Homeخبرونههرات کې یو تن له اختطافګرو څخه وژغورل شو

هرات کې یو تن له اختطافګرو څخه وژغورل شو

تاند:( يکشنبه، د جدي شپږ ویشتمه) طالب چارواکو ويلي، چې په هرات کې د استخباراتو ځانګړې قطعې د انسان تښتوونکو له منګولو یو تن آزاد کړی.

باختر اژانس په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې د پېښې په تړاو ۴ انسان تښتوونکي نیول شوي او یو بل وژل شوی دی.

په هرات ولايت کې له پخوا راهیسې د انسان تښتونې پېښې ډېړې رامنځته کيږي.

د طالبانو د واکمنۍ له رامنځته کيدو سره دا پېښې لا هم دوام لري، خو په ډېرو مواردو کې د تښتول شویو کسانو د خوشې کیدو او اختطافګرو د نیول کیدو خبرونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...