پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد چین سفیر سراج الدين حقاني ته، افغان خاوره دې د هیچا...

د چین سفیر سراج الدين حقاني ته، افغان خاوره دې د هیچا خلاف نه کارول کېږي

تاند:( يکشنبه، د جدي شپږ ویشتمه) ‏‏ ‏د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د چین هېواد له سفیر وانګ یو سره وکتل.

د‌ طالبانو د اعلامیې په اساس، چینايي سفير په افغانستان کې د افغانانو د خوښې حکومت پر رامنځته کېدو د ټینګار سربېره، له طالبانو څخه وغوښتل څو افغان خاوره د هېچا پر ضد ونه کارول شي.

‏سفیر وانګ یو په امريکا نیوکه وکړه چې غواړي په اقتصادي بنديزونو د خپلې ماتې غچ له افغانانو واخلي او زیاته یې کړه چې امریکا په افغانستان کې ټولشموله حکومت،د بشر حقونه، د مېرمنو حقونه اود بیان ازادي د پلمې په توګه کاروي؛ خو چین غواړي له افغانانو سره کار وکړي څو دوی په پښو ودريږي.

‏د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د چین هېواد د سفیر د هرکلي ترڅنګ، د چین له بشري مرستو مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې چین دې له افغانانو سره په دې حساسو شرایطو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

چین نه ده روښانه کړې، چې دوی هم پر خپل ضد د افغان خاورې له استعمالیدو انديښمن دي کنه؟

په افغانستان کې د چین د مخالفو مسلمانو ډلو د فعاليتونو خبره هم وخت په وخت شوې ده.

طالبانو بيا ډاډ ورکړی، چې افغان خاوره به د هیچا خلاف ونه کارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب