تاند:( يکشنبه، د جدي شپږ ویشتمه) په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې يوه ويډيو څرګندوي، چې ط.ا.لبا.نو د پکتيا ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د سندرغاړو باجې او ډولونه سوزولي دي.
په دغه ويډيو کې لیدل کېږي چې ط.ا.لبا.ن د سندرغاړو او سازنده ګانو مخ کې د دوی وسایل عام محضر کې سوځوي.
په ياده ویډیو کې دغو سندرغاړو ته سپکې سپورې هم ویل کېږي.
خلکو د دې ویډیو او د طالبانو د چلند په اړه غوسه دي او ويلي، چې طالبانو نه لومړيتوبونه او حکومتولي هېر شوي دي.
په پکتيا کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست بیا دغه ویډیو ردوي او پخوانۍ یې بولي.
یاد شوي رياست ويلي: مونږ دا پروپاګند په کلکه ردوو. یاده پیښه درې کاله مخکې رامنځته شوې او تازه هیڅ کوم داسې پیښه نه ده ترسره شوې.
د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د هنر او موسيقۍ مخه نیول شوې او لسګونه هنرمندانو یا هېواد پريښی او یا د بېوزلۍ له کبله په شاقه کارونو بوخت شوي دي.
همدا تالبانی وحشی او د تور جهالت مفکوره ده او همدا يی کړنی دی
خلک باید غوسه نه شی بلکه ددې وحشت او تور حهالب د نابودولو لپاره د اوږدی مودی تدبیرونه ونیسی او خپلی هلی ځلی وکړی.
تالبان په ټولنه کی ورځ تر بلی منفوره کییږی او هغه ورځ لری نه ده چی ددې وحشت او جهالت توره کمبله له افغانستان نه راټوله شی
خو باید افغانان دا ځل پرینږدی چی نور غله ملی خاینان زورواکی او تور جهالت د دوۍ اینده حاکمان شی
تالب د وحشی ځناورو یوه مزدوره ټوله ده چی یوازیتی هدف يی د افغانان بی عزته کول او د پښتون ولۍ او د افغان د ننګ او غیرت سره دښمنی ده
تالبان د اسلام نه خبر نه لری او ټولی کړنی يی د اسلام د مقدس دین د اساساتو سره په ټکر کی. مونږ ټول ګورو چی ددې وحشی ډلی له شره هیڅوک په امان نه دی
دوحشت او نفرتونو په تیاروکی
د لیوانو شرمخانو بادشاهی ده
په دی ښار سړیخواره اموخته شوی
هر افغان سره يی لویه دښمنی ده
څوک ددین څوک د مذهب ټیکه داران دی
تور بازار کی د ضمیر سوداګری ده
خدای بخلی بجلی ګر به داسی وايی
شرمیدلو دا خو دین سره غداری ده
يو خو دې پوسه ولس ته هم سړی حیران پاتې سي، ولې وا ولسه تاسې ته مو په چيغو چیغو نه ويل چې خير حوصله کوی، دولت که فاسد ده بل نسل ورته تربيه کړې، دا زوړ جنګسالاران به آخر تبا کيږي، خو بديل يې له دې نه هم يوړلوی آفت ده…اوس تاسې او همدا مو حال
اصلاً بله پوښتنه:
د موسیقی د حلال یا حرام په هکله د څرګندونی به تېر سو او فقط دومره:
د سګریټ او تاریاکو د استعمال حراموالی او زیان د علمی او عقلی او عینی او دینی دلائلو په اساس واضحاً ثابت دئ
نو
طالب د پاکستان د تنباکو د صنعت د خاوندانو او تجارانو او خپلو د ګټو د خوندی ساتلو پخاطر ولی د تنباکو په استعمال او تاریاکو پر کرهڼه او تجارت بندیز نه لګوی؟