ليکوال او شنونکی: خيبر “اميري ”
ط/لبان د خپل عمر د بقا لپاره باید معاصره حکومتولي، اونډوليزه او فعاله ډیپلوماسي، سیمه یېز نزاکتونه او نړيوال حساسیتونو او کږلېچونه درک او پرې وپوهېږي او د عمل په ډګر کې یادو مسئلو ته پوره غور وکړي. تېر جمهوري نظام پرځیدل خپل علتونه لرل؛ یو څو یې داسې وه، چې د جمهوريت د پاشل کېدو سبب شول. د واک حرص تر ټولو نارغیو شدیده ناروغي ده سیاسیون چې پرې يوځل اخته شول رغيدل یې خدای بلا سخت وي. د تاریخ په اوږدو کې حکومتي مشران په همداسې یوې نارغۍ خته وه/ دي.
ط/لبان د یو حقیقت په توګه ټولو افغانانو منلی دي/منې یې او د هغو له شتونه انکار مانا نه لري؛ خو ط/لبانو ته بویه د درانه مسؤلیتونونو پیټي ور په غاړه دي. او تر هرې چارې د مشروعيت چاره غوره او کامله نسخه کیدای شي.
مشروعيت:
له شک پرته ط/لبانو یا په زور او یا د یوه تفاهم په پایله کې د ټول وطن واګۍ تر لاسه کړ؛ خو مشروعیت یې تر اوسه ندی تر لاسه کړی، ظاهراّ له اسلامي همکاریو سازمان غړو څخه تر ګاونډ، سېمې او نړيوالو هېوادونو پورې هیڅوک د اسلامي امارت رسميت پيژندولو ته زړه نه ښه کوي. او ټول دامریکا او ناټو اشارې ته په تمه ښکاري.
ښه خبر خو داده چې په افغانستان کې په واقعي مانا سوله تآمین شي او یو ټول شموله او ټول منلی نظام منځ ته راشي. خو دا چاره ط/لبانو لپاره تعامل او ټینګ سياسي اقدام او حل لارې ته اړتیا لري.
قانون:
اساسي قانون د دولتدارۍ د مهمهو عنصرونو یوه ټولګه ده، قانون هغه مهال عام کیدای شي چې ټول منلی او د لويې جرګې د پرېکړې په پایله کې ټول پرې سلا شوي وي، عموماٌ په اساسي قانون کې د هېواد په کچه ټولې لویې پدیدې تعریف شوي وي، مثلا څه ډول حکومت؟ څنګه حکومتي ساختار، د صلاحیتونو او مسؤولیتونو څه ډول ویش؟ د واک د لېږد ډول او داسې نور…
ثبات:
د اګست له پنځلسمې راپدېخوا د هېواد په ډيرو برخو کې په پراخه پيمانه امنیت منځ ته راغلی ده، مګر اقتصاد په کامله توګه له تزلزل او زړو سره مخ ده. د نړیوالو سازمانونو د اعلامیو له مخې څه باندې شل میلویونه افغان ماشومان د فقر او نیستی سره مخ دي. د افغان حکومت په رسميت نه پيژندلو څخه ښکاري، چې ثبات په ټولېزه توګه نه دی تآمین شوی. او بې ثباتۍ خلک خورا ډير انديښمن کړي دي.
تعليم او تحصيل:
ط/لبانو د کابل تر نیولو وروسته زده کړه اېز نهادونه په ټپه ودرولي دي، تر دې دمه د مرکز کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو ورونه تړل شوي دي او دا لړۍ یې خورا ډيره زیانمنه کړې ده.
د دې سربېره په ډيرو ولایتونو کې د شپږم ټولګې پورته انجونو ته د ښونځي د تګ اجازه نه ورکول کېږي، چې دې چارې په ملي او نړیواله کچه غبرګونه را پارولي وه/دي.
بي کاري:
بي کاري خورا لویه معضله ده، د ط/لبانو په راتګ ډیرویو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له بې روزګاره او بد اقتصادي وضعیته سر ټکوي، ط/لبان باید د خلکو د هوساینې لپاره کاري فرصتونه برابر کړي او د تیر حکومت له کارکونکو سره دوګونی چلند ونه کړي. په ځانګړې توګه ميرمنو ته د کار اجازه ور او خوندي چاپيريال ورته برابر کړي.
ولس او مسؤليت
په یویشتمه پیړۍ کې تر ټولو ولیدلې خبره داده چې په رأیت (ولس) باید د ټوپک پر زور واګی وچلول شي. د هغوی غږ او غوښتنې باید په ستوني کې زندۍ شي، حکومت د ولس د اقتصادي ستونزو د هوارۍ، د کار روزګار مسؤل دی. حاکمانو او دولتونو دنده دا نه ده چې خپل رأیت دې په زور جنت ته بوځي او د مذهب تبليغ دي ورته وکړي، دا کار د مذهبي کسانو ده د ټولنې نور اقشار به دا چاره پر مخ یوسي. جومات ته په زور د خلکو را کاږل په جومات کې د حاضرۍ لګول او داسې نورې کړنې لازمې نه دي. دولتونه باید سیاست، اړیکې، پرمختګ، تعليم، صحت او نورو عامه خدمتونه تر سره کړي ترڅو هېواد او خلک یې خود کفايې ته ورسېږي.
