اصلي دلیل د شرايطو نا برابروالی ګڼلی و.

خلکو بيا په دې اړه پلمې ردولې او ويل، چې د نجونو او هلکانو ښوونځي پخوا هم سره جلا وو.

په وروستيو کې د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کیدو په اړه پر طالبانو فشارونه زیات شوي.

طالبانو د افغانستان له یو شمېر محدودو ولایتونو پرته نور په ټول هېواد کې نجونو ته له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...