ط/لبانو د خپل آمیر (!) د فرمان پر بنسټ عمومي بښنه وکړه خو یاد فرمان تر ډيره بریده او په ډيرو سېمو کې نقض شوی ده، د فرمان وروسته په لسګونه پخواني نظامیان یې ونیول او وربړول د دا ډول محکمو لپاره هیڅ کوم میکانیزم برابر نه شو او په دې برخه کې د لا نورو پېښو د پېښېدو ویرې شته دي.
مشوره:
د ټولو په ګټه یو مقتدر پایدار او ټول منلی په ځان بسیا هېواد دی اوس ط/لبان د دې نظام چار سمبالي او مشران دي اوس نو د دوی پر وړاندې منفي تبليغ ارزښتمن نه شي ثابتېدای، د موجوده نظام د سمون او بدلون ملا باید وتړل شي او د انتقام تګلاره او د نورو د نفي کولو پاليسۍ ته دې بيخي د پای ټکی کېښودل شي. د نظام د رغښت او سمون په موخه باید ورسره مصلحت او مشورې تر سره شي، ترڅو دا ماته کښتۍ تر منزل مقصوده لنډه شي.
د اوسني نظام له منځه تلل د وطن په ګټه نه دي، ستا مشوره کې د اکثریت لوستو ځوانانو غوښتنې راټولې شوې، ښه به دا وي چې دې برخې ته د اوسني نظام واکداران متوجه شي.
که د نظام د سمون لاره بنده شي، نو بیا وګړي د له منځه وړلو په فکر کې کېږي. سمون هلته راتلی شي چې نقد واورېدی شي او وزغمل شي.
دمشروعیت خبره پردی خبره ده. دهغی خبری تکرارول دحکومت دتضعیف او بیثباتی په لور یو قدم بلل کیدای سی.
افغانستان ثابت حکومت ته اشد ضرورت لری نو ځکه که خوږ ده او یا بیخونده هغه باید تر یو وخت پوری هیر سی.
باید دمشروعیت لفظ هیر کړو او انتقاد جاری وساتو. انتقاد یعنی خلاء ښکاره سی او دهغی دډکولو پیشنهاد هم وسی.
ثابت خانه د مشروعیت مسله مهمه ده. که طالبان غواړي چې مشروعیت پیدا کړي باید داسې شرایط ایجاد کړي چې نړیوال یې په رسمیت وپیژني. رسمیت پیژندل ډیر اهمیت لري. که یې دنیا په رسمیت ونه پیژني د افغانستان اقتصادي وضعیت خرابیږي، د اقتصادي وضعیت خرابیدل بل جنګ ته لار هواروي. د نه رسمیت پیژندل بیلابیلو ډلو ته د جګړې کولو جرات ورکوي.
طالبان د مشروعیت پیدا کولو لپاره اسانه لارې لري. ښځو او نجونو ته دې د کار او زده کړو اجازه ورکړي. لویه جرګه دې راوبولي. په اوسني وخت کې به لویه جرګه سل په سلو د طالبانو حکومت تایید کړي. طالبان هیڅ تاوان نه کوي.
خو دې ډلې ته د لویو ګټو په ځای خرافات مهم دي دا چې څنګه یو انسان د ډول او هارموینې په خاطر توهین کړي، د خلکو ږیري څنګه اندازه کړي. په پاک او لوکس لباس ته په خیرن څنګه اهمیت ورکړي……
زما باور دی چې د طالبانو په منځ کې د دوی دښمنانو نفوذ کړی او په دوی داسې کارونه کوي چې د دوی حکومت په نړۍ کې منزوي وي او د افغانستان په اړه دنیاوال پاکستان ته مراجعه وکړي.
نعمت الله
دمشروعیت خبره دامپریالیستانو او دهغوی دګوډاګیانو تلکه ده چه افغانان باندی ګوډوی. مشزوعیت غوښتل دافغانستان بی ثباته کول دی. باید دا خبره تکرار نسی ځکه پوهیږو چه طالبان په دی خبرو معتقد ندی. نو دمشروعیت دخبری تکرار داخلی بیاعتمادی راولی او دنوی پاڅون په لور ببفکره خلک تشویقوی. زما یقین ده چه امپریالیستان به دمشروعیت نه وروسته بیا نوری خبری جوړی کړی. خبره داسلامی پاڅون ده چه امپریالیستان یی تحمل نسی کولی. هغوی ددی ویښتیا په خاطر دا پنڅه ویشتکاله دتروریزم په نامه دوروغ جوړ کړل او ملتونه یی تباه کړل.
افغانان باید دهری بدی سیناریو په مقابل کی چمتوالی ولری. هغه خبری چه دمشروعیت به نامه باندی تکراریږی هغه په ځای دی او یو وخت چه افغانستان په پښو ودریږی هلته باید وغوښتل سی. تراوسه لا دجنګ ګردونه نه دی ورکسوی او دافغانستان دښمنان هرچیرته غلی دی؛ هغوی دمشروعیت په خبره نه کراریږی. هغوی دافغانستان خرابول غواړی. هغوی ته قوی ځواک په کار دی. نو ځکه همدا اوسنی نیمه نظامی حالت باید پاته سی او ملاتړ یی باید وسی
افغانان باید تقلید پریږدی، ابتکار خپل کړی او دنوی پیړی په نوی تفکر کی پرمختګ وکړی